بیا بل ځوان له کلی ووت

شاجان هاجره حرکت

144

د حسرت تیارې خپرې شوې، بيا بل ځوان له کلی ووت

د خـوښـيـو شــيـبې لاړې، پـه ارمـان له کـلی ووت

چې په جګـو شملو مست ول، نن هغه زلمي وتلـي

د پردی ښار په کوڅو کي،  لالـهـاند له کلـي ووت

ښه په خپل زيار سره وخوت علميت لوړې پوړۍ ته

چې د ولس چوپړ ته پاڅيد، څه ناتوان له کلي ووت

ما یې  وکړله  پالـنـه ، د خپل ګران زوي ښـه روزنـه

د حاصل وخت چې يې راغې، نو سرسام له کلي ووت

پـه سـپـيڅلو  ارمـانـو مې د زړه خـونـه وه  ودانـه

تندريز سیلاب ټول وېوړل، چې ودان له کلی ووت

اوس  يې  وسولو  خيالونه، زما زړه  کې  امیدونه

د ارمان غوټۍ مې توې شوه، په لړزان له کلی ووت

لـه حـالاتـو  يې ګيله  کړه، بیا مې سوې  دا ناره کړه

څه په سختو مې رالوی کړ، څه ارزان له کلی ووت

هره غونډه هر بانډار کې يې، وينا ته خلک ناست ول

نن ژړل پسـې سپـيـن ږيـرو، مهربان له کلـي ووت

د سپوږمۍ رڼا تیاره شوه، د اسمان ستورې ويده شو

په ګاونډ کي له ځوانـانـو، نـه حـيران له کلـی ووت

د سـفر  پـر کږه  لار يـې، محـبوبـا  اوښکې  لونـلـې

د راتـګ  وعـده  يې نه شوه، په سوران له کلی ووت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.