د خپل احساس له نزاكت نه مې سخن زخمي دی
د پستو ټكو په ضربونو مې دهن زخمي دی
هر يو وجود پرهر پرهر دی د غضب په غشو
يه مسيحا! څوك څوك به روغ كړې ، ټول وطن زخمي دی
ای د ستم اوچته داره! زۀ جواب غواړمه
دغه ترې څاڅي زما وينه، كه رسن زخمي دی
وخته! دې ظلم ته به ستا انصاف څه نوم وركوي
بخته! په خپلې تېشې سر د كوهكن زخمي دی
ما ته ګلان ښكاري تڼاكې د خپل سوي زړګي
زما په سترګو كه ئې وګورې، چمن زخمي دی
داسې خلوص په بل تړون کې څوك موندلی نه شي
سترګې اوښكلني دي د يار، زړۀ د مين زخمي دی
څه اندازه د هغه كرب، كوم چې په ما تېريږي
نه مې څوك زړۀ ويني ګـوهــره! نه مې تن زخمي دی
سعید ګوهر (21.08.2010–25.12.1947)
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.