د ستړیا ۷ پټ رازونه

156

موږ ټول پر دې پوهیږو که په ۲۴ ساعتو کي کافي خوب ونکړو نو د راتلونکي ورځي چاري په سمه توګه نه شوو سمبالولي.خو که چیري تاسي نارمل خوب ( ۶ څخه تر ۸ ساعته) لري او بیا هم د ورځو په اوږدو کي د ستړیا احساس کوي،نو پوه شي چي ستاسي ستړیا ضرور کوم لامل لري.په معمول ډول ځینې پټ لاملونه شته چي د دوام داره ستړیا لامل کیداي شي.پرته له کوم شکه چي د کافي څخه ګټه اخېستل کولي شي تاسي ته د خوب زمینه برابره او ایسترس مو راټیټ کړي.خو ځیني داسي لاملونه هم شتون لري چي تاسي یې فکر هم نشي کولي.
۱: اوزګارتوب (هیپوتیرو ډیزم)
بیکاري او یا هم هیپوتیرو ډیزم د ستړیا له هغو لاملونه له جملي څخه ده،چي ډیري طب پوهان پري اتفاق لري. د ورځو په اوږدو کي د کوم مصروفیت نه شتون په خپله استریس رامنځ ته کوي.که چیري تاسي د ورځو په اوږدو کي د بیکاري په رنځ اخته یې،نو کوښښ وکړي ځان په یو ډول کار مصروف کړي تر څو د ستړیا له منځه وړلو کي درسره مرسته وکړي.لنډه دا چي د ځان مصروف ساتل د ستړیا ورکولو کي اساسی مرسته کوي.
۲: د وېني کم والې
د وېني کم والې د دوامداره ستړیا له طبي لاملونو څخه یو عام لامل ګڼل کیږي.
۳: د شپې کم خوبي
د شپې کم خوبي او یا هم په عامه اصطلاح د شپې په اوږدو کي غیر نارمل خوب کول هم د ستړیا لامل کیداي شي.د دې لپاره باید د خوب لپاره منظم وخت وټاکل شي ولي چي د انسان بدن په کافي ډول ذهني آرمتیا ته اړتیا لري.
۴: د شکر ناروغي
هغه خلک چي د شکر په ناروغی اخته دي،تر نورو ډیر د ستړیا احساس کوي.نو د دې ډول ستړیا له منځه وړلو لپاره باید شکر کنترول شي او ورځني سپورټ له یاده مه باسې.
۵: اندیښنه
تشویش نه یواځي د ستړیا سبب کیږي،مګر دا چي ستاسي د خپګان او همدا ډول ستاسي د بدن څخه د انرژي په لمنځه وړلو کي هم یو اړین رول لوبوي.د مثال په ډول تاسي د خپلي سهارني دندي لپاره تشویش لري،نو دا تشویش ستا د خوب په کم والې کي کوي تر څو سهار ملا آذان د خوب څخه په غیر نارمل ډول پاڅیږي،نو دا دې لامل شي چي د ورځي په اوږدو کي د ستړیا احساس کوي.
۶: بي حده ګرځېدل
بي حده ګرځېدل او یا هم زیات په پښو تګ کول د ستړیا لامل کیداي شي،ځکه چي که تاسي د ورځي په اوږدو کي زیات په پښو تګ کوي نو د شپي بیا د پښو د درد له امله نشي کوي په کافي توګه خوب وکړي،نو د خوب کمښت له کبله به تاسي د ورځي په اوږدو کي د ستړیا احساس کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.