Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
د مزدورانو نړیواله ” علامتي ” ورځ – DawatMedia24

د مزدورانو نړیواله ” علامتي ” ورځ

ليک: رحيم خان

352

پر یو (۱) می د وږو تږو مزدورانو نړیواله ورځ ده او سبا پر دوه (۲) می د ټونا (Tuna) نومي کبانو/ماهیانو د تحفظ لپاره ټاکل سوې نړیواله ورځ ده چي لوی تعداد یې د شتمنو خلکو د وږو خيټو و تاوده دوزخ ته هر ماښام لوېږي. دا نړی څومره تضادات لري !

د عالي طبقې روشنفکران او منوران به سبا بیا د مارکسيزم په مقدسه جامه کي د منځني کلاس و درنو اوريدونکو او لوستونکو ته د خوار او زار مزدوري طبقې د سرو وینو، سپینو خولو، وږي نسونو او تږي سترګو مقدمه بیانوي. سبا به حتماََ د کاپيټاليسټي نړی د لویو شرکتونو ګټه تر نورو ورځو زیاته وي او هم دا د سبا ورځ به تر ټولو زیاته د مزدورانو لپاره د تکلیف ورځ وي چي اجرت به یې بایللی وي.

ایا دا ویلی سو چي د ستر مارکس د سپېڅلي نظریې تر بطن راوتلی د اشتراکیت مست انقلاب او ورسره تړلې د مزدورانو نړیواله ورځ (ورځ په ورځ) خپل ارزښت له لاسه ورکوي؟

د امریکا د شکاګو له ښاره د را پیل سوي تعدي او هم د هغه بېعدالتی خلاف د مزدرانو د دې نړیوالي ورځ لمانځل په امریکا کي اوس هم د یو (۱) می پر ځای د سپتمبر په اوله اونۍ کي کیږي.

د ناتوانانو مزدورانو په سرو وینو را لوی سوي اشتراکي چین کي اوس هم مزدوران د سرو وینو قی وهي.

کمبوډیا چي یو وخت یې د اشتراکیت تر اثر لاندي مست وجود لرلی دی اوس د مزدورانو لپاره تر ژور دوزخ کم نه دی.

ویتنام هم د مارکس تر سپېڅلي نظریاتي اغېز لاندي د مزدورانو په تودو وینو دا وخت د سرمایه دار بازار یو مهم غړی جوړ سوی دی که یې څه هم د مزدورانو طبقه اوس هم د نظریې پر سره انګار د ځان غوښې پخوي او په خپلو اولادونو یې خوري.

د سعودو له عرب څخه نیولې تر امارات، کویت، پاکستان، هند، بنګال او افغانستان پوري داسي نور هم ډیر ملکونه سته چي د سهار پر اووه بجو یې مزدوران د تنور په تاوده سغر دنَنه کیږي او د ماښام پر اووه بجو له غوښو او هډوکو سره پاخه بهر را ووځي. د اتو (۸) ساعتونو لپاره کار کول اوس هم خوب دی او مزدور د خوب لیدلو حق نه لري !

سبا به بیا پر یو (۱) می څوک خوبونه کوي، څوک به یې خوبونه ویني او څوک به یې له خوبونو سره لوبي کوي. دا نړی څومره تضادات لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.