افغانستان د نړۍ هېپیانو جنت او کابل د هېپي ملنګانو مکه ۲ مه برخه

لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

157

افغانستان د نړۍ هېپیانو جنت او کابل د هېپي ملنګانو مکه

دویمه او ورستۍ برخه

د هېپیانو افسانوي مسیر د افغان محاصر تاریخ یو هېر شوي څپرکۍ

د هېپې توري ایټمنولوجي او هېپیان څوک وو

د هېپي کلمې مانا یا د هېپي اصطلاح د انګلیسي کلمې „Hip“ هپ „ Hipster“ ٬٬ Hippie ٬٬ څخه اخیستل شوي ده. پښتو ژبې ته غوره ژباړه د نننۍ عصر یا ٬٬ معاصر ٬٬ یا د فعل صفت په بڼه کې ٬٬عاقل هوښیار٬٬ په مانا په ښه توګه ژباړل کیدلي شي. خو په اصل کې دغه اصطلاح په افریقایي امریکایې جاز موزیک نړۍ کې خپله ریښه لري. د هېپې کلمه د ځوانانو له لوري د برلاسه کولتور په وړاندې د یوه بدیل فرعي کولتور تشریح کولو په مانا دي، چې له ورایه په کې په ځانګړي توګه د خپل بې قیدو شرطه ارامه ازاد ژوند فورم او د جګړې ضد احساسات په کې پیژندل کیږي. د هېپي کلمه د هېپي غورځنګ د فرعي کولتوري غړو ته هم ویل کیږي. کوم غورځنګ چې د شپیتمې لسیزي په نیمايي کې په متحده ایالاتو کې راڅرګند شوي او بیا ټولې نړۍ ته خپور شوي. د هېپي غورځنګ یو بې سلسلې مراتبه غورځنګ و، هېپي غورځنګ پرته له تنظیمي جوړښته یو غورځنګ و. له دې امله د هېپي په غورځنګ کې د نننه ګوډوډې شتون درلودې، خو په همدې ګډوډيو کې د دې غورځنګ شعار ٬٬ د سولې او مېنې٬٬ شعار و.

په 1960 کلونو کې په متحده ایالاتو کې د هېپي کولتور او د هېپې غورځنګ رامنځته شوي دی. امریکایې هېپیانو د امریکایې ټولنې مدنې ارزښتونه ردول، هېپیانو غوښتل ټولې نړۍ ته یو انقلابي بدلون ورکړي. دوی د عدم تشدد تبلیغ پيل کړ. د موسیقۍ اوریدول، خبرې اترې کول، مېنه او د ولسونو ترمنځ ورورګلوي کول او مخدره توکې کارول پیل کړل. هېپېزم په امریکا او اروپا کې د لویډیځ حاکم کولتور ضد ځوانانو غورځنګ غړو ته هم ویل کیږي. کومو چې د خپلې غربي ټولنې مدنې ارزښتونه ردول، هغمهال ډېر امریکایان د امریکایي ژوند سټایل، اخلاقي مورال او ټولنیزو نورمونو او همدارنګه د کپیټالیستي نظام د برلاسه نظریاتو څخه په تنګ راغلي ول او ترینه ناخوښه ول. په ځانګړي توګه د امریکا ځوان نسل یا ځوانه طبقه ناراضه ښکاریده. دوی له یوې خوا د خپلې مدني ټولنې نا فرماني کوله، له بلې خوا دوی د خپلې ټولنې د نننه د بدلون په لټه کې نه ول، بلکې د خپلې ټولنې د پریښودو سره خپل احتجاج او ناراضایتتوب ښکاره کولو. څوک چې ازادۍ او نیکمرغۍ په لټه کې وي، باید په بنسټیز ډول او په قاطعیت سره ټولنې ته شا وروګرځوي. د دې پر ځای چې ټولنه د نننه څخه اصلاح کړي او یا د بدلون هڅې په کې وکړي. لویدځوالو ځوانانو غوښتل یو دم د خپلې ټولنې څخه بهر ووځي او پر ضد یې بله فرغي ضد ټولنه رامنځته کړي. په لومړیو وختونو کې اکثریت هېپیانو په سیاسي انګېزو کې هڅول شوي نه وو. خو دا خبره ډېر زر روښانه او جوته شوه، چې یو څوک نشي کولي د سیاسي کیدو پرته د ټولنې اصلي بهیر پرېږدي او ترینه ووځي، هغه بیا سیاسي هم نه اوسي.

هېپیانو د یوې نړۍ لپاره مبارزه او هڅه کوله، چې هغه د وسلې، تاوتریخوالي او جګړې پرته د مینې، محبت، د صبر او زغم لخوا رهبري کیږي. هېپیان د ډیرو بډایو، شتمنو او ځواکمنو امریکایانو په اړه شکمن ول. د امریکایې مصرف کونکي ټولنې او پانګوالي سیسټم له چلند څخه یې ناخوښي اظهاروله او دا نارضایتي یې له خلکو سره شریکوله. هېپېزم په خپله ځانته یو فرعي کولتور یا (subkulture) ګرځیدلي و. په امریکا کې د هېپي فرعي کولتوري غورځنګ له لوري د هېپیانو انګېزو، فلسفې ایډیالونو او فکرونو ته ډیره پاملرنه ورکړل شوه. د هېپې فلسفي ایډیالونه سره او د هېپې غورځنګ سره چې کوم کسان یو ځای شوي ول، د دوی اکثریت د امرېکې ټولنې متوسطې طبقې تعلیم یافته خلک، د امریکې د سیاسي منځي او لوړ پورې طبقې روڼاندي پوه خلک ول. له همدې امله دوی اکثراً د فقر، بېوزلې او ټولنېزو ستونزو سره ناشنا خلک ول. له دې کبله هېپیانو لومړی د خپلو مېندو پلرونو ټولنیز نورمونه، امریکایې مورال او نسلي نظریات رد کړل او ان تر سپکاوي حد پورې ورسیدل. هېپیانو د خپلو مېندو او پلرونو د استبدادې ژوند طرز او د لویدیځي ټولنې د ستړي کونکي بې مانا سلسلې مراتب بڼې تعیقیب کولو څخه انکار وکړ.

د هېپېزم موخه یوه نړۍ وه، چې په هغه کې د لویدیځي نړۍ سلسلې مراتب، استبدادي نظامونه، ظلمونه، جنګونه، د اټومي وسلو ضد او پرته له دې چې په هغه نړۍ کې طبقاتي او توکمي توپیرونه شتون ولري، مبارزه کوله.

د هېپیانو ټولنېز کولتوري انقلاب فلسفي لاملونه

په1960  کال کې هېپیانو په ویټنام کې د امریکې پوځي یرغل په وړاندې خپل اعتراضونه پیل کړل. ډیرې لاریونونه په سانفرانسیسکو کې ترسره شول او په چټکۍ سره د امریکایې ځوانانو ترمنځ یې شهرت او محبوبیت ترلاسه کړ. هېپیزم په لنډه موده کې وکولي شول، چې د سولې، مېنې، فردي ازادۍ او د یوه مینه ناک ژوند لپاره یوه نوې ماناداره مانا په کې ومومي. هېپي عقیدوي غورځنګ د جنګ ضد مهم شعارونو د امریکایې ټولنې ډېرې طبقې اغېزمنې کړې وې. د هېپیانو اصلې شعار ،٬  (make love, not war)مینه وکړئ، نه جګړه٬٬ و. دې شعار دا ثابته کړه، چې هېپیان یوازې د سولې او دوستۍ په لټه کې دي. د هېپیانو اصلې موخې سوله، مینه او ټولنېز ارامښت وه. دوی خپل ځان په کوم دین او مذهب پورې نه محدودولو، د هر مذهب او د هر کولتور خلک کولي شول، چې هېپیې وواوسي. د هېپیې سټایل شهرت موندلو یو بل لامل د هغوي جهانشموله کولتوري او مذهبي تنوع وه، کوم چې دوی یې ملاتړ کولو. له دې امله هېپیانو د نړۍ په بېلا بېلو ټولنو کې مېنه وال وموندل. په ټولېزه توګه هېپیانو د ختیځ فلسفې، روحانیت، معنويت، تصوف او د صوفیږم مفکورې سره ډېره علاقمندي ښودله. دوی تر غربي فلسفي فکرونو او ایډیالونه د ختیځ فلسفې افکارو او د معنویت ارزښتونو تر اغېز لاندې راغلی وو. هېپیانو د لویديځ ستړی کونکي کپیټالیستي کولتوري نورمونو او محدویتونو پر خلاف عملاً خپل غږ پورته کړ. دوی په ډیرو مواردو کې د ختیځ هنر، کولتور، معنویاتو او فلسفي څخه الهامونه اخیستل. دوی معمولأ په ازاد طبیعت او کلیوالي سیمو کې ساده ژوند کولو ته ترجیبع ورکوله. ځینو یې غوښتل د کوچیانو په څیر په دوامداره توګه همداسي په سفر کې وواوسي.

لویدیځ کې د هېپیزم او د هېپې غورځنګ ضد منفي تبلیغات

په لویديځ کې او په ځانګړي توګه انګریزي محافظه کارو ورځپاڼو کې او د امریکې په سیاسي بحثونو او کړیو کې د هېپیانو او هېپیزم خلاف او ختیځ ته د هېپي غورځنګ ځوانانو د تګ راتګ او د سفرونو په اړه ضد خبرونه، منفي خبرې، مقالې او لیکني کیدلي. د بېلګې په ډول انګرېزې ابزور ورځپانې د افغان اپینو او هیروینو په لټه کې د لسګونو زرو اروپایې ځوانانو د کلنې سیلابونو تګ په اړه لیکلني کولي. لویدیځوالو محافظه کارو رسنیو د هېپیانو د تګ پر ضد د لیکنو له لېارې لویدیځ کې په خلکو کې وېره خپروله. په لویدیځو رسنیو کې هېپیي ځوانان اکثریت د پوهنتون لوستي ځوانان ول، دوی د لویدیځې ټولنې ویجاړونکو او د خپلې ټولنې بیکاره، سست عنصرو او تنبلو، ناپاکو خیرنو خلکو په څیر یادیدل، انځوریدل او پیژندل کیدل. لویدېځو رسنیو لیکل: افغانستان د هېپیانو ورستۍ منزل دی، ځکه هلته په ښه کولېټي د نړۍ خالص عالي چرس ښه پیرمانه او په ارزانه موندل کیږي. په دې خبرو کې د هېپیانو تدریجي مرګ ته اشاره کیدله. د یادونې وړ ده، چې اصلآ دغو اروپایې ځوانانو په اروپا کې الکهولي مشربات څښل. خو ټوپیر په کې دا رامنځته شو، چې هېپیانو په افغانستان یا نورو اسیایي هیوادونو کې د بنګو بوټي او د چرسو په څکولو باندې پیل وکړ. د طبپوهنې له اړخه الکهول او چرس دواړه د انسان روغتیا ته مضر روږدي کونکي توکې دي. د مخدره توکو په اړه یوه علمي ثابته شوي تجربه ښيې، چې الکهول سړی اګرسیف یا قهرجن کوي او چرس سری غلیاوي یا ارامه کوي. دلته په دغه لیکنه کې د هېپیانو د مخدره توکو کارولو غرېزه د یوې سطحې تجربې په توګه له پامه غورځول کیږي، ځکه دغه سفرونه یوازې د مخدره توکو کارولو لپاره نه ترسره کیدل. که څه هم په دغه سفرونو باندې مخدره توکو خپل سیوري غورځولي و. خو یوه خبره ښکاره ده، چې ټولو مسافرینو او ټولو هېپیانو مخدره توکې نه دي کارولي او نه یوازې د مخدره توکو په لټه کې افغانستان ته سفرونه کړي دي. که داسي وانګیرل شي، چې په افغانستان کې د هېپیانو یوازېنې موخه د مخدره توکو لټون وه، دا به له حقیقت ډیره لیرې او ناروا خبره وي. دا خبره هم ښکاره ده، چې مخدره توکې د هېپي مسیر د لارې په اوږدو کې مهم رول لوبولي دی او په هر ځای کې موندل کیدل او په اساني سره ترلاسه کیدل. په افغانستان کې د بنګو متمدن کولتوري بوټي د زرګونو کلونو راهیسې کرل کیږي او شتون لري.

هېپیانو د خپلو ښو روحانیت، معنویت تجربو او افکارو په راټولو کې او د خپل شعور پراخولو لپاره LSD)) او افغاني تور چرس څکول او کارول. ) (LSD Lysergsäuredienthlamd ) یو نیمه مصنوعي جوړیدونکې پیاوړي مخدره توکې دی، چې د یوه سویسي کیمیاپوه البرت هوفمن لخوا په تصادفي توګه په یوه لابراتوار کې کشف شو. دغه توکی پر انسان باندې خورا قوي نېشه یې اغېزې شېندي. نېشه یې د څلور ساعتونو څخه تر یوې ورځې پورې دوام کوي. د 1966 کال د اکتوبر میاشتي راهیسې په امریکا کې دغه مخدره توکی د یوې منع شوي کیمیاوي مادې په توګه ګڼل کیږي.

(Hallucinations) (هیلوسینشنونه د انسان پېنځګونې حواسونو کې د یوې مودې لپاره اختلال پیدا کیدلو ته ویل کیږي) تر څو دوی خپل ځان ته د رسیدو احساس په کې ومومي، د خپل ځان موندلو احساس په کې محسوس کړي، همدارنګه د خپل شعور پراخولو لپاره مخدره توکې کارول. دغو مخدره توکو د هېپیانو لخوا په رامنځته شوي او رغول شوي راک موزیک کولتور کې او د هېپې هنري کارونو کې کلیدي رول لوبولي دی. د ځان په اړه، د دوی لیدلوري او د چاپریال په اړه خپل احساسات په کې راڅرګندول او منعکس کول دي.

په 1960 لسیزه کې وتلي نابغه ګیټاریست  جیمی هینډریکس٬٬ د ګیټار خدای٬٬ په نامه ګڼل کیږي یا پېژندل کیږي، نوموړي (LSD) داسي تشریح یا توصیف کړي: ال، ایس، ډي یوه لارې ده، څو د خپل ځان سره یا په خپل ځان کې دننه د خپل ځان سره یوه اړیکه بر قراره یا ونیول شي.

د چرسو، ماریوانه او زهرجنو مشروم یا سمارق تر څنګ ال، ایس، ډي د هېپیانو بل مخدره توکی و، چې اکثره دوی کارولو، دغه مخدره توکی پر انسان باندې یو غیر متراقبه یا بې کنتروله اغیز لامل ګرځي.

د 1967 کال د مینې اوړي یادونه

د 1967 کال اوړي د مېنې اوړي و. دا اوړي د هېپیانو د مېنې تر سېمبول لاندې یو اوږد تاریخي اوړي و. په سانفرانسیسکو کې د کولډن ګیټ پارک کې د هېپیانو یوه ستره غونده رابلل شوي وه، چې په کې په زرګونه خلک راټول شوي وو. څو دوی د هېپې د ژوند طرز او د هېپې د ژوند فلسفي لاره ولمانځي. د سانفرانسیسکو هایټ ایشبري (Haight -Ashbury) سیمه کې د هېپې غورځنګ د زیږون یا بنسټ اېښودلو ځای ګڼل کیږي. د هېپي غورځنګ د فلسفې او ایډیالونو د ملاتړ په ننګ کې د امریکا د ټولو 51 ایالاتونو او سترو ښارونو څخه په لسګونو زره ځوان امریکایان یو دم د کلیفورنیا ستر ښار ته د احتجاجي لاریون په موخه راغلل.

په نړۍ کې د هېپې یا هېپېزم مفکوري په پراخوالي یا جهانشمولیت کې د سکاټ مکینزي ٬٬ د سانفرانسیکو٬٬ په نامه یوه نوموتي خوږه سندره ویلي. دې سندرې په هغه کال کې د امریکا او اروپا د سندرو البومونو او کلیکسیونو په چاټ کې لومړنې مقام ترلاسه کړي و.

د سکاټ مکینزي San Francisco:Scott Mckenzie مشهورې امریکایي راګ سندرې د ټولو امریکایې ځوانانو په راویښولو کې د یو حماسي غږ په څېر اغېز وکړ یا وکاریدله. ٬٬ If you re going to San Francisco be sure to some flowers in your hier…”  ژباړه: کله چې تاسو سانفرانسیسکو ته ځئ، حتماً په خپلو ویښتانو کې یو څه ګلان کېږدئ. دې سندرې وښودله چې د هېپي خوځښت مفکوره او ایډیالونه د امریکایې ځوانانو په کولکټیفي یا ډله ييز شعور کې په ډېره ژوره توګه ورننوتلي وه. په متحده ایالاتو کې د هېپیې غورځنګ سره د میلیونونو ځوانانو ودریدل یا یو ځای کیدلو ډیر وخت ونه نیولو. هېپیان په ټوله نړۍ کې د سولې او ازادۍ لپاره ودریدل او د ویټنام جګړې ضد او په نړۍ کې د جګړو پر ضد شعارونه ورکول او لاریونونه ترسره کړل. هېپیزم غوښتل په لویدیځه ټولنه کې کلاسیکو نورمونو او مورالونو رولونه مات کړي. هېپیانو په خپل شعارونو کې د ښه او ارامه ژوند کولو اعلانونه کول. د دوی یو شعار داسي و ٬٬ د فکر کولو په پرتله لمس یا احساس کول غوره دي٬٬.

په 1967 کلونو کې د لندن راګ او پاپ موزیک مشهور نړیوال ګروپ بیټلز هند ته خپل کنسرټي تبلیغاتي سفر پیل کړ. هند ته د بیټلز ګروپ غړو تګ په اروپا کې ډېر نور اروپایې ځوانان د هېپې مسیر سفرونو ته وهڅول. په 1967 کال کې په ندرت سره کومې بلې امریکایې سندرې د همدې کال د هېپیې مېنې اوړي کې د ژوند کولو احساس تعریف شوي. لکه د سکاټ میکنزي سندرې ٬٬ سانفرانسیکو٬٬ سندره کې. دا سندره د سندرغاړي جان فیلیب لخوا لیکلي شوي ده.

په 1967 کال دویمه سندره چې د هېپي غورځنګ ملي مسرود یا ملي سندرې په نامه هم یادیږي، د بیټلز ګروپ لخوا په نامه د  „All You Need Is Love“(تاسو یوازې مینې ته اړتیا لرئ) ویلي شوي. دغه سندره په میاشتو میاشتو د اروپا او امریکا د سندرو البومونو په چاټ کې لومړۍ مقام درلود. د شپیتمی لسیزې په پای کې د 1969 کال په اوړي کې د ووډسټاک ستر نړیوال فیسټیوال ترسره شو. دا په خلکو کې د هېپې غورځنک د محبوبیت او لوړوالي یوه نښه وه. په دې فیسټیوال کې د راګ موزیک لوی لوی هنرمندان سندرغاړو لکه جیمي هینډریک، جو کاکا، ده بنډ او داسو نورو مخورو پیژندل شویو سندرغاړو ګروپونو برخه په کې اخیستي وه. د فیسټیوال ناسم تنظیم او د هوا خرابوالي سره سره بیا هم تر نیم میلیون پورې خلکو په کې برخه اخیستي وه. د ووډسټاک فیستیوال د هېپې غورځنګ په تاریخ کې یوه افسانه وګرځیدله، په دغه فیسټیوال کې هم د سولې غوښتني، د مېنې او جګړې ضد غوښتنې کیدلي او د هېپیانو شعور پراخوالي لپاره په کې مخدره توکي هم کاریدل. موزیک د هېپیانو په ژوند کې لوی رول لوبوي.

په 1969 کال کې د اګسټ په 15-18 مه نېټه د موزیک په نړۍ کې نیویارک ښار ته نږدې د هیپي غورځنګ یوه تر ټولو لوړه کولتوري هنري څوکه راڅرګنده شوه. هغه د (Woodstook-Festival) ووډ ستاک افسانوي یا د ټولو فیستیوالونو مور د راګ او پاپ موزیک یو نامتو نړیوال فیستېوال ترسره کیدل وو. د ووډ ستاک په درې ورځېني فیستیوال کې اټکل نیم میلیون کسانو ګډون وکړ. مینه، سوله، مخدره توکي او د راګ کن رول موزیک د فیستیوال یو مهم شعار و. د ووډ ستاک فیستیوال ټوله نړۍ بدله کړه. په نړۍ کې د ووډ سټاک فیسیتوال د هېپیزم او د هېپي دورې په وده او لوړولي کې مهم رول لوبولي دی. د هېپېزم مفکورې، ایډیالونو او فرغي کولتور یا (Subcultures) په خپرولو کې لاندو امریکايي مشهورو هنرمندانو، سندرغاړو او د راګ موزیک ګرپونو مهم رول لوبولي دی. لکه

‌Bob Dylan, Jimi Hendrix, The Who, Joe Cocker, Janis Joplin, Carlos Santana, Canned Heat, John Lenneon, Jfferson, The Beatales, Niel Young, the Doors, Rolling Stones, Cat Stevens, Let Zepplin, داسي ډیر نور د پاپ موزیک مشهور سندرغاړي او هنرمندان برخه اخیستلي وه، چې تر ننن ورځي پورې د راګ او پاپ، د راک این رول موزیک په نړۍ کې تر ټولو ټاپترین او تر ټولو وتلي منلي د راګ سندر غاړي ګنل کیږي.

„I hope I die before I get old“ زه هیله لرم، مخکې له دې چې زوړ شوم مړ دې شم. دا د هغې هېپي سندرې نوم دی، چې په انګلینډ کې انګریزي راګ بېنټ سندرغاړي „ The Who“ „ My Generation البوم کې ویلي ده. په دې سندره کې د انګریزي ځوانانو د خپلو میندو او پلرونو د ناوړه کړنو ضد دريځ غوره کړي. دوی ویلي: زموږ د پلرونو او میندو نسل په نړۍ کې ډیرې ناوړه کړنې ترسره کړي دي. د دوی مېندې او پلرونو هغه ارزښتونه هم پاللي، ګاللي او ساتلي، چې په هغه کې موږ ځوانان (انګرېزي ځوانان) نه پیژندل کیږو. له دې امله ځوان نسل ته بل څه نه وه ورپاتې، دا هوډ یې څرګند کړ‌، چې تر ابده پورې د خپل زاړه نسل توهین او تحقیر ته دوام ورکړي.

هېپیان ته په لویډیځ کې ویل کیدل، چې دوی په کار کولو باندې شرمیږي، بېکاره، ولګرده، چټل ناپاک خلګ دي. خو هیپیانو په دوامداره توګه په فېشن، موډ، موزیک، هنري کارونو، لرغونو اثارو، لرغونپیژندنه او لرغونپوهنه کې خورا مهم اغېز درلود. ټولو هېپیانو او مسافرو اوږده ویښتان نه درلودل او نه ټولو د راک این رول موزیک خوښیدلو یا اوریدونکي یا غوږنیونکي ول، نه ټول چټل، ګنډه او ګرډ وهلي خلک ول او نه ټولو هېپیان نېشې کولې او نه مخدره توکې کارول. کله چې د امریکا په متحده ایالاتو کې سوله او مینه د هېپي غورځنګ سېمبولونه وګرځیدل، هممهاله د امریکایې هنرمندانو او سندرغاړو لخوا یې ملاتړ وشو. د هېپې خوځښت د نوموتي سندرغاړي میک جیګر ٬٬ رولینګ ستون ګروپ (The Rolling Stones) د جوړیدو سره د وتلي سندر غاړی او کمپونیسټ (Frank Zappa) فرانک څپه محبوبیت، د مارتین لوټر کېنګ الهام بښونکې او هېښونکي ویناوې، د ویټنام جګړې او د جان ایف کینیډی وژنې سره یو ځای د هیپي غورځنګ نړیوال شو او په نړۍ کې د هیپې کولتور د تکاملي ودې، پراختیا او ارتقا لامل وګرځیدل.

غربي ټولنه کې د هېپیې فرعي مخالف کولتور وده

لنډه دا چې په امریکا کې د ووډ سټاک فیستیوال اوج د هېپي احتجاجي، اعتراضي غورځنګ تر ټولو لوړه څوکه یادیږي او تعریف کیږي. همدارنګه هندوستان ته د بیټل ګروپ سفر هم په کې بیانېږي. هیپېزم او هېپیان څرنګه چې یادیږي دوی په نړۍ کې د سولې او جګړې ضد کمپاینونه پیل کړل او د ټولنېزې مېنې، ازادۍ، د مساوات او برابرۍ ایدیالوجۍ لپاره د سیاسي واکمنانو په وړاندې خپله مبارزه کوله او مخالفت یې پیل کړي و.

په 1960 مو کلونو کې د امریکا په سانفرانسیسکو کې د هېپي کولتور د یوه فرغي کولتور په څېر راڅرګند شول، چې بیا ورسته دغه خوځښت په ټوله نړۍ کې خپور شو. د هېپې خوځښت په لویدیځ کې د ټولنېزو، سیاسي‌ او کولتوري بدلونو په وړاندې د یو بیړنۍ غبرګون په توګه راڅرګند شو. د بیلګې په توګه د بشري حقونو مدافع غورځنګ وګرځید، د ویټنام جګړې خلاف، د توکمي ټوپیر ضد او د جنسیتي اړیکو انقلاب په بڼه کې راڅرګند شو. هېپیزم یا هېپیانو په غربي ټولنه کې د غربي اشټبلیشمنټ لخوا د نصب شوي ټولنېز سیسټم، نورمونه او ټولنیز کنوانسیونه رد کړل او د سولې، مېنې او ازادۍ څخه ملاتړ څرګند کړ. هېپیانو د کپیټالیستي نړۍ او په نړۍ کې د لویدیځ حاکمیټ ضد دریځ خپل کړ. په غربي ټولنه کې د بیځایه لګښتونو مصارفي ټولنې خلاف، د شتمنو خلکو بېځایه مصارفو یا لګښتونو خلاف، د جنګ ضد دریځ او په غربي ټولنه کې ټولنېز بې مانا نورمونه رد کړل. د ختیځ له فلسفې افکارو څخه الهامونه اخیستل. هېپیانو د خپلو روحانیت او خلاقیت لیدلور او خپل شعور لوړولو، پراخولو او د خلکو سره د خبرو اترو کولو لپاره مخدره توکې چرسو او (LSD) کارولو څخه ملاتړ څرګند کړ.

د 1960 لسیزې په ورستیو کې اروپایې ځوانان د پوهنتون محصلینو د خپلو مډرن ټولنې له قیداتو څخه د تېښتې په لټه کې شول. هممهاله هیپیان د خپلې فکري روښانتیا په لټه کې شول. دغو هېپې ځوانانو په لویډیځ کې د ختیځ سفرونو لپاره خپل ټول سامانونه پلورل او د صوفيزم فلسفې په لټه کې ختیځو اسلامي هیوادونو ته سفرونه پیل کړل. دا د نړۍ په تاریخ کې لویدیځ ته یو طنز او یو پیغور دی، چې دغه متمدن لویدیخوالو کډوال څنګه د افغانستان او افغانانو سره مینه درلوده او لکه سیلاب ورروان ول.

د جګړې ضد لاریونونه د ګل ځواک، ( (Flower Powerد 1960 مو کلونو څخه تر1970  لسیزې تر پایه کلونه د هېپې خوځښت تعریفوي. افغانستان د هېپې خوځښت یو خورا مهم تمځای په توګه کاریدلي هیواد دی.

په 1970 مو کلونو کې په اروپایې متمدن تمدن کې د هېپیانو فرعي کولتور وده وکړه. د دې خوځښت غړی د اروپایې تمدن او لویدېزې ټولنې له مډرنېزم او لویدیځوالو کنوانسیونو څخه سخت ستړي شوي ول. ځوانو سیلانیانو د لویدیځ کولتور څخه د ختیځ کولتور په لور مخه کړه. په ختیځ کې دوی کوچیانی ژوند خوښ کړو. لویدیځوالو سیلانیانو له استانبول څخه کابل ته او بیا تر کتمندو پورې د ځمکې له لیارې سفرونه پیل کړل. دغه لوی تحقیقاتي سفرونه په لویدیځ کې د (Hippie Trail ) په نامه پیژندل کیږي.

د هېپيانو کالیو موډ، فېشن، سټایل کې افغاني رنګونه او سټایلونه

په 1960 لسېزه کې لویدیځه نړۍ په چټکۍ سره بدله شوه. په شپیتمو کلونو کې یوه نوی نړۍ رغیده او غوړیده او موډ او فېشن په دې بدلون کې لوی رول لوبولو. د هېپې موډ، فېشن، سټایل او شعارونه به د تل لپاره ژوندي وي. دا بدلونونه او شعارونه د ټولو لویډیځو دودونو او ارزښتنو پر وړاندې د بغاوت او د سر کشي یو عصر ګڼل کیدو. کوم چې لویډیځوالو د ټولنیزو او سیاسي انقلابي بدلونو هیلې ورته درلودلي. لکه موزیک، کالي، موډ، فیشن او سټایل د دې بدلونونو یوه مهمه برخه وه. کله چې افغاني پوستینونه یا کوټونه د لندن په معتبرو پلورنځیو کې د  Chelseaپه سیمه کې، لکه د Granny Taskes a Trip په نانی ټیکس یو ټرپ پلورنځي کې او د کینګس په سړکKing´s Road  کې نندارې ته راښکاره شول او د پلورل لپاره کیښودل شول. د هر چا، د هر اروپایې او په ځانګړي توګه د ټولو برتانویانو زړه او لیوالتیا افغانی موډ او فېشن ځانته ته راوپاریدله. له دې ورسته افغان کوټ یا پوستېن د ټولو هېپیانو هنرمندانو او د نړۍ مشهور سندرغاړو لکه بیټلز، جیمي هینډریکس، پینګ فلایډ، جیم موریسن، ډیويډ بوي او داسو نورو مشهور هنرمندانو خوښ شو او په اغوستل یې پیل وکړ. دغو امریکایې برتانوي هنرمندانو په خپلو کنسرتونو او نندارو کې د هېپیانو یا د هېپې غورځنک د بغاوت سېمبول، د موډ، فېشن او سټایل په توګه افغاني کالي او ملي جامې په ویاړ سره اغوستلي او کارولي. ځکه افغاني کوټ یا پوستین د هیپې غورځنګ د جامو یوه برخه ګرځیدلي وه. د لندڼ او سانفرانسیسکو له سړکونو څخه رانیولي بیا تر نیویارک د ووډ سټاک نیم میلیوني موزیک فیستیواله پورې افغانی رنګونه او افغاني جامي خلکو اغوستلي او خوښولي. کله چې اکثریتو اروپایانو او امریکایانو له خپلو هیوادونو بهرنیو هیوادونو ته سفرونه کول، دوی افغانی کوټ یا پوستېن اغوستلو. دا په دې مانا و، چې موږ د نړۍ له تاریخه اګاهي یا پوهه لرو. افغاني پوستېن د هېپیانو د موډ او فېشن د خپلواکۍ روح او ښه ژوند یو سېمبول و. افغاني پوستین د جهانشمولیت استازیتوب کولو یا د یو جهان ګرده انسان د نښاني په توګه د اروپایانو لخوا اغوستل کیدلو. له همدې امله د نړۍ هېپیانو افغانستان او کابل ته د ازادې، ارامښت او هوساینې بې قیدو شرطه ژوند جنت نشان هیواد په څیر کتلو.

د بيټلز ګروپ مشر نوموتی سندرغاړي جان لینن په 1967 کال کې د خپل سندیزه البوم (Pepper´s Lonely Hearts Club )  وړاندې کولو په مراسمو کې یو زیړ رنګه افغاني کوټ یا پوستین اغوستي را څرګند شو. د جان لینن افغاني بالاپوش یا پوستین اغوستلو موډ سره ټول لندن یې د افغاني موډ له یو طوفان سره مخامخ کړ. د لندن موډ او فېشن شو د ټولې نړۍ لپاره یو معیاري سېمپل یا موډلي موډ او فېشن ښار دی. اکثره هیپیان شل ډیرش کلن ځوانې ښځې او ځوان سړي ول. دوی اوږده ویښتان لرل، ډیری نارینه هېپیان ګیري لرلي، د دوی جامو په سټایل کې ډېر رنګه رنګه رنګونه کارول شوي وو او ډېری وختونه په غاړه کې د مرواریدو دانې او افغاني لاکیتونه ځوړنډ ول، په ویښتانو کې ګلان ټومبلي و. له همدې امله د ګلالي ماشومان په نامه هم یادیدل، دوی ستر ستر پتلونونه یا پرتوګونه اغوستل، پر خپل ټندې یو دستمال هم تړلي وه، اکثراً افغاني جامې او چپلقي اغوستلې یا د افغانانو په څېر لوڅې پښې ګرځيدل. هغه څه چې د هېپې موډ او فېشن په اړه ډیر مهم بلل کیږي، هغه د هېپې جامې او کالي وو، چې د نارینه او ښځېنه لخوا په مساوي ډول اغوستل کیدل. د هېپیانو په کالیو کې د ښځینه او نارینه توپیر هېڅ نه مالومیده. نن هم د هېپې موډ او فېشن په ډیر ښه توګه پیژندل کیږي. د دوی جامې اکٍثراً په لاس ګنډلي شوي جوړې شوې یا واوډل شوي دي، هېپیانو د دویم لاس جامې هم اغوندي.

د هېپیانو جامې موډ او فېشن د بېلابېلو کولتورونو یو په زړه پورې ترکیب لري، هېپې موډ او سټایل تر هندي رنګونو او جامو د افغاني کولتوري جامو څخه ډېر الهام اخیستلي دی.

د هېپې غورځنګ پاتې شوې اغېزې، که څه هم د هېپې غورځنک په 1960 او 1970 لسیزو کې خپلې لوړې ته ورسید، خو د هغې اغېز تر اوسه پورې په ډیرو سیمو او ښارونو احساس او لیدل کیږي. هېپیانو له موډ و فېشن څخه تر موزیک او بیا تر هنره پورې، بیا د مېنې، سولې او خپلواکۍ په ایډیالونو کې ژوند کوي. دوی له همدې لارې غوښتل په ټوله نړۍ کې خلکو ته دا الهامونه ورکړي. د هېپې په ادبیاتو کې نه یوازې د خپلواکۍ او د بغاوتونو په اړه کیسې لیکلي شوي، بلکې د هېپې دورې ادبیاتو کې د یوه ښه ژوند حسرت په لټه کې، د ازادۍ، بغاوت او د ځان موندنې هنر په کې منعکس شوي دی. هېپیانو پانګوالي سیسټم او ټیکنالوجي د ټولنې غیر انساني کیدو مقصر ګڼي یا تورنوي.  د هېپیانو جامې د بېلابېلو دورانونو ، کولتورنو او سټیلونو یو په زړه پورې ترکیب و.

د هیپیې غورځنګ اغېزې او د هیپیانو سفرونو پای

تر ټولو عجیبه خبره دا ده، چې په نړۍ کې د هېپې کولتور او هېپېږم عروج او نزول دواړه د افغانستان د سیاسي او مدنې حالاتو سره تړاوي لري. د 1970 لسیزو په پاې کې د هیپیانو سفرونه هغمهال بند شول. کله چې په ایران کې د خمیني اسلامي انقلاب پیل شو او په 1979 کال کې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد پوځيانو یرغلېزه برید ترسره شو. سرکوزو شورويانو خپل ځان ته په خپله یو بل ویټنام جوړ کړ. له همدې امله د هېپیانو مسیر یا اوږده لاره د هېپيې سفرونو پرمخ او د هېپیانو د تګ راتګ پرمخ بلکول بنده شوه. افغانستان د هېپي لارې په مسیر کې یو ورک شوي له لاسه وتلي جنت وګرځید. په افغانستان کې د هېپیانو سوله ییز ژوند د ازاد ژوند خوب لیدل او خیال نوره پای ته ورسیدل. افغانستان ته د هېپیانو سفرونه د شوروي اتحاد اشغال او د کابل له سقوط سره سمدم ختم شول.

په1979  کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد له لورې پوځی یرغل وشو، افغانستان د هېپیانو په تاریخ کې او د لارو په اوږدو مسیر کې یو مهم هیواد او د تمیدو لپاره یو مهم تمځای ګڼل کیدو.

دا هم شوني ده، چې په لویډیځ کې د هېپې غورځنګ او هېپیان د لویدیځي ټولنې لپاره خورا راډیکاله یا سختدریځه خلک ول او بل دا چې هېپیان په دې هم ونه توانیدل، چې په ټولنه کې پراخ بدلونه پلي یا ترلاسه کړي. د اروپایانو زوړ نسل هېپیانو ته تل د پارونکي، سپکاونکي او ګډوډونکي بې نظمه خلکو په توګه کتل کیده، ځکه هېپې غورځنګ تر ټولو د مخ په ټولنه کې د ټولنیزو محدودیتونو او ممنوعایتونو یا ټولنېزو تبو څخه د خلاصون غوښتنه کوله. هېپیزم د لویدیځ په ټولنو کې مادي ارزښتونه د پانګوالۍ سیسټم یو حقیقت په توګه پیژندل، کوم چې د دولت لخوا د مصرفي ټولنې لپاره د اصلي مصرفکونکو او د عامو خلکو روزدي کیدلو اصل په توګه ورکتل کیږي. د اروپایې ارزښتونو دودیزه ټولنې لپاره د ختیځ فلسفي د معنویاتو ارزښتونه، مخدره توکي او د هېپیانو ازاده مېنه، دا هغه څه کیدلي شي، چې د هېپیانو په منځه تللو کې مرسته کړي وي.

د هېپي غورځنګ د ویټنام جګړې ضد دریځ

د هېپیانو سیاسي دریځونه، نظریات او ایډیالونه ډیر دي، خو په ټولېزه توګه د هېپي غورځنګ تر ټولو مثبتی اغېزې دا وې، چې هیپیان د ویټنام جګړې تر ټولو سرسخترینه مخالفان ول. د دوی مخالفت خورا ژورې ریښې او اغېزې درلودي. هېپیانو په امریکا کې د احتجاجي لاریونونو څپو ته لاره هواره کړه. دوی د ښځو مدني بشري حقونو ته پوره ژمن وو. د محافظه کارې طبقې ارزښتونو او د توکمېزه تبعیض په وړاندې مقاومت د هېپي غورځنګ شاخصتي موخې او سیاسي نښې نښانې وې. هېپیانو په امریکا کې د توکمېزه مساوات په وده کې خورا مهمه مرسته وکړه. دوی د لږکیو لپاره د مدني حقونو غوښتنه وکړه او په امریکا کې د بیلا بېلو نژادونو ترمنځ د خنډونو په لیرې کولو او په ماتولو کې ستره مرسته وکړه. د هېپې غورځنګ د لمنځه تللو لاملونه او فکتورونه ځښت ډېر دي. یو بل مهم فکتور دا و، چې هېپیانو د1970  کلونو څخه را په دې خوا نور ستر لاریونونه ترسره نه کړل. هېپیان په لویه کچه خپلو ټولنو او ټولنېرو چارو ته بیرته په شا شول. دا هم د دوی په شمېر او اغېزو کې د کمښت مهم لامل وګرځید او په امریکا کې نور حرکتونه او ټولنې لکه د پنک راک غورځنګ ډلې رامنځته شوې. دوی د هېپیانو په پرتله ډیر متشدد او له تاوتریخوالي څخه ډک حرکت یا خلک ول.

د هېپې غورځنګ د سوله ییزو لاریونونو او بې وسلې غړو باندې د پولیسو له لورې د متشدده تاوتریخوالی سترې اغیزې وشیندلي. خپله هېپیان سوله خوښونکي خلک ول، له دې امله دوی د پولیسو یا د حکومتي ځواکونو لخوا په ډیره اسانۍ سره په نښه کیدل. امریکایې پولیسو ډېرې وختونوپه زور د هېپیانو د لاریونونه خورولو او ماتولو کوښښونه کول، چې په دې ترڅ کې ډېر هېپیان ټپیان او حتی د هېپیانو مړینې لامل ګرځیدلي. د هېپیانو په وړاندې د پولیسو د تاوتریخوالي ډک چلند مشهوره قضیه په 1970 کال کې د کېنټ ایالت کې د هېپیانو ډله ییزه وژنه رامنځته شوه. د همدې کال د مۍ میاشتي په څلورمه نېټه د اوهایو ملي ګارډ لخوا د بې وسلې زده کونکو په یوه ډله باندې مخامخ ډزې وشوې. دغو زده کونکو د ویټنام جګړې په ضد مظاهرې کولي، چې څلور زده کونکي په کې ووژل شول او نهه زده کونکي نور په کې ټپیان شول. د جګړې په وړاندې د هېپیانو مقاومت د جګړې د وحشتونو په اړه د خلکو پوهاوي په لوړولو کې غوښنه مرسته وکړه. هېپیانو د بې مانا جګړې، انسان وژنې او د جګړې لګښتونو په روښانه کولو سره د جګړې په وړاندې د عامه امریکایانو افکارو په بدلو کې مرسته کړي. د ویټنام جګړې پر ضد د هېپې غورځنګ مقاومت د جګړې ضد حرکتونو کې تر ټولو مهمه ونډه درلودلي، کوم حرکتونه چې په 1960 کلونو په ورستیو لسېزه او 1970 په لومړیو کې وده وکړه.

د هېیې غورځنګ یا خپله هېپیانو تر ټولو لومړني امریکایان ول، چې د ویټنام جګړې په وړاندې خپل مخالفت څرګند کړ. د هېپیانو لاریونونه او مذاحمتونو څپې د دې لامل شوې، چې په امریکایې حکومت باندې فشار راوستل شي، ترڅو د ویتنام جګړه پای ته ورسوي.

لنډېز:

په متحده ایالاتو او اروپا کې د هېپې غورځنګ فلسفي افکار او حرکت په پوهنتونونو کې راوټوکیدلي دي. دغه غورځنګ ورو ورو د کاناډا او بریتانیا په ګډون نورو هیوادونو ته هم سمدستي خپور شو. نن ورځ ډیری اروپایې ځوانان د ښوونځي او پوهنتوني زده کړې پای ته رسولو ورسته سویل ختیځ اسیا ته د څو اوونیو لپاره په سفر درومي. څو د ،٬ ژوند تر جدي پیل کیدو٬٬ دمخه له دې وخته تجربه او خوند واخلي. دا مفکوره کومه نوی مفکوره نه ده، لکه څنګه چې د1960  مې لسېزې په پیل کې یو نسل اروپایې افسانوي هېپیانو اسیایې هیوادونو ته په ځانګړي توګه افغانستان ته د ځمکې لارې تاریخي سفرونه پیل کړل. اوسني اروپایې ځوانان هماغه د هېپیانو افسانوي لار تعقیبوي. هېپیانو په اروپا او انومریکا کې د سیاسي بدلونو قربانیانو په توګه هم یادیږي. ځینې بیا هېپیان د بدلیدونکې نړۍ د قربانیانو په توګه نه، بلکې د هغې د لاملونو په توګه ګوري، د دوی میراث د نن ورځې د ګرځندوي سیاحتي نړۍ کې د بیک یا کچوړې وړنکې ټوریستانو کې په اسانه توګه لیدل کیږي. په ټوله نړۍ کې د ارزانه الوتنو لړي خپریدل، نن ورځ په نړۍ کې د ارزانه سفرونو ته وده کول د هېپېانو او د هېپې افسانوي لارو د مسیر له برکته شتون لري.

د ډېرو هېپیانو لپاره د دې سفرونو موخه نه یوازې د خپل غربي ستړي ستومانه کونکي کولتور، د ماشیني ژوند څخه تېښته وه، بلکې هېپیانو د فکري، روحاني، تصوفي او ذهني روښانتا هیلې او انګېزې هم په سر کې درلودلې. ډېرو مسافرو یا هیپیانو د بوډیزم، هندویزم او ان د اسلام سپیڅلي دين فلسفي لارښوونو ته زړه ښه کړ او اسلام قبول کړ. ځینې هېپیانو بیا په دې فکر کې ول، چې بس خمار اوسه، ازاد اوسه او په هر ځای کې سرشار اوسه.

دغه څو معقولې د اکثرو هیپیانو د سفر مسیر او موخې روښانوي او بیانوي. ځینې بیا په افغانستان کې د انقلابی بدولونو پړه د هېپیانو په مسافرو باندې هم وراچوي. ختیځ ته د هېپیانو سفرونه دا په خپله ویټنام ته د امریکایې پوځیانو د ظالمانه او خونړیو سفرونو ته یو ډول تعریف شوي غبرګون او انعکاس ورکول و. د هېپیانو غورځنګ د سولې، مېنې، مخدره توکو او موسیقې په لټه کې د ویټنام جګړې په ضد او د لویدیځ ټولنېزو نورمونو په وړاندې اعتراضي غبرګون و. په ځانګړی توګه د ویټنام د جګړې په بهیر کې ډیری خلک د هیپیانو سره یو ځای شول، تر څو وښیي چې دوی د جګړې خلاف دي. ډیرې وختونو هېپیانو د ځایې خلکو سره ناستې پاستې او خبرې کولي. اکثراً د سیمه ییزو خلکو په څیر کالي او جامې اغوستلي، د ختیځ او لویدیځ ترمنځ یې د یو بل سره خپلې تجربې شریکولي او اړیکې ټېنګولې. دا خبره مهمه ده، چې د ځایې خلکو د پیژندلو او خبرو اترو لپاره باید پردۍ ژبه زده کړل شي، خو همدایې پیل و. ښایې هغه څه چې یو ځلی پېښ شوي وو، بیا هم ځلې تکرار شي او رامنځته شي.

پای

Kan være et bilde av 3 personer og gitar

Kan være et bilde av 2 personer

Kan være et bilde av 2 personer og baktriakamel

Kan være et bilde av 1 person og pelsfrakk

Kan være et bilde av 1 person, ytterfrakk, sobelpels, gate og vei

Kan være popkunst av 12 personer

Kan være popkunst av 14 personer

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.