غزل
د خپل احساس له نزاكت نه مې سخن زخمي دی
د پستو ټكو په ضربونو مې دهن زخمي دی
هر يو وجود پرهر پرهر دی د غضب په غشو
يه مسيحا! څوك څوك به روغ كړې ، ټول وطن زخمي دی
ای د ستم اوچته داره! زۀ جواب غواړمه
دغه ترې څاڅي زما وينه، كه رسن زخمي دی…