انګړ
خړ اسمان ګروم نیولی
لکه چې مخ ته یې شیندلې وي چا
د ټولې تورې سوزېدلې زمکې خړې ایرې
کړنګ – کړنګ - کړنګ
د زنګ روستۍ کړنګا د چوپې هوا خړه سینه څېرې کړله
لږ شین اسمان ښکاره شو،
نرۍ سپوږمۍ هلال ده
یو ستوری لنډ ورسره.
ترې لاندې زمکه…