د لیکوالانو یوه بي انصافي

لیکوال: انور مزل

169

دا پنځه شپږ ورځي کیږي، چي په راډیو کي دتقدیر لوبه ناول اورم، کیسه یې دیو افغان زلمي ده چی په هندوستان کې ژوند کوي، لیکوال یې امان وارسته دی.
لومړیو کي مي فکر وکړ، چي دابه دکوم بهرني لیکوال ناول وي، خو له یو څو برخو خپریدو وروسته وپوهیدم، چي دا ناول دافغان لیکوال دی. دا ځکه چي په دغه ناول کي لکه دنورو افغان لیکولانو منفي کرکټر حقیر او سپک راغلی، دغه ستونزه یوازي ددغه لیکوال نده، بلکي هر افغان لیکوال کتابونه له دغسي خبرو نه ډک دي، تاسي که دهر افغان لیکوال ناول درواخلۍ، نو دغه یوه خبره به پکي حتمن ووینۍ، چي په ناول کی مثبت کرکتر هم ریښتنی دی، هم ښایسته دی، هم وفادار دار او هم سل نوري ښیګڼي لري.خو بل خوا بیا منفي کرکټر هم دروغجن دی، هم ظالم دی، هم بي وفا دی او داسي سل نوري خبري لري.
مګر کله چي نړیوالو اثارو ته پناه یوسو، نو هلته به ووینو، چي دیو لیکوال په ناول کي مثبت او منفي کرکترونه دواړه هم منفي نکتي لري، او هم مثبتې داځکه چي دنورو ژبو لیکوالانو دا درک کړي، چي که مثبت کرکتر سل فیصده سم وښیو نو بیا دناول خوند له منځه وړي،
دنوري نړۍ لیکوالانو د کره کتونکو دغه خبره عملي کړي، چي له کرکترونو نه دسترنج داني مه جوړوۍ، چي په خپله خوښه یې هره خوا وګرځوۍ، بلکي کرکترونه پریږدۍ، چي په خپله خوښه په مخ ولاړ شي.
دنړۍ دناول لیکني په تیوري کي دا هم راغلي چي دیو ناول دلیکلو په وخت کي باید لیکوال صرف دمنځګړي رول ولوبوي، لیکوال چي کله دناول لیکلو تیاري ونیسي، نو باید دمنفي او مثبت کرکترونو لپاره یو برابر اصول وټاکي، ترڅو لوستونکی تر اخر پوه نشي، چي کوم یو بریالی کیږي، دغه کار هم د ناول تلوسه زیاتوي، او لوستونکی خپل قضاوت کوي، لیکوال باید یوازي په وروستۍ او اخري برخه کي دمثبت کرکتر لپاره داسي څه وکړي، چي هغه پري بریالی شي.
خیر دا خو دنړۍ د لیکوالانو تګلاره ده، مګر زموږ لیکوالان داسي نکوي، دوی ان دناول په لومړي سرکي دمثبت کرکتر دومره ځانګړني وښیې چي لوستونکی په لومړي مخ کي باوري کړی، چي کامیابیږي، او بریا دده ده.
ځیني لیکوالان دغه کار ددي لپاره کوي، چي لوستونکی ورسره خواخوږی کړي، مګر دوی دا هیره کړي، چي دغه کار یې له لوستونکي نه د قضاوت حق اخلي، او همدا علت دی چي هر څومره ښه ناول مو یوازي څو ورځي په ذهن کې پاتي کیږي، دا ځکه چي لوستونکي هغه قضاوت منلی چي دلیکوال دی، نه دده خپل قضاوت .
خیر دغه زموږ د ناولونو لویه ستونزه ده، او زموږ د لیکوالانو دغه کار یو بي مانا کار دی، چي تر څو حل نشي، نو نه به مو لیکوالي عمر لري، او نه به مو ناولونه او کیسي خوند ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.