!دوکې او خطاء تأکیدات 

داکتر صلاح سعیدی 

117
 افغانستان د نړۍ د ېو  هېواد په توګه د ملل متحد دسازمان د غړي په توګه په ۱۹۴۷م. کال کې نړۍ په رسمیت  پېژندلای او دا پېژندګلوی ادامه لري.
اوس اوس د ایران د بهرنیو چارو وزیر روستی اعلان چې افغانستان به په رسمیت و پېژني او ګویا د امریکې او پاکستان له لومو به یې خلاص کړي، منافقت دی. ایران ځان نه شي خلاصولای، نو طالبان به څنګه خلاص کړای شي؟ ایران کوم مالی او کوم سیاسی امکانات لري؟
که منظور  یې د افغانستان په رسمیت پېژندلو نه  د طالبانو د حاکمیت په رسمیت پېژندل په افغانستان کې وي، چې دی، نو په دې اقدام او دغه کار د خپلو عنعنوی خادمانو سره،  چې همدا اوس، په ایران کې دي، څه کوي؟ د خپل مذهبي او یا روزل شوو پلویانو سرنوشت او بیا د حاکمیتونو د عنعنوي مشروعیت مسأله خو پر خپل ځای پاتې شوه!
 د ایراني جانب دغه  موقف او اقدام راته په منافقت ښکاري، کنتراپردوکتیف، معکوسه نتیجه لرونکی حالت او عملاً، په دغه موقف او کار، ایران د طالبانو د حاکمیت د ړنګولو پروسې سره د مرستې خیال  لري. دوی په دې توګه طالبان دامریکایی موجوده مالي امکاناتو او مرستو محروم او په دې توګه د طالبانو سره منافقت کوي.
– په تېرو شلو کلو کې د جمهوریت په نظام کې د پراخ بنسټه، د قومي او دیني او ژبنیزو د توازن د ساتلو تر بهانې او  تر نامه لاندې په حاکمیت کې قومي او ژبنیز شرارتونه او تجارتونو،  ته لمن ووهل شوه او دا شرارتونه عمداً تقویت کړای شول ترڅو اسلامي او افغاني وحدت مات  کړای شي او د بهرنیو د مداخلو فرصت او احتیاج، دوامداره کړای شي او دا شرارت عملاً کامیاب هم وه! افغانان یې سره وجنګول او سره واچول او لا  هم جنګول غواړي. هو د حاکمیت په جوړولو کې  د پراخ بنسټه حاکمیت تر بهانې لاندې د اسلامی وحدت ماتول او د افغانیت، شهروندي او ېو وګړي  ېوې رأیې نه وتل او ګویا پراخ بنسټه حاکمیت باندې له پورته تأکید کول، او د ملت د انتخاب پر ځای د استخباراتی انتخاب لار،  هماغه د پردو د اجنتانو اوګوډاګیانو داخلول او نصبول، په افغاني حاکمیت کې د شرارت لار ده او د قبول نه وه او نه ده. په همدو بهانو د لمړي بن د توافقاتو په پایله کې د پردو د اجنتانو حاکمیت مېنځ ته راغی او د افغان ملت اولویتونه مطرح نه وه!
د نړۍ د مالیه ورکوونکو د پیسو او وینو په زور بې ځایه او بې نتیجې مصارف وشول او د مصارفو په تناسب نتایج اصلاً د مقایسې  او پرتلې وړ نه وه او نه دي!
زمونږه او د معقولیت  مطالبه  د متداول مشروع نظام ایجاد چې په دوامداره توګه کار کول او هغه د ملت انتخاب وه او دی. د سیاست او ښې دولتدارۍ حکم د خلکو د حاکمیت او د مسلمان مجاهد ملت انتخاب د اسلام په چوکات کې د حل لار وه او ده! داسې سیستم ، نظام او حاکمیت چې بشریت تجربه کړای او وجود لري! ټاکنې چې هند کې او باقي مستقرې نړۍ کې کېدای شي، په افغانستان کې ولې د ښو قوانینو په نافذولو ولې نه شي کېدای؟!  د ملت  او سلیم عقل او انساني پوهې همدا غوښتنه ده او پر اقوامو او مذاهبو له پاسه تأکید د حل لار نه ده او ګویا پوزیتیف دیسکرمنیشن کې افراط او غلو ده!
مونږ د متداول مشروع نظام او حاکمیت منلو ته متناسب کارکولو پروسه، او تابیاوې نیولو باندې باور لرو او دا په عالم اسباب کې د حل لار بولو!
 د روسی جانب  د طالبانو د حاکمیت په هکله د روستۍ اعلامې هدف او موخه هم منافقت دی چې غواړي د امریکایانو سره د مسابقی په لار کې خپلې ګټې خوندي کړي چې اوږد مهاله، ناشونې ده!
 د روسانو د خارجه چارو له وزارته د ښاغلي ګالوزین تأکید چې ګویا
: د سرپرست حکومت په پراخ‌بنسټه حکومت پر جوړېدو به مشکل حل شي، او منظور یې ښکاره، له پاسه او د ملت له انتخابه پرته ددوی مهرې او اجنتان حاکمیت کې داخلول دي، له ېره د حل لار نه وه او نه ده! دا تأکید ېو خطاء تأکید او دوکه وه او ده!
ــ که مسکو له کابل سره د امریکې په تقابل کې خپلې اړیکې پراخوي، نو د افغانستان د خلکو د حقوقو مسأله بیا څه شوه او چېرې قرار لري؟
ــ د روسي  میخایل ګالوزین له قوله لیکي چې هغه ازبیکستان ته په سفر کې ویلي:«د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو مسئله د یوه ټول‌ګډوني حکومت په جوړولو پورې اړه لري. داسې حکومت چې د افغانستان د ټولو قومونو، مذهبونو او سیاسي ګوندونو استازي په‌کې ګډون ولري.»
بیا هم منافقت او له پورته او حاکمیت کې د خپلو اجنتانو داخلول دي، د خپلو اهدافو د ساتلو مرکزي بعد او اړخ تعقیبوي!
حکومت ېو کاري، برنامه محوره ټیم وي او د شل کلن جمهوریت حاکمیت ددغه برنامه محورۍ په خلاف د قومي، ژبنیز او مذهبي ملاحظاتو تر نامه لاندې یو غیر متجانس او بې کاره ترکیب وه.
د طالبانو موقف دغه برخه کې روښانه وه او دي چې: ددوی اوسنی حکومت ټول‌ګډونی دی او د ټولو قومونو استازي په‌کې شته دي.
دا تأکید هم خطاء وه او خطاء دی او تر ټولو د مخه د دولتدارۍ له اصولو بې سوادي او بې خبري او ځان غولونه وه او ده!
ــ د طالبانو د ښاغلی شاهین تأکید چې اوس اوس د افغانستان د طالبانو حاکمیت کې د تېرې ادارې پنځه زره مامورین کار کوونکی د تېر حاکمیت بولي، خطاء تأکید وه او دی. افغانان خپل وطن کې او حاکمیت کار کوه او کوي.
دوی  بهر ته تللي افغانان د ښکېلاک پلويان بولي چې دا تأکید حد اقل سیاسی احمقانه اظهارات او نا شایسته دي!
مشروع حاکمیت او مشروع حاکمیت ته په متداوله ډول کار کول ېواځې پر تخصص

او ورته قومی او مذهبی ویش باندې د مسایلو او دغه اړخونو نه نادرسته او خطاء کارونه ده!

مرکزي مسأله د حاکمیت د متداول مشروعیت  او د ښو، متداولو، مدونو، مشروع قوانینو د حاکمیت او هر اړخیز تطبیق ته کار او اولویت ورکول دي.
دغه برخو کې نیمچه او د افراط او تفریط سره غولونې د حل بنیادي لارې نه وې او نه دي.
د مثال په ډول د اکسفورد د پوهنتونه د  استادانو تخصصي حاکمیت او اداره، جوړولو، په یقین تجرید شوې او ضعیفه غیر  اداره ده.
د هند په معاصر تأریخ او زمونږ په یاد چې د راجیوګاندي  د حزب په هند کې د انتخاباتو وړل او بیا په دې توګه مشروعیت تر لاسه کول او بیا صدر اعظم او صلاحیت متخصص ښاغلي من موهن سنګ او د هغې کابینې ته، سپارل تأریخي وطن پالنه او درستې دولندارۍ باندې پوهېدل او د حل درستې لارې ته اولویت ورکول دي چې په تأسف سره په ډېرو روسته پاتې هېوادو کې یې مثال نه شته اوپه دولتدارۍ  کې دغه روسته پاتې هېوادو، عملاً  خطاء لارې غوره کړې او یا پرې تحمیل شوې دي!
نور تفاصیل هم لرم!
داکتر صلاح سعیدی
۳۰/۴/۲۰۲۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.