يو آزاد ليک د يو قیدي په نامه

احسان الله درمل

154

ځواب پاچا مينه او سلامونه مې ومنه!

«مينه» دې دلته منظر جانان کور ته را ورسوله، کور يې د دواړو ودان. ما غوښتل چې خبرې درسره وکړم او مننه هم، خو بریالی نه شوم.‌ هيله مې ده چې د دغه ليک کوتره د زندان تر پنجرې در ورسي او زما مينه هم در ورسوي. اندېښنه مې ځکه ده، چې فضا ساتنگې ده، خلک د اکسيجن په ځای هم اختناق تنفسوي. آن دومره تنگه چې د بې آزاره کوترو او بلبلانو د الوت او نوا لپاره هم تر قفس کمه نه ده. نو که د ليک کوتره په لاره کې کوم غشي ته ور سيخه شوه، گيله به نه کوې.

ياره خلک درپسې وايي چې د کوم غوړپ مړپ په گناه يی نېولی يې. ظالمه موږ خو به چې لېدې، د فقير بوټي سيوري ته به ناست وې، دغه د غالب رنگ دې چېرې پټ ساتلی و؟ البته ستا قلم او ژبه هم ډېر په واک کې نه دي. هغه د جمهوريت د وخت نارنج گل مشاعرې خو به دې يادېږي. حکامو ته به دې څۀ څۀ نه ويل؟ دوه ورځې وروسته به دې ويډيوگانې له شمشتو نیولې تر کوټې او کچلاغه پورې او له هلمنده تر وردگو او غزني پورې د ځوانانو په موبایلونو کې غږېدې او هغوی ته به يې د نظام په ضد د جنگ او بغاوت انگېزه ورکوله. ښايي يارانو خيال کړی وي، چې ستا د شعر سپرغۍ به اوس هم د همغو کلونو هومره اورشېدونکې وي، خو دوی ته دې وويل شي چې اوس مخاطب بدل دی.‌ دا نوي مخاطبان د پخوانيو هغو غوندې نه دي. هغوی چې خپله جذباتيان ول، د شعر په جذبه هم هڅېدل او مستېدل. خو دوی تيورۍ لري، تحليلونه لري او بايد د يو گام د اخيستلو لپاره سل کتابه ولولي. د شاعرانو ترانې او حماسې د دوی په غوږونو داسې لگېږي، لکه د مصروفې کتابخانې په سالون کې د څو مچانو بنگ بنگ، چې د مطالعې تر مزاحمت ور هاخوا بل پيام نه لري.

کچه دې گناه دغه وروستۍ وي، بيا نو هغه در پورې شوی تور کوچنی غوندې ښکاري. په داسې خلکو پسې تر دې سترې ډرامې او سکينډلونه جوړېدای شي، خو که کيسه رښتيا هماغه‌ د مستۍ د سامان وي، نو کاش د نېولو په شېبه دې ورته د حافظ شعر ويلای وای. هغه چې وايي:

فقیهِ مدرسه دی مست بود و فتوی داد
که می حرام ولی بِه ز مالِ اوقاف است

رښتيا په مست فقيه پسې هغه يو د ريښتياوو مست فقيه را ياد شو. هغه چې د مستۍ او شباب بنډار يې جوړ کړی و او د کابل په نوي ښار کې لاس په‌ لاس ونېول شو. بنده چې ورته لېدل، فکر به دې کاوه چې د حافظ دا لاندې غزل زمزمه کوي:

زلف آشفته و خوی کرده و خندان لب و مست
پیرهن چاک و غزل خوان و صراحی در دست

نرگسش عربده جوی و لبش افسوس کنان
نیم شب دوش به بالین من آمد بنشست

سر فرا گوش من آورد به آواز حزین
گفت ای عاشق دیرینه من خوابت هست

عاشقی را که چنین باده شبگیر دهند
کافر عشق بود گر نشود باده پرست

برو ای زاهد و بر دردکشان خرده مگیر
که ندادند جز این تحفه به ما روز الست

آن چه او ریخت به پیمانه ما نوشیدیم
اگر از خمر بهشت است وگر باده مست

خنده جام می و زلف گره گیر نگار
ای بسا توبه که چون توبه حافظ بشکست

زما هيله ده، چې که رښتیا په‌ همدې گناه قيدي يې، نو له هغه مست فقيه سره به دې د زندان کوټه شريکه وي. بنده چې له کوم همخيال او هممشرب سره بندي وي، د زندان توره خونه هم ښکلې شي او د رحمان بابا دا مسره يې د زړۀ غږ وي چې:

په زندان کې له يوسف سره اسیر یم

کله کله دې ملگري د ازادولو غږ پورته کوي، چې رښتيا شي ماته خندا راشي. دا يې را خلاص! څۀ به کوې؟ څۀ به وايې؟ څۀ به غواړې؟ څۀ به خوښوې؟
آیا د دې يوې پوښتنې ځواب په خپل اختيار ورکولای شې؟ نه. چې نه، نو توپير يې څۀ دی؟ څۀ هلته څۀ دلته؟ البته بهر زندان به د مساحت په لحاظ يو څۀ پراخ وي، خو زۀ او تۀ څۀ داسې د مرحوم عمر دراز مروت قدونه لرو، چې کټ او کوټه راپسې لنډ تنگ شي. که زما منې، ډېر د را وتلو شوق مه کوه، بس هماغلته خپل ریاضت جاري وساته او غزلې پخوه.

کور ته اندېښنه مه کوه، په خپلو هڅاندو بچيانو باور ولره، هغوی هر څه سمبالولای شي. ممکن اوس به زيات نه وي بوخت، ځکه چې مکتبونو او کورسونو ته د خویندو د رسولو او رارسولو له جنجاله بېغمه دي. نو په آرام زړۀ او ذهن به خپل کار و بار کوي.
فرضاً که لاس يې بند هم شي، خدای ج روزي رسان دی. د وږيو هدېرې نشته، خو د هغو ماړو له قبرونو ځمکې ډکې دي، چې د وينې د غوړو، لوړ فشار او شکر له امله مړۀ شوي دي. د افغانستان حاکمانو ته دې خدای ج اوږد عمر ورکړي، چې د مرگ له دوهم جدي خطر سره کلکه مبارزه کوي او نه پرېږدي چې زموږ هر دم شهيد ملت د ښو خوراکونو له ناروغيو ومري. که رښتيا ووايم د افغانستان مړۀ او ژوندي حاکمان ټول د شهادت په لاره روان دي، ځکه چې د ملت له وينې غوړ، بوره او ټول مغزي مواد زبېښي. په دې ډول ملت د غوړو خوراکونو له وژونکيو ناروغيو ژغوري او د دې بلاوو په وړاندې خپل ځانونه سپر کوي. نو چې داسې ده، له کورنۍ دې بېغمه شه. له لوږې نه مري، ځکه چې د رزق وعده خدای ج کړې ده او د غوړو خوراکونو له ناروغيو هم خطر نشته، ځکه چې خدای ج ډېر مهربان حاکمان را لورولي دي.

گمان مه کوه، چې د کليمه کاتورۍ لوبه درسره کوم او غواړم په تا د زندان سختي اسانه کړم. زموږ خلک تل د گيلاس تشه نيمه برخه ويني، يو څه مثبت فکر هم پکار دی.

رښتيا يوه وروستۍ ټپه به لا وکړم، بيا به نو بل وخت سره غږېږو. ته خو انجينير يې نو ټپه به هم ستا د مسلک په ژبه درته وکړم. زندانونه که د لاس و پښو له محدوديت سره مستقيمه رابطه لري، خو د فکر او خيال له محدويتونو سره معکوسه اړيکه لري. څومره چې استبداد‌ او زندان تنگېږي، هومره د فکر او خيال وزرې غوړېږي. بې دليله نه ده، چې لويو خلکو به ځان ته پخپله د تنهايۍ او تجريد زندانونه جوړول. يو وخت مې ويلي ول چې:

هيڅوک به ډب نکړي د فطرت د ازادۍ مخه
دام و قفس ډېر کله خیالونو ته وزرې شي

چې د ټپو خبره شوه، نو د مجلس د ختموونکيو سندرغاړو په خبره چې:

يوه دې بله ورپسې وي او هغه دا چې:

قیدي بلبله! اسارت نه دی په‌ دام او قفس
زړۀ د گل، فکر د خوشبو غوندې آزاد لره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.