ناچاره بې وسه – لنډه کیسه
کړنګ ژمی و. کرۍ شپه، د زول باران په خپل سور و تال ورېده، او د بوډا له سترګو یې، چې د زړې او ورستې خېمې په منځ کې د اینګور او دوو کوشنیو لمسیانو سره پروت و، خوب لوټه. کرار ته یې نه پرېښودو. ټوله شپه یې د خېمې د څڅوبي، څک څوک ته کاسې کونډۍ…