غزل

عبدالمالک بېکسیار

146
هغه دوې مینې ته لیوالې ښکارېدې خو نه وې
هسې له لرې کلیوالې ښکارېدې خو نه وې
د هغه کلي په ښایست خطا وتلي وو موږ
په چینارونو کې یې ځالې ښکارېدې خو نه وې
نه غرڅنۍ سترګې، نه رم، نه خرامانه رفتار
تش په سینګار لکه غزالې ښکارېدې خو نه وې
حرص د چوکۍ پای کې ختلی و د مشر سر ته
ځینې خبرې یې نورمالې ښکارېدې خو نه وې
هغوی بیا روسته (ان.جي.او)جوړه لندن ته لاړې
موږ ساده ګانو ته ملالې ښکارېدې خو نه وې
موږ چې را ونړېدو، وران شوو، چور – تالان شوو، ورک شوو
زمانې موږه ته زوالې ښکارېدې خو نه وې
د چین ماچین د ښاپېرو مې اورېدلي و ډېر
زما د خیال د نجونو سیالې ښکارېدې خو نه وې
چې لکه ژاولې دې ژوولې بېکسیاره شونډې
ځواب به غواړي که حلالې ښکارېدې خو نه وې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.