اسحاق ننګیال: مینه، عاطفه او خیال

ليکوال: پير محمد کاروان

184

پر وطن شورویان راغلي وو. د شوبلو غرهار او د الوتکو غړمبهار و. توپو، توغندیو پر کلیو، بانډو، دښتو، غرونو او غونډیو اورونه بلول. د کلي چاپېره غرونه، دښتې او درې مو د مجاهدینو مورچلې او سنګرونه وو. داسې شپې ورځې به کمې وې، چې کلي ته یې شهیدان او زخمیان نه وي راوړي. زه به کله په کلي او کله د غرونو په بانډو کې وم. په وړه جاپانۍ راډیو کې د وطن د جنګ پېښو او غمیزو ستړی کړی وم. د شورویانو د ماتې او په وطن کې د امن او سولې خوبونه مې لیدل. په خیال کې به مې د وطن لپاره مینه، امن او آرام ژوند انځوراوه او د زړه سود مې پرې کاوه. د نړۍ د ځینو راډیوګانو ادبي خپرونې مې اورېدې، لیکونه او شعرونه به مې ورلېږل. د کابل راډیو د شومه دم په انګازو به کله ویده کېدم او کله به تر نیمو شپو د خيال په ټال کې نیم ویښ او نیم خوبولی زنګېدم. سهار مهال به مې وخت ناوخت د ارواښاد نصرالله حافظ په خواږه غږ سهارنۍ نذرانه اورېده. خوږه رالګېده او د نویو شعرونو د الهام کړکۍ یې راته پرانستې. د کابل راډیو ولولې خپرونه مې نه قضاء کوله. خواږه خواږه شعرونه به مې په کې اورېدل.
همدې خپرونې ډېر ښکلي شاعران را وپېژندل. اسحاق ننګیال، کاوون طوفاني،افضل شېرزاد، عارف خزان، احمد تکل، پروین ملال، صفیه صدیقي،وږمه سبا،ډاکټر خوږلن،کمال الدین مستان،ارواښاد تاج محمد یاري، افضل ټکور او نور.
یوه ورځ مې د استاد منګل په خواږه او دردمن غږ د ارواښاد اسحاق ننګیال له مینې او عاطفې مالامال نظم واورېده:
اې ښکاري آشنا درته سلام کوم
پام کوه ماشې له ګوتې مه وروړه
دې نظم مې له زړه نه سترګو ته اوښکې را وخېژولې. شاوخوا راته د مینې او عاطفې په اوښکو لمبېدلې وښکارېده. اسحاق ننګیال خدایي راباندې ګران شو. ارمان به مې کاوه چې کاش په مشاعره کې ورته ناست وای او د اسحاق ننګیال شعرونه مې اورېدلي وای.
په راډیو کې به وخت په وخت استاد زرین انځور، ډاکټر لطیف بهاند، استاد باجوړي،استاد اکبر کرګر او استاد عبیدالله محک پر شعرونو خبرې کولې، یوه دنیا کیف او خوند و رنګ به مې ترې اخیست. استاد زرین انځوربه د اسحاق ننګیال پر شعرونو، شاعرانه فطرت او عاطفه ډېرې ښې او خوږې تبصېرې لرلې. د زړه په غوږونو مې اورېدې، دې خبرو او تبصېرو به زه هم شعر ته هڅولم.
بخت یاري وکړه، پېښور ته راغلم. د رحمان بابا او خوشحال خان پر زيارتونو وګرځېدم. مهاجر افغان شاعران ، ليکوالان او د پښتونخوا شاعران مې وپېژندل. له محترم زرین انځور سره په یوه دفتر کې شوم.له شاعر او لیکوال افضل شېرزاد سره مې وپېژندل. بیا به مو پر شاعرانو خبرې او مجلسونه کول. په دې مجلسونو کې به زرین انځور صاحب او افضل شېرزاد صاحب د ارواښاد ننګیال پر شعرونو ډېر غږېدل. د ارواښاد ننګیال د شعرونو ټولګې مې پیدا کړې. لوستلې مې او خوند مې ترې اخیست. وخت راغی چې د ارواښاد استاد پسرلي په مشرۍ مو افغان ادبي بهیر جوړ کړ. وخت په وخت به له کابل نه هم شاعران راتلل. داسې خوږه ورځ هم راغله چې اسحاق ننګیال پېښور ته راغلی و. د افغان ادبي بهیر په غونډه کې پر ستېج درېدلی و. د غونډې ګډونوال هیجان اخیستي وو. په مستانه شور او چکچکو د ننګیال د شعرونو اورېدو ته منتظر وو. د شعر تر ویلو وړاندې د ننګیال په سترګو کې اوښکې ډنډ ولاړې وې. په غرېو نیولي غږ یې وویل:
ــ زه په کابل کې چوپو ولاړو دیوالونو ته خپل شعرونه اوروم.چوپ ولاړ دیوالونه زما شعرونو ته نه واه واه کوي، نه داد راکوي او نه راته سرونه ښوروي. دلته له شعر او شاعر سره څومره ډېره مینه کېږي. له ډېرې خوشحالۍ ژړا راځي، حیران یم چې څنګه به خپل شعرونه در واوروم.
د شاعر ننګیال په سترګو کې د خوښۍ اوښکې ځلېدې او زما په زړه کې د خواږه او زړه راښکونکي درد نرۍ نرۍ لیکې غځېدې. زړه مې پر دې خبره د قبول ټاپه وهله چې اسحاق ننګیال په رښتیا هم د مینې، عاطفې او خیال شاعر دی.
زما او د نورو د ډېرو شاعرانو زړونه له شاعر ننګیال سره ولګېدل. خو ارمان چې دې عاطفي او ملنګ خویه شاعر به ډېره لږ پېښور ته پېښه را کوله.
د شپو ورځو تورې سپینې اسپې ګړندۍ روانې وې. په دې تور وسپين او برګ بیروبار کې هغه ورېښمین او ګلورین شاعر یو ځل بیا پېښور ته راغی چې ویل یې:
ــ هغالته لرې یو سپین آس ولاړ دی
چې په اوښکو لمده چیغه یې کړې وه:
ــ دا کلی مه ورانوئ
دا له مینې او عاطفې مالامال اسحاق ننګیال و. دا ځل نو زموږ په دفتر (نوي کور، نوي ژوند) کې د ډرامې همکار لیکوال شو. څو ورځې به په پېښور کې و، بیا به لغمان ته تلو. د ډرامې د کار په اولو ورځو کې به کله کله له ما سره و. کوټه او ځای ځایګی مې د پېښور په صدر بازار کې و. د ډرامو تر لیکلو وړاندې د ډرامې په کرکټرونو، د کرکټرونو په خوی بوی سره وغږېدو. ننګیال وخندل ویې ویل:
ــ پيره دا به څنګه شي، دا ډرامې؟
ما ورته وویل:
ــ پېریانو ته غزنی څه دی، دا به ته ډېرې خوږې ولیکې.
ننګیال خوشحاله شو. ور سپارل شوې اولنۍ ډرامې یې ولیکلې. خوږې او صمیمانه یې لیکلې وې. کلیوالي صمیمانه لب و لهجه، زړه راښکونکي متلونه او
عاطفي رنګونه په کې مناسب او خواږه راغلي وو. زما ډېرې خوښې شوې. کله چې زمونږ د ډرامې ادیتور پیاوړي لیکوال کاتب پاڅون ولوستې نو ډېر خوند یې ورکړ. ماته یې د ننګیال د ډرامو ډېر صفت وکړ. بیا مې ننګیال ته د پاڅون صاحب ښه او نېک نظر واوراوه. د ننګیال پر مخ د خوښۍ او اطمېنان موسکا و غوړېده.
ماخستن مهال به ننګیال، نورالحبیب نثار او زه د خالد بن ولید باغ ته په چکر تلو. په چمن کې به ګرځېدو. د چمن په منځ کې د وسپنې میلې ولاړې وې. ځوانانو به د وسپنو میلو ته ټوپونه ور اچول او پرې زنګېدل به. نثار صاحب وویل:
مړه راځئ چې مونږ او تاسو هم وزانګو او ورزش وکړو. ننګیال صاحب به وویل:
ــ پیره ورک یې کړه، همدا په چمن کې چکر مو ښه دی.
نثار صاحب به په خپل ځانګړي نیم جمالي نیم جلالي انداز ور زیاته کړه:
ــ مړه راځه چکر به بیا ووهو.
د نثار صاحب خبره د چا پلار هم پر ځمکه نه شوه غورځولی. د نثار صاحب آمرانه او د مینې انداز ته به زما ناڅاپي خندا راتله. ننګیال صاحب ته به مې د نثار صاحب دا بیت ووایه:
ــ نثاره خطا کاره څو چې لارې ته سم نه شې
وهي به دې همداسې قرانونه غرونه غرونه (خدای دې نه کوي)
ننګیال صاحب به کټ کټ له خندا شین شو. د خندا په بدرګه به یې د وسپنې میلو ته ورغلو. پرې و به زنګېدو، چې ښه سات به مو تېر شو بیا به له باغ را ووتو.
بل ماخستن بیا درې واړه په چکر وتي وو. نېغ د خالد بن ولید باغ ته ورغلو. نثار صاحب د واره د وسپنې میلو خواته ګامونه واخیستل. میلې ته یې ورټوپ کړ او دوه درې ټالۍ یې وخوړې. زه هم له میلې را زنګېدم. ننګیال صاحب له میلو لږ اخوا ولاړ ولاړ و. ما پرې غږ کړ، چې ننګیال صاحب راځه وزانګه. ننګیال صاحب موسک شو:
ــ پیره ما به نه ښوروئ، والله نه کېږي، زه نه سم زنګلی، بېګا چې پرې زنګېدلی یم، اوس مې لاسونه خوږېږي او تڼاکې پې راختلې دي.
ما په حیرانۍ ورته وویل:
ــ دا څه وایې؟
ننګیال صاحب وویل:
ــ رښتیا وایم، که دې باور نه سي راسه لاسونه مې وګوره.
زه سمدستي ورغلم. د لاسونو ورغوي یې خلاص وو. ما یې پر ورغوي لاسونه راتېر کړل. نور لاسونه یې پاسته ماسته وو، خو د هرې ګوتې په بېخ کې یې تڼاکې راختلې وې، تڼاکې یې سرې او شین بخونې ښکارېدې. ما په خندا ورته وویل:
ــ ننګیال صاحب، ستا لاسونو خو تر جینکو هم پاسته دي.
په خندا یې راته وویل:
ــ پیره دا ډېره موده مې نه لو کړی او نه مې کولنګ وهلی ، بس هم دا یو قلم دی، چې یا شعر پې لیکم او یا مقالې.
ما ورته وویل:
ــ یره ننګیال صاحب دا پاسته لاسونه خو به دې سبا په قلم هم تڼاکې شي، له دې سره خو ډېر پام کوه.
سره خندل به مو ، په خندا او خوشحالۍ به له چمن پسې ووتو.
ننګیال د نوي کور، نوي ژوند د خپلې یوې میاشتینۍ برخې ډرامې لیکلې وې او لغمان ته تللی و. څو ورځې کمه میاشت په کلي کې و. له ها خوا چې راغی ډېر خوشحاله و. یوه غیر رواشناس به هم چې څېرې ته ور وکتل پوهېده به چې سړی ډېر خوشحاله دی. پر مخ یې ماشومانه او خوشحالوونکې موسکا غوړېدلې وه. لا مې پوښتلی نه و، چې څه ته خوشحاله یې، راته ویې ویل:
ــ پيره خبر به نه یې، زوی ته مې کوژده وکړه، آرش جان مې نامزد کړ. په دې یوه یوه نیمه هفته کې له خیره ناوې ورته راوړو ، ټول شاعران یاران مې خبر کړي دي، لغمان ته خو به راسره ځې که څنګه؟
ننګیال صاحب له ډېر خوشحالۍ په یوه ساه لګیاه و، درې څلور جملې یې سره غوټه کړې، د چا خبره په یوه غشي یې څو مرغۍ و ویشتي.
ما په ډېرې خوشحالۍ مبارکي ورکړه او ورته و مې ویل:
ــ نه څنګه به نه ځو، د پاڅون صیب خبره مې د شعر طرف ته واړوله. پاڅون صیب به کله کله ویل: چې کورت غوړي، وريجې غوښې به په ښاخیو بادېږي. ما ننګیال صیب ته وویل چې د ډول غږونه او د اتڼ نارې به په ښاخیو بادېږي، مونږ به خوندونه ترې اخلو، د شپې به ښه مسته مشاعره وکړو.
ننګیال لکه ماشوم کټ کټ له خندا نه شین شو، په ډېره مینه یې وویل:
ــ یره پیره جار خو دې سم.
بیا مې دوه درې ورځې سر په سر ننګیال و نه لید. د خپل زوی د واده لپاره یې سودا مودا اخیسته. بله ورځ مې مازدیګر مهال د پېښور په صدر بازار کې ولید. طبع خړی غوندې و. ما وې د سودا په اخیستو او په ډېرو ګرځېدو به ستړی وي. ورته ومې ویل چې بېګا ته به ما سره ځې، غورې به وکړو.نوي شعرونه به دې هم واورو. راته ویې ویل:
ــ یره پیره نن ښه نه یم، بله ورځ به لاړ سو.
په دې سبا زه په دفتر کې وم. دفتر مو په آبدره روډ کې و. زه په خپل دفتر کې د مېز تر شا ناست وم. د نوي کور، نوي ژوند د ډرامې د کرکټرونو تر منځ مې پېښې او ټکرونه ترتیبول چې دفتر ته نوی خبر راغی. دې نوي خبر یو ټکان راکړ. د ډرامې کرکټرونه پېښې او ټکرونه رانه خواره واره شول. د ننګیال د ناڅاپي ناروغۍ خبر و. د دفتر همکارانو ویل چې بېګا د شپې ننګیال ناڅاپه ناروغه شوی او په شېرپاو شفاخانه کې بستر دی. همکارانو وویل چې لږ وروسته به یې پوښتنې ته ورشو. مونږ لا ځانونه ورتګ ته نه وو تیار کړی چې ورپسې یو بل تریخ او طوفاني خبر هم را ورسېد. دې خبر د ننګیال روغتیا او ژوند ته زمونږ د هیلو او دعاګانو ټول څراغونه په یوه پوکي و وژل.
د ارواښاد ننګیال جنازه یې د دفتر مخې ته راوړې وه. مونږ د دفتر په میدانۍ کې راټول وو، او ټولو ویر کاوه. زما ذهن کولپ و او پر حافظه مې غبار ناست و. له ډېره خپګانه د ملګرو رنګونه راته اوښتي او غمجن ښکارېدل. مخامخ یوه مناسب دنګ نري نروچکي ځوان ډېر سخت ژړل. د ځوان لکه دا نن سبا منظورخانۍ سره ټوپۍ پر سر وه. ما وې کېدای شي د ننګیال مرحوم کشر ورور به وي او له لغمانه به ورته راغلی وي. ور نږدې شوم، سترګې مې په ورغوي وسولولې. که ګورم مصطفی سالک دی. سالک دا یوه اونۍ وړاندې د تعلیمي خپرونو په موادو پسې پکتیا ته تللی و، هماغه د سفر په جامو کې د ننګیال مرحوم وروستۍ خدای پامانۍ ته را رسېدلی و.
ټيټ ماسپښين د ارواښاد ننګیال له جنازې سره لغمان ته روان شوو. د دفتر په موټر کې مو د ارواښاد ننګیال تابوت کېښود. له جنازې سره پاڅون صیب، احمد تکل او زه ملګري وو. نه پوهېږم چې کوم بل د دفتر همکار هم راسره وو، که نه؟ اوس یاد ته نه راځي. پاڅون صیب له موټروان سره د پیکپ موټر په سيټ کې و. احمد تکل او زه د ارواښاد ننګیال د تابوت یوه او بل څنګ ته کېناستو. مونږ دواړو پر تابوت لاسونه نیولي وو، چې تابوت و نه ښورېږي. د ننګیال د مړي تر څنګ چوپ او غلي ناست وو. خبرې مو نه سره کولې. کولی مو هم نه شوې، ځکه چې سلګۍ ورسره ګډېدې.
مازدیګر مهال د ارواښاد ننګیال کلي بسرام ته راورسېدو. د لغمان د آسمان ژېړی لمر د سوربخون غروب خواته روان و او ورستۍ وړانګې یې د بسرام د سیند په څپو کې غمجنې ډوبېدې. د بسرام د سیند د څپو شور د ساندې او وېرنې په سُروتال غږېده. د ارواښاد ننګیال تابوت کلیوالو له موټره کوز کړ. د کلي کوڅې له ویر او ژړا ډکې شوې. د پاخه عمر یوه سړي له ورشو نه د کلي رمه راوستې وه. پر ګڼه شین بخونه ږیره یې دانې دانې اوښکې راماتې وې. څارویو منډې اخیستې او غمجنې نارې یې وهلې. د پاخه عمر شپانه پر څارویو غږ نه کاوه ایله یې د خړ څادر په پيڅکه خپلې اوښکې پاکولې.
ماخستن مهال مو د ارواښاد ننګیال تابوت خاورو ته وسپاره. د بسرام د غره پر څوکه د څو ورځو هلال لکه لینده په ملا کوږ ولاړ و، زرین غشی یې له لاسه وتی او په خاورو کې پټېده.
د شپې خوب نه راته. د کلي د سیند د څپو شور نه کرارېده. له ځان سره مې کرل رېبل، ما وې چې مونږ به د ننګیال د زوی په خوشحالۍ کې راځو، خو قسمت بله راوکړه، د ارواښاد ننګیال له جنازې سره راغلو. سهار مو چې لمونځونه وکړل، د پاڅون او تکل سترګې تکې سرې وې، دا مې ومنله چې خوبونه یې نه دي کړي. د ارواښاد ننګیال فاتحې ته کېناستو. د ارواښاد مشر زوی آرش مې ولید. زلمکی و، څېره یې دومره غم پوښلې وه، چې تشریح ته یې کتابونه هم کم دي. ګل معلم د ارواښاد دوست او خپلوان د واسکټ له جېب نه کاغذ را وایست. کاغذ یې په لړزېدلی لاس خلاص کړ. په غرېو نیولي غږ یې وویل:
ــ دا د ننګیال صاحب وروستی شعر دی چې هغه بله ورځ ما ترې اخیستی و. په ژړغوني غږ یې غزل پیل کړ. د مطلع لومړۍ مسره یې دا وه:
ــ یو باد رالګېدلی ما له ځانه سره وړي
د شاعر د وروستي غزل اورېدونکی مجلس ټول اوښکې اوښکې اوسلګۍ سلګۍ و. د غزل تر ختمېدو وروسته د ناستو کسانو د سلګیو سره جوت د ننګیال د کلي د سیند ساندې او چیغې هم واورېدل شوې. ښایي چې دا سوې ساندې او چیغې د ننګیال د شعر اروا وي.
ننګیال ویلي وو، چې سیندونه هم مري. خو د بسرام سیند د ننګیال پر ژوندي شعر اوښتی و. د ننګیال شعر د سیند په ژبه ننګیال ته تسلي ورکوله، او ورته ویل یې:
ــ ته په آبدي خوب آرام ویده شه، ستا شعر هغه شعر دی چې نه مري، څپې څپې زمزمې به یې تل د شعر تږي زړونه خړوبوي او ګل ګل به یې غوړوي.
د مینې، عاطفې او نازولي خيال د دې شاعر شاعره اروا دې د جنت زرغونه مرغۍ وي.
الهي آمین.
۳ ثور ۱۴۰۳ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.