د «عقیقو» د گوتمۍ ثواب

آصف بهاند

86

خلک د نورو ستورو د منابعو په خپلولو پسې روان دي، زموږ خلک په دې سوچ کوي چې د باران په اوبو اودس کولای شو که نه.

موږ لکه ماشومان لا په خاورو کې گوتې وهو، د ځینو هېوادونو خلک د نورو ستورو په تسخیر پسې بډې وهلې دي او غواړي چې په راتلونکو کې د هغو ستورو د منابعو کنترول د دوی په لاس کې وي.

په میډیا کې خبرونه وایي چې چینایانو د سپوږمۍ له یولرې اړخ څخه د تیـږو ځینې بېلگې مځکې ته رارسولې دي. «د چین فضايي بېـړۍ له سپوږمۍ نه نادرې ډبرې راوړې»

زموږ په هېواد کې هرنسل چې زېـږي، یوازې د نس مړولو په باب فکر کوي. د سواد نشتوالی، د زدکړو د ټیټې‌کچې او ډېر ضعیف اقتصادي حالت په وجه، خلک نه شي کولای د بل څه په باب فکر وکړي یوازې د ژوندي پاتې کېدو له‌پاره یې ټول عمر ضایع کېـږي.

زموږ په ټولنه کې د خلکو د بدمرغۍ اصلي لامل د سواد، زدکړو او پوهې نشتوالی دی، تر څو چې د ستونزو د حل له‌پاره بنسټیز فکر ونه‌شي او علمي حللارې ورته ونه‌سنجول شي، دا بدمرغي به همداسې زموږ پرخلکو او ټولنه باندې حاکمه وي او ډېر نور نسلونه به خپل ټول ژوند یوازې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو له‌پاره تېروي.

ما د نوي نسل د روزلو او په دې لاره کې د شته ستونزو په باب گڼې مقالې لیکلې دي، د هغو مقالو په ترڅ کې ما څو ځلې خپلې اصلي او بنیادي خبرې کړې دي او اصلي محور یې د سواد، پوهې او زدکړو ترلاسه کول دي. زما په مقالو کې، زما د خبرو نچوړ په لاندې ډول دی:

ــ د هغو خلکو او قوم تباهي ډیره نږدې ده چې له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځي او پوهنځي نه ځان لرې ساتي!

ــ دا ښه په یاد ولرئ: تر څو نوی نسل په نوې او مدرنه بڼه په سمه توگه و نه روزل شي، هیڅکله د سمون تمه و نه کړئ. د نوي نسل له روزلو پرته به تل له ستونزو او بدمرغیو سره لاس گریوان اوسئ!

ــ د نــوي نسل د روزلو له پاره هــر پل چې اوچــتـیـږي، زه یـې داسې انگیرم چې د نـوي ژوند د کلا پر دیواله یوه نــوې او زریـنه خښته ایښودل کیږي.

ــ که په یوه ټولنه کې زدکړي لږ او د گوتو په شمېر وي یا هیڅ نه وي، هغه ټولنه او هغه خلک هره ورځ لا هر ساعت له لسگونو ستونزو سره په عملي ډول لاس گریوان وي.

ــ په ټوله نړۍ کې دا یوه منل شوې خبره ده چې: چیرې چې ښونکی وي، هلته ډیوې وي، هلته رڼا وي او چیرې چې ښونکی نه وي، هلته نه ډیوې وي او نه د رڼا څرک.

ــ زه په دې عقیده یم چې د نوي نسل سمه روزنه، د ژوند نیالګي ته اوبه ورکول دي. که نوی نسل په علمي ډول، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم و نه روزل شي، د ژوند چینه او د راتلونکي نسل ونه مو وچه وګڼئ!

ــ زموږ د گلالیو ماشومانو او کوچنیانو سترگې او څیرې موږ ته وايي: موږ د  ژوند په هغه پړاو کې یو چې نه غواړو د خبرو اوریدو په ځای مو پر مخ څپیړې ولگیـږي، موږ نه غواړو چې د مثبتـو لوستونو او موزیک د اوریدو پر ځای د ټوپک او بمونو درزا واورو.

ــ د ماشوم د حقونو په رڼا کې، که د افغانستان ټولنه په اوسني وخت کې و ارزول شي، داسې باید وویل شي چې زموږ ټولنه د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د مځکې پر مخ د یوه ریښتیني دوزخ حیثیت لري.

که دا پاسنۍ خبرې تطبیق شي، کېدای شي چې د نویو نسلونو راتلونکي ژوند هوسا او ارامه وي؛ او که لکه تېرنسلونه په زړو لومو کې نښتي پاتې شول، یوازې به د وچې ډوډۍ د پیدا کولو په فکر کې وي.

د پرمخ‌تللې نړۍ د خلکو ژوند د لاښه کېدو په باب هره ورځ د هغوی د کار او زیار پایلې ښیي چې هغوی د زدکړو او علمي کارونو د تعقیب په نتیجه کې د پرمختگ نویو پړاوونو ته ننوزي، خو موږ لا لگیا یو پر دې باندې فکر کوو چې: «د عقیقو د گوتمۍ ثواب په منځوۍ گوته کې ډېر دی، که په شهادت گوته کې.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.