د افغانی کډوالو ژوند په ایران کی له ستونځو او کړانو سره  

لیکوال: مشعل سمسور

81

دا خو د نړی ټولو خلکو ته په ډاګه شوی ده چی په افغانستان کی د خرابه اقتصاد وضعیت، خپل منځي جګړي، بی ثباتی، د ښځو د کار نشتون، د انجونو پر تعلیم بندیز، د کار نشتون،  لوږه او خوارځواکۍ د دي لامل شوی دی چی ډیر افغانان د ګاونډي هیوادنو ته د ایران او پاکستان په ګډون نورو اروپایی هیوادنو ته کډوال شی، کډوالې له مختلفو مجبوریتونو چی په داخل د چاپیریال کی شتون لری را مینځ ته کیږی چی  تاثیرات یی په ټولنه  کی لیدل کیږی څوک یی تر مستقیم او ځینی بیا غیر مستقیم تر خپل اغیزی لاندی راولی، د کډوالۍ خپل قانون، کنوانسیون  او شرایت وی چی باید په کوم حالت کی را مینځ ته شی اوس راځو دی ته چی د یو  ګاونډي او اسلامی  هیواد کړنو ته چی له کډوالو سره کوم ډول چلند وشی کوم اساسات په نظر کی ونیول شی تر څو چی  دوی تحقیر نشی او خلک ورته بد رد، سپکی سپوری  وه نه وایی دی ټولو  ستونځو ته په کتو سره او د  ایران حکومت له بد چلند نه تاسو خبروم چی مونږ افغانان یی په دی پینځو لسیزو کی ګالو.

په دی ورستیو دری کلونو کې ایران د افغانانو له کډوالۍ له ستونزی سره مخ شوې دی د کډوالو چارو نړیوال سازمان نور نه غواړی چی ایران ته د افغانانو په سر د اوسیدلو پیسی ورکړی ځکه چی نړی کی د کډوالی نوی لړی د اکراین، فلسطین، یمن، عراق او افریقایی هیوادونو کی د خرابه  امنیتی وضعیت له  درکه ډیر خلک کډوالۍ مجبوره شوی دی.

د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو د عالی کمیشنرۍ  (UNHCR) د ۲۰۲۱ کال د راپور له مخی په ایران کی شاوخوا تر ۳ میلونه زیات افغانان ژوند کوی، چی تر ۸۰۰  کم زیات کسان قانونی اسناد لری او پاتی نور یی ناقونه او بی اسناده دی. او تقریباٌ تر ۶ لکو کسان پاسپورټونه لری.

د ایران د اقتصاد وزارت تیره ورځ اعلان وکړ چی مونږه د سروی په اساس چی مونږه په ۱۴۰۳ کی تر سره کړی چی ۵۰٪ فیصده کارخانی، شرکتونه په داخل دی ایران کی د افغانانو دی او د شرکتونو په تعداد کی زیاتوالی لامل یی په افغانستان د سیاسی ثبات، د اقتصاد محوره سیستم نشتون دی چی زیات شمیره افغانانو خپلی سرمایی او شرکتونه ایران  ته منتقل کړی دی چی دا د ایران د اقتصاد په ګټه دی.

که بلی خوا ته بیا راشو مونږ او تاسو په دی ورستیو کی د ایرانی پولیسو لخوا ځورونه، وهل ټکول او حتا د جنسی تیری خبرونه هم تر غوږو کیدل، له پاکستان نه د افغانی کډوالو د راویستلو سره سم ایران هم دا پالیسی غوره کړی ده او د دوی د راپورنو په اساس ترا اوسه یی زیات شمیره افغانان بیرته خپل هیواد ته شړلی او استولی دی او اکثره یی په لویو موټرو کی له خپل هیواد را اوباسی چی د دوی مزدورۍ پیسی لباس او نور مالونه یی ایران کی پاتی کیږی او دلته یی  د افغانستان اسلامی امارت چارواکو ته سپاری چی کله یی په سرحد کی صحی معاینات تر سره کیږی دوی سره ډیرسخت او ناروا چلند کړی ټپونه تر سترګو کیږی چی دا رنګی کړنه د کډوالۍ د قانون مخالفت او ماتول دی چی باید ډیر احترام او په درنه ستره ورته وکتلی شی.

په ایران کی د افغانانو ستونزنو ته کتنه:

په ایران کی ډیر داسی افغانی کډوال شته تر اوسه یی خپل هیواد ندی لیدلی او وخت یی ندی پیدا کړی چی خپل هیواد ته سفر وکړی او یا هغه سیمه وګوری چی د دوی مور او پلار په کی اوسیدل دوی اوس خپل ځان ایرانی ګڼي  او هماغه رنګه چی یو ایرانی خپل قانون ته وفاداره وی دوی هم د هماغه قانون احترام کوی خو بلی خوا ته بیا دوی نه پریږی چی په خپله خوښه هغه څانګه یا تعلیمی ریشته خوښه کړی او یا هم هغه کاری فرصت ورته ورکړی چی  دوی په کی تعلیم کړی او یا هم تجربه لری، ځکه چی دوی افغانان دی.

اکثره وخت لیدل شوی دی چی ایرانی کفیلان ، ټیکه داران  د افغانانو د مزد پیسی نه ورکوی او ګواښی یی چی له ایران نه به اخراج کړی اکثره افغانان له ټولنیزو، کلتوری او دینی خدماتو نی بی برخی وی دوی نه پریږی چی په آزادنه توګه د خپل خیالات را څرګند کړی ، په ایران کی له ټولو نه غټه ستونږه د سر شمیرنی ده چی اکثره افغانانو ته د ثبت فورمی د زیاتو پیسو په مقابل کی ورکول کیږی  لیدل شوی دی چی د سر شمیرنی فرمو د مهاجرت کارډ له درلودلو سره سره بیا هم د پولیسو له خوا نیول کیږی او یا هم ډیر په بی رحمی سره وهل کیږی دوی اکثره وخت په یوه او بله پلمه افغانان نیسی او کانټیرو کی یی بندوی که څوک ورسره لږ خبری ښکته پورته کړی بیا یی  د لمر دی ایښودل شوی کانټینر کی اچوی او یا یی په مرمیو ولی چی اکثره کی خپل ژوند له لاسه ورکوی چی دا کړنه سرا سره د کډوالۍ د قانون مخالف ده.

اکثره وخت چی کوم افغان یو رستورانت، لوی سوپرمارکیټ تر ورشی دوی نه پریږدی چی څه په پیسو را ونیسی او تر لاسه یی کړی، داسی هم تر سترګو شوی چی افغانان نه پریږی چی په خپل نوم موټر، کور او یاهم نور قیمی شیان واخلی دوی دی ته مجبوره کوی چی د ایرانی په نوم یی واخلی یو څو موده ورسته بیا دوی دغه افغان پولیسو په لاس ورکوی او له څه یی محروموی او بیرته هغه څه یی چی را نیولی دی تر لاسه کړی او بیا ورته ګواښونه ورکوی.

د افغانانو په مخدره توکو کارولو او کاروبار کی ککړول:

ایرانی چارواکو په مستقیم ډول افغانان په مخدره توکو کارولو او کاروبار کی ککړ کړل دوی غوښتل چی داسی یو افغانستان وی چی خلک یی په مخدره توکو ګرفتار تر څو ځان خلاص نکړی شی تر څو همداسی یو غلام هیواد پاتی شی او هر کارچی دوی وغواړی مونږ افغانان یی قبول کړو یو لار یی هم نشه یی توکو کارول او کاروبار وه چی دوی افغانان پری روږدی کړل بیرته چی خپل هیواد ته راستانه شول له ځان سره یی یواځی همدا فرهنګ افغانستان ته راوړ مخکی چا نه مواد مخدر پیژاندل او نه یی چا کاروبار کاوو.

د ایران په پولیسو کی اکثره افسران شته چی له مختلفو قاچاقی بانډونو سره سر کار لری دوی نه اکثره وخت ډیری پیسی اخلی او د ایران د سمندرګی له لاری نه یی ترکیه او بیا یی اروپایی ملکونو ته استوی چی اکثره وخت د دوی کیښتۍ په اوبو کی ډوبه شوی او ډیر خلک په کی مړه شوی دی او موندل شوی مړو کی لیدل شوی چی د دوی سینه یی څیری کړی او مختلفی د بدن اعضاوی یی تری ایستلی او خرڅی کړی دی. داسی هم تر سترګو شوی دی چی اکثره افغانان چی په قاچاقی لارو تللی دوی بیا د مختلفو بانډونو ښکار شوی چی دوی سره تړلی دی او ورسته بیا تری په لویه پیمانه پیسی غواړی ویډیوګانی تری کوی او د دوی کورنۍ ته استوی چی پیسی تر لاسه کړی.

په ایران، پاکستان، ترکیه ، مالیزیا کی داسی غله او خطرناکه بانډونه شته چی له افغانانو نه په جعلی کاغذونو، پاسپورټونو ، ویزو او جعلی دعوتنامو له خلکو نه پیسی اخلی او په  ورستی مرحله کی تری تښتی یا د دوی کیښتی ډبوی چی ورسته یی بیا جسدونه له بحر نه را پیدا کوی، له بلې خوا اوس په ایران کی خلکو د کاناډا په یوه دروغجنه برنامه کی چی آنلاین ثبت نام کیږی په کافی اندازه له خلکو نه پیسی اخلی بیا او بیا تری ځانونه پټوی او خلک سرګردانه ورپسی ګرځی

زه به تاسو د کرونا ویرس  ۲۰۲۰   میلادی کال خبر را واخلم کله  افغانانو د تاو تریخوالی سخته جوپه تیره کړه ، د یو عادی ټوخی پر سر افغانان به یی د پیچارۍ په زور او یا هم په سر په مرمۍ  ویشتل او بیا به یی ورسره کیمیایی مواد خښول تر څو جسد ډیر ژر خاوری شی  د اکثره افغانانو ویډیوګانی به تاسو په سوشل میډیا کتلی وی چی دوی ځندۍ شوی په مختلف ځایونو کی دوی به پخپله داغه کسان مړه کول بیا به دا ویل چی د کرونا له امله یی ځان وژنه کړی ده لینک یی تاسو شریکوم.     https://fb.watch/sFc7b0-DPk/

په ایران کی د کډوالو د حقوقو فعالان هم په دی ډیر زیات خواشینی  ښکاره کړی چی ګویا په ډیره نا روا عمل سره افغان مهاجرین له ایران نه شړل کیږی ځکه چی زیات شمیر افغانان په افغانستان کی د اسلامی امارت له راتګ سره ډیرو دولتی نظامی خلکو وته اندیښنه پیدا شوه چی ګواکی د دوی ژوند په خطر کی دی . په سوشل میډیا کی ډیر داسی ویډیوګانی لاس په لاس کیدلی چی د ماشومانو ښځو په ګډون تقریبا بی شماره کسان ووژل شول دا واقعه د ایران په خاوره کی شوی وه او جسدونو یی د نیمروز رغون را رالیږل شوی وه  دا کړنه 2023 کال چینګاښ میاشت کی تر سره شوی وه  چی ورسته بیا عکس العمل ور وښودل شو ځکه چی دا کار د ایران د نظامیانو یو وحشیانه او غیر مسلمانی او انسانی عمل وه چی دوی په بیګناه خلکو ډزی کولی او نورو نظامیانو ورته کتل په هرات، نیمروز، کابل او نورو ولایتونو کی حقوقی فعالانو، مدنی ټولنو او سیاسی فعالانو خپل سخت غبرګونونه وښودل او څرګنده یی کړه چی ده داسی کار عاملین دی ژر تر ژره د نړیوالی حقوقی محکمو وسپاری او نړیوال دی خپله چپتیا ماته کړی.

د افغانستان هغه بنسټیزی پروژی چی د افغانستان د ملا تیر یادیږی ایرانی عسکرو د کمال خان بند د جوړیدو په مهال په افغانی انجنیرانو، نظامیانو او بزګرانو  باندی چی هلته یی ځمکی دی په سلهاو ځله ډزی او په نښه کړی یی دی دوی د افغانستان سره د حق آبی دعوه کویی خو خپلو کړنو ته متوجی ندی.

په کرمان ښار کی چی خونړی بریدونه وشول ایرانیانو او حتا عام خلکو هم افغانانو د خطر زنګ وواهه او د سرحدونو بندولو پریکړه یی وکړه او اعلان یی وکړ چه مونږ خپلی سرحدی پولی دیوال او خاردار سیم تری تاووه ډیر داسی موارد شته چی ایرانیان خصوصا نظامیان د افغانانو له  وژلو اوځورونی خوند اخلی چی دا هم د سیډیزم هغه سخته بڼه ده چی دوی یی د افغانانو باندی ترسره کویی باید نور داسی کړنو ته پای ټکی کیښودل شی او د افغانانو له ځورونی دی لاس واخلی چی دا د یو اسلامی  ګاونډی  ورور ولی ده او نه هم اسلامیت افغانانو ته په درنه سترګه کتل ځان د عزت وربښل دی الله تعالی مونږ ټول ګاونډی له داسی غیر اسلامی کړنو  وساتی تر څو ښه ژوند تر سره کړو د یو ښه ګاوڼدی  او ګاونډیتوب سره وپالو، د وخت حاکمانو ته پکار دی چی باید د خپل خلکو د خپلو بندیانو د خپل کډوالو د خیر احوال واخلی تر څو داسی ناروا کړنی تکرار نشی.

په ایران باندی ټولی نړی بندیزونه لګولی دی تجارت یی یوازی افغانستان ته پاتی دی دوی خپل ټول توکی په نورو هیوادنو چی ورسره په قاچاقی لارو تر سره کوی یوازی افغانستان دی چی د ایران توکی را نیسی او افغانستان یی د خپل تولید لپاره یو ښه بازار ګرځولی دی د ټولو ته په کتو سره ایرانیان باید داسی ورور ولی وپالی چی نور ګاونډیان تری پند واخلی او خپل ګاونديتوب ثابت کړی، ایرانی او افغانی پلاوي باید په شریکه خپل ټول هغه جنایی او جرمی اسناد سره تبادله کړی کوم چی افغانان ګرم بلل شوی دی او کوم مواردو کی ایرانیانو خطا کړی باید هغه هم ور په ګوته شی تر څه د نورو جرایمو مخه ونیول شی.

د اقتصاد، تجارت او امنیت له پلوه باید یو بل ته ضمانت ورکول شی تر څو د هغه غیر قانونی کړنو مخه ونیول شی کوم کی چی د دواړو هیوادونو خیر او ملی مسایل نغښتی دی، ایران دی کوشش نکوی چی پره افغانانو خپل کلتور فرهنګ، ژبنی توکم مسایل تر سره کړی چی دوی ته په کی د ځان د ژبی پراخوالی ورښودل کیږی د افغانستان په ملی چارو او فرهنګی چارو کی د خپل دخالت بند کړی تر هم د نورو له شره ځان خلاص کړی او هم دی نورو ته د شر او فساد دروازی خلاصوی ځکه که داسی کړني تر سره شی په تاوان د دواړو ملکونو ده ځکه چی نور دښمنان غواړی چی له مختلفو لارو کار واخلی او خپل اهداف تر سره کړی نه دی خپل اهداف په افغانستان کی لټوی او ندی د بل چا اهداف په افغانستان کی تحمیلوی ځکه چی افغانستان په خپل تاریخ که ټولو ته ثابه او ښودلی ده چی افغانستان د متجاویزنو ګورستان ده.

د کره شمیر او معلوماتو پر بنسټ چی په سوشل میډیا او تر لاسه شوي،  ویډیو ګانو کی ښودل کیږی چی د ایران امنیتی ځواکونو پر افغانی کډوالو سره ناوړه چلند،  جنسی تیری، تر سختی شکنجی وروسته له مینځه وړلو انځورونه لاس په لاس کیږی چی د کتولو وړ ندی، چی په بهر او د ملک دننه  د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی دا خبره تر اسلام آباده بیا نورو افغانانو له خپلو غبرګونونو سره بدرګه کړه  تر څو ایرانی څارواکی له سړیتوب ، انسانیت، بشریت او ښه ګاویډیتوب په اساس چلند وکړی.

۱۸/ جوز/ ا ۱۴۰۳

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.