د سترګې دردناکه دانه

71

د سترګې دردناکه دانه یا غولنه یا Stye :

ـ پیژندنه : د سترګو د ګاټي شاوخوا د غوړو غُدې دي چې ځينې وخت کېدای شي دا غُدې د خيرو، شحمو او يا هم د مړ پوستکي په واسطه بندې شي. چې د دې غُدو د بندېدو په صورت کې د ګاټي په شاوخوا کې وړه دانه پيدا کېږي چې Stye نومېږي او په پښتو کې ورته غولنه وايي چې درد لري او ځينې وخت شايد آن تر دوه اونيو پورې وخت ونيسي.

ـ نښې نښانې :

لکه څنګه مو چې مخکې وويل چې د غدو د بندښت له امله د ګاټي په شاوخوا کې د Stye په نامه دانه پيدا کېږي چې له دې دانې سره سوروالی هم مل وي.

 نورې نښې یې :

• له سترګو څخه د اوښکو تلل

• د سترګې ګاټی پوستکی نيسي پړسوب او زوې

• د سترګې شاوخوا درد

• له رڼا سره حساسيت

• داسې احساس کول چې په سترګه کې څه شی لویدلی وي.

ـ درملنه :

تاسې کولی شئ په خپله دStye درملنه په ډېرو طريقو وکړئ چې په لاندې ډول دي :

ـ ګرم مالش ورکړئ ؛

ګرم مالش د Stye د درملنې لپاره يوه اغېزمنه لاره ده ځکه چې د دې په واسطه د دې دانې زوې راوځي او زوی او غوړ سره منحل کېږي او دانه په طبيعي ډول په خپله تشېږي.

که يو ګرم ټوکر له پنځو څخه تر لسو دقيقو پورې په دانه کېښودل شي او دا عمل د ورځې درې-څلور ځله تکرار شي، نو کولی شي دانه ژر ختمه کړي. خو په ياد ولرئ چې دانه بايد په زوره تشه نه شي او نه هم وزبېښل شي، يوازې مالش کار کوي.

ـ سترګه مو په اوبو او صابون پرېمينځئ :

صابون او اوبه سره ګډ کړئ (که د ماشومانو شامپو چې اوښکې نه بهوي استعمال شي نو غوره ده) او بيا په لږو مالوچو يا هم يو پاک ټوکر خپله سترګه په دې اوبو سره مالش کړئ. کولی شئ دې کار ته تر هغې دوام ورکړئ تر څو مو چې دانه ښه شوي نه وي.

ـ په دوامداره توګه د سترګې ګاټی پاک ساتل تاسې له دې دانې څخه ژغورلی شي.

ـ له سينګار توکو څخه پرهېز وکړئ :

سينګار توکي استعمالول ستاسې د سترګې شاوخوا خارښت پيدا کوي او د دانې په درملنه کې ځنډ راولي. همدارنګه د سينګار توکو د استعمال له امله کېدای شي مکروب بلې سترګې ته هم سرايت وکړي.

ـ درد – ضد دوا ګانې وخورئ :

کولی شئ  Paracetamol يا هم  Ibuprofen استعمال کړئ.

ـ د مساژ په واسطه بهيدنه تنبيه کړئ :

لاسونه مو پاک پرېمنځئ او د سترګې شاوخوا مساژ کړئ څو دانه په مکمل ډول خالي شي. که درد يې کاوه نو بيا يې مه مساژ کوئ. سترګې مو پاکې وساتئ او لاس مه ور وړئ.

ـ انتي بيوتيک مرهم وکاروئ

کولی شئ له دواخانې څخه انتي بيوتيک مرهم واخلئ او د سترګې په خوږه برخه کې يې تطبيق کړئ. له موضعي سترايدونو (Topical Steroids) څخه ډډه وکړئ ځکه چې بد عواقب رامنځته کولای شي.

ـ څه وخت بايد ډاکټر ته ولاړ شئ؟

ـ که دانه مو د سترګو نظر اغېزمن کړي

ـ په څو اونيو کې هم ښه نه شي

ـ درد او پړسوب یې زیات وي.

ـ څنګه کولی شو له Stye څخه ځان وژغورو؟

• خپلې سترګې او باڼه پاک ساتئ

• له ويده کېدو څخه مخکې مو سينګار توکي لرې کړئ

• له ويده کېدو څخه مخکې مو مخ ومينځئ

• هره ورځ خپل سينګار توکي بدل کړئ

• په خيرنو لاسونو عينکې را اخیستلو څخه ډډه وکړئ

• په خيرنو لاسونو سترګې موښلو څخه ډډه وکړئ

• له هغه کس سره شريک دستمال استعمالولو څخه چې په سترګه يې دانه وي ډډه وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.