مطلوب دښمن

بریال حبیبي

196
فرېبکاره نظامونه له دښمن تراشیو نه څه ګټه پورته کوي؟ ولې تل داسې حکومتونه شته، چې له دښمن لرلو نه خوشحاله کېږي؟ ولې د فرضي یا واقعي دښمن په لرلو ټینګار کوي؟ ولې تهدیدونو او جنګونو ته تر سولې او آرامي ترجیح ورکوي؟ او یا…؟
تاسو د یو سیاسي سیستم په حیث دوه لارې لرئ:
د خلکو ملاتړ او یا زورزیاتی و چل و ول.
لومړۍ لاره د مشروع حکومت پېژند دی او دویمي د نامشروع هغه؛ که چېرې مو خلکو کې لازم ځای ځایګی نه درلود او یا مو په بل هر لامل له لاسه ورکړی وو، نو مجبورېږئ چې د ځان د بقاء لپاره بېلابېلو غولونکو او ورانو لارو ته مخه کړئ؛
له دغو لارو نه یې یوه د دښمن خلقول دي، ځکه ستاسو سره د یو مناسب او ښه دښمن شتون له پرځېدلو نه په مخنیوي کې ډېره مرسته کوي؛ ممکن دغه دښمن په دوو بڼو وي:
یا هیڅ دښمن نه لرئ او فقط یو توهم وي چې تاسو د خپلو خلکو ذهن ته ترزیق کړی وي یعني یو فرضي دښمن او یا:
یو داسې دښمن وي چې واقعي وي، خو تاسو خپله هغه د دښمنۍ او تاوتریخوالي لپاره تحریک کړی وي…؛  ښایي یاد دښمن یو ایزم او یا ایډیالوژي وي او یا ښایي د نړۍ کومه برخه کې یو سیاسي نظام او یا کوم هېواد.
خو په ټوله کې د داسې یو دښمن شتون ستاسو او ستاسو د حکومت لپاره خورا ډېرې ګټې لري، چې ځینې یې دادي:
۱ـ د وحشت چت:
تاسو د یو خبیث دښمن په پنځولو او د هغه له لوري د دایمي خطرونو په القاء کولو سره پر خپل هېواد د وحشت یو چت خپور او خلک ترې لاندې راټولوئ؛
په دې سره د هاغسې یو لارښوونکي رول ولوبوئ، چې غواړي د خلکو ځان، عزت و ناموس او هېواد د نورو له حاکمیت نه وساتي؛
البته ممکن کله کله داسې ډلې ټپلې هم خلق او تغذیه کړئ، چې پر تاسو بریدونه وکړي، زیانونه درواړوي او پر مټ یې خلک په رښتینې مانا د خطر احساس وکاندي؛ د بېلګې په توګه:
ډېری خلک شته چې وایي: د سیپټمبر د یوولسمې پېښې طرح خپله د امریکا له لوري جوړه شوې وه.
۲ـ د ذهنونو انحراف:
د برېتانیا د اتلسمې پېړۍ فیلسوف ـ جرمي بنتام پر دې باور وو، چې د انسان د ژوند محرکونه دوه توکي دي:
ځور او خوند؛
او له رواني ځورونو نه یې یو تر ټولو ځواکمنه هغه وېره ده؛ وېره یو داسې  ځواکمنه غریزه ده، چې تر لرې کېدلو پورې یې معمولاً د انسانانو نورې اړتیاوې وروستني لومړیتوبونه بللي کېږي.
په ټولنیزه کچه له بهرنیو دسیسو او بریدونو نه دایمي وېره، عام اذهان له داخلي ستونزو نه پر خارجي هغو ور منحرفوي او له امله یې کورني اقتصادي، معیشتي او نور مشکلات د هماغو موهومو مشکلاتو پر وړاندې خپل رنګ بایلي.
۳ـ تاوتریخجن اقدامات:
د مطلوب دښمن په شتون کې پر ټولنه د خطر او وېرې احساس غلبه کوي او ورسره سم حکومتونه ګڼ امنیتي او له تاوتریخوالي نه ډکو تدبیرونو؛ د بېلګې په توګه: جاسوسي کولو، سانسور، شکنجې او نورو ته مټې را بډ وهي؛ تاسو هم دا فکر کوئ چې که څه هم په عادي حالاتو کې دارنګه اقدامات د بشر د حقوقو ضد او د خلکو په خیر نه دي، خو په بېړنیو حالاتو کې مجبور یو چې کله نا کله یې عملي کړو.
۴ـ د مخالفینو حذف:
د داسې دښمن په شتون کې کولای شئ، چې په ټولییزو، ډلییزو او یا فردي اعتراضاتو کې پر خپلو منتقدینو بېلابېل اتهامات پورې او په ډېره آسانۍ سره یې له صحنې نه لرې کړئ؛ ممکن دغه تورونه د جاسوسي او یا د مزدور، نفوذي، پلورل شوي او نورو و نورو په نومونو وي او بیا یې ممکن په ډېره آساني تر اعدام او یا شخصیتي ترور او زندان و تبعید پورې ورسوئ.
توجیه:
پر دې سربېره مطلوب دښمن له تاسو سره مرسته کوي چې ستاسو له فساد، ناپوهي او… نه رامېنځته شوې کمزورۍ، وروسته پاتې والي، ګډوډۍ او.. د دښمن مداخلات او دسیسې وبولئ او ځان بې ګناه وښایئ.
د کاذب او یا جوړ کړلي شوي دښمن تګلاره یوه خورا زړه حیله ده او له مایو و استالین نه نیولې تر اوسه پورې ګڼو خلکو ګڼو رژیمونو کې کارولې؛ خو یوازېنی هغه لامل چې ددغه فرېب بریالیتوب ممکنوي، په عمومي غفلت او له علم نه په لرې والي ورڅرخي… .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.