شاک څه دی او په څو ډوله دی؟

لیکواله : دوکتورس بي بي آمنه

220

شاک د قلبي وعايي سیستم کې رامنځته کېدونکي اختلال یو ژوند ګواښوونکی حالت دی، چې که چیرې یې مخنېوی پر وخت نه شي نو د مړینې لامل کیږي، ځکه چې شاک یو طبی عاجل حالت دی چې کولی شي د جدي زیان لامل شي. له همدې امله باید سملاسي ورته بیړني اقدامات ترسره شي.

یا هم دا چې شاک هغه حالت دی چې د انسان د وینې دوراني سیستم ټولو غړو ته بشپړه وینه ونه شي رسولای نو دغه حالت ته شاک ویل کیږي. په داسې یو حالت کې چې بشپړه وینه غړو ته ونه رسیږي، نو بدن ددې حالت پر وړاندې مقابله پیلوي.

د شاک په حالت کې د بدن مقابله داسې ده، چې حیاتي غړو ته لکه ماغزه او زړه ته ډېره وینه ورسیږي او د کمې اړتیا لرونکي نور غړي لکه پوستکی، کولمې او  عضلاتو ته کمه وینه رسوي دا ځکه چې زړه او ماغزه ضروري دي او لومړیتوب لري او په حقیقت کې د بدن شاک دفاع حالت د وینې رسونې او بشپړونې کمښت ستونزې حل په موخه وي.

د شاک په حالت کې؛ د انسان په بدن کې یو لړ بدلونونه رامنځته کیږي، د انسان بدن د پوستکي بدلون الوتی رنګ خپلوي او د هغه مرطوب کېدل چې دا د شاک لومړنۍ نښو څخه بللا شو.

له شاک سره مخ شوی کس برسیرن تنفس کوي چې چټک او تیز وي. دغه راز تاکي کارډیا یا د زړه ضربان یې زیاتیږي، ناروغ کس بې هوښۍ سره مخ کیږي، د وینې فشار یې سکوت کوي، ژبه او شونډې یې پړسوب پیدا کوي، ګنګسیت رامنځته کیږي، خولې کیږي او د ادرار کمښت سره مخ کیږي.

 

د شاک پړاوونه :

شاک درې پیژندل شوي مرحلې لري ، چې هر یو یې خپل ځانته بېلابېلې نښې نښانې لري.

لومړۍ مرحله : په مرحله I (غیر پرمختګ کونکی) کې، بدن د وینې ټیټ جریان کشف کوي او د مخنیوي لپاره یې ځینې میکانیزمونه تنظیموي.

په دې توګه ، زړه حرکات ګړندي کیږي ، د وینې رګونو خپل قطر کموي او پښتورګي هڅه کوي مایعات وساتي. شاک په مرحله کې دومره نښې نه لري او سمدستي درملنه کولی شي دا ودروي او د پرمختګ مخنېوی یې وکړي.

دویمه مرحله : په مرحله II کې (پرمختګ کونکی) ، پورته میکانیزمونه ناکام کیږي او د پیژندلو وړ نښې څرګندیدل پیلیږي. لکه دا چې، ناروغ د اکسیجن نه شتوالي له امله د ګډوډۍ احساس کوي.

درېیمه مرحله : په درېیم پړاو کې (نه بدلیدونکی) ټیټ فشار نسجونو او ارګانونو باندې تاثیر کوي ، زړه زیانمن کیږي او پښتورګي سقوط کوي. په دې مرحله کې ، جدي زیان پیښیږي چې کیدی شي د مرګ لامل شي.

د شاک لاملونو ته په پام سره په پنځو لویو ډولونو وېشل شوی دی :

۱ . انافلکتیک شاک (Anaphylactic shock) : دا ډول شاک د حساسیتونو پر مهال ډیر رامنځته کیږي، لکه د خوراکي موادو سره د حساسیت، درملو امپنسلین، سپرین، د شاتو مچیو او نورو چیچونکو د چیچلو له امله، د بوټو ګردې سره حساسیت، راډیو ګرافیکو رنګونو او موادو سره حساسیت له امله انافلاکتیک شاک رامنځته کیږي.

۲ . کارډیو جینیک شاک (Cardiogenic shock) : دا ډول شاک د زړه سکتې یا انفارکټوس له امله رامنځته کیږي چې د زړه عدم کفایې له امله داسې رامنځته کیږي چې د زړه وینې پمپ کولو بهیر ستونزمن شي.

۳ . هایپو وولیمیک شاک (hypovolemic shock) : دا ډول شاک هغه وخت رامنځته کیږي چې د انسان بدن ۲۰ سلنه او یا له ۲۰ سلنې حجم څخه زیاته وینه ضایع کړي، او دا ضایعات د وینې بهېدنې، تروماګانو او … کې رامنځته کیږي.

۴ . نیروجینک یا عصبي شاک  (neurogenic shock) : دا ډول شاک ډیری د عصبي زیانونو په تېره مرکزي عصبي سیستم په تېره شوکي نخاع (spinal cord) ته د رسیدلو زیانونو له امله رامنځته کیي.

۵ . سپټیک شاک (neurogenic shock) : دا ډول شاک د ویروسي، باکتریايي او … مایکرو ارګانیزمونو باندې د ککړتیا له امله رامنځته کیږي.

له شاک سره د مخ شوي کس لپاره باید تر ټولو مخکې لومړنۍ بیړنۍ ارزونې وشي او لومړنۍ مرستې ورته تطبیق شي، د فشار سکوت سره باید د ناروغ پښې پورته او د سر لور یې ښکته خواته ټیټ شي څو یې حیاتي غړو ته د وینې رسیدل زیات شي او ناروغ تر روغتون رسولو پورې وژغورل شي.

پای کې د یادونې وړ بولم چې د شاک درملنې په اړه به په نورو لیکنو کې تاسو درنو لوستونکو ته معلومات وړاندې کړم. تاسو کولای شئ چې له ما سره د برېښنا لیک له لارې خپلې پوښتنې او وړاندیزونه شریک کړئ.

زما برېښنالیک پته :  amina.paktianai@nacaf.org

لیکواله : دوکتورس بي بي آمنه (MD, Gynecologist, health officer)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.