Browsing Tag

حیات الله ژوند

پُل

کلک او سوړ وم، زه یو پُل وم. پر یوې ژورې او تنګې درې تېر شوی وم. د درې په دې څنډه کې مې پښې او په ها بله کې مې لاسونه ښخ کړي وو، په لمدو خټو کې مې ځان کلک نښلولی وم، چې ونه خوځم. له کورتۍ ځړېدلې ټوټې مې باد یوې خوا او بلې خوا رپولې. د ویالې…

د ژوند او مرګ لوبې لوبغاړى / حیات الله ژوند

له نیمې پرانیستې کړکۍ څخه د شنه اسمان په کاسه کې ځلانده ستوري عبدالباقي ته د وربللو اشارې کوي. باقي خپل پايښت په خطر کې ویني او په ذهن کې يې بقا ورو ورو تس نس کېږي. نیمه شپه چې خلک په خواږه خوب ویده وي، دی پاڅي او د خونې ور پرانیزي، ټول…

پر تن نښتى سر (لنډه کیسه)/ حیات الله ژوند

نن بیا هېندارې ته مخامخ ولاړ و. د کميس غاړه يې اوښتې وه، سمه يې کړه. د کمیس دوه پاسنۍ تڼۍ يې هم پرانیستې پاتې وې، یوه يې وتړله، بلې ته يې لاس وروړ، پرې يې ښوده، له ځان سره يې وویل: «دا همداسې ناتړلې ښه ده.» وېښتان يې ښه شېبه مخکې ږمنځ کړي…

هېنداره او زما څېره (لنډه کیسه) /حیات الله ژوند

په ماشومتوب کې مې پر مخ دانې راختلې وې او له هماغې ورځې چې دانې مې پر مخ راوختلې، مخ يې راته ناهمواره کړ، کنډو کپر يې کړ، بدرنگ يې کړم، د مخ هواروالی مې له لاسه ورکړ. اوس مې راته مخ کنډ کپر ښکارېږي. نه رښتیا، مخ مې کنډ کپر دی. مخامخ هېندارې…