کومه دریمه ناسته چې په دوحه کې د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د حال او مستقبل په ارتباط تر سره شو، د افغانستان د سر پرست حکومت هیئت هم بلاخره په کې گډون وکړ.
دا ځکه چې دا پلا نړیواله ټولنه د افغانستان د سر پرست حکومت ځنې غوښتنې او وړاندیزونه ومنل او دواړه خواوې یو گام مخ ته سره کیښود.
زما له نظره دغه ناسته د افغانستان او د نړیوالې ټولنی له پاره د خبرو اترو، گډ کار او د تعامل د دوام لاره خلاصه کړه، دواړو خواوې خپلې غوښتنې مخامخ یو بل ته سره وویل او سره پوه شول، چې په مستقبل کې خپلې غوښتنې او ستونزې څرنگه حل کړي.
د ذبیح الله مجاهد لنډ، مشخص او غیر تحریک امیزې خبرې او د کنفرانس له بهیره څخه راته معلومه شوه چې د افغانستان د سر پرست حکومت پلاوي د لازم سیاسي او تخنیکي امادگي او د یو واحد باور او نظره سره ناستې او کنفرانس ته ورغلي وه، چې په نتیجه کې کنفرانس مثبت وارزول شو اود دوه کمیټو جوړولو ته سره توافق وکړل.
د افغانستان د اقتصادي خصوصي سکتور او د مخدره موادو پر ضد او د هغه پر ځای د بدیل کښت له پاره د مبارزې کمیټه.
دا چې د افغانستان د سر پرست حکومت ٫٫ مخالفین ٬٬ په دې غونډه او کنفرانس کې نه وو سره را دعوت شوي، زما په اند دا هم یو مثبت گام و په دوو دلایلو:
۱ ـ د احساساتو او منفی تحریکاتو او د بې نتیجه پایلو مخه ونیول شو.
۲ـ کله چې د افغانستان سر پرست حکومت د نړیوالې ټولنې سره د تعامل د ستونزو د حل پر لارو توافق وکړي، دغه حالت خپله زمینه بین الافغانی ناستو ته لاره برابروي او افغانان مجبوروي، چې خپلو کې سره کینې او خپل مشکلات سره حل او یو بل و مني.
د دوحې د دریمې ناستې د پایلو څخه داسې معلومیږي، چې نړیواله ټولنه نور نه غواړي، چې د افغانستان یو سلسله واقعیتونه له نظره وغورځوي، غواړي تعامل وکړي او د تعامل په لاره قدم کیږي نه د پرځولو او برید له لیاري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.