کېښکلې زده کړه

سیدمنتظرشاه هاشمي

344

د کیمیا مضمون خو هسې هم له جنجالونو ډک، یو مضمون دی. لوست یې ځنځیري بڼه لري، که دې لومړی لوست په ځیر سره ولوست، روستی بیا دومره ستونزمن نه وي او که لومړي ته دې ښه پاملرنه و نه کړه، کړۍ خطا شي او بیا تر اخره له زدکړیال د مشوړې سر ورک وي.

هو ،که زدکړیال یا لوستونکي، ښه ولوسته، سمه ګټه یې ترې واخېسته نو هغه دی چې د ژوند ورځنۍ اړتیاوې لکه د اور بلول، دغوړېو سره کول د کتغ پخول، خوړو کې مالګه اچول، چاېو کې بوره اچول، د اوبو او چاېو خوټول او ډوډۍ پخول، خو لنډه داچې له خوراک، څښاک، پوښاک، درملو او ښکلاييزو توکو نیولې بیا د ټولو بشري اړتیاوو په پوره کولو کې کارنده ونډه اخلي، یانې که تولید شوې انرژي یې سمه وکارول شي، ژوند بښوونکی مضمون دی او که ناسمه ګټه ترې واخېستل شوه، بیا دې نو نړۍ ته الله خېر پېښ کړي په بل مخ یې اړوي. هسې په دې اړه یوه کیسه را یاده شوه؛

په لسم ټولګي کې زموږ د کیمیا ښوونکی یو هېښنده استاد و، اوس مې هم چې د هغوي د تدریس مینه ناکه، هڅونکې او د ولولو ډکه تګلاره را یاده شي، لېمو کې مې بیا اوښکې شېبې نه تېروي، د استاده خبره په کیمیا کې د اوبو ترېو محلول (اوښکې) مې له سترګو څاڅي. همدا شېبه بیا واېم چې کاش اوس هم د هغو استادانو زدکړیال وای چې زما د ژوند په سمون کې یې رښتنی بدلون راوستی دی.

هسې نه وه چې نورو استادانو هلې ځلې نه کولې، ټولو استادانو زیار ګاله خو داسې استادان بیا د ګوتو په شمار وو، چې زیار به یې ویسته چې زده کړیال په اسانۍ سره پوه کړي. استاد په دې پوهېده چې د کیمیا ټول لوستونه یوازې په اورېدو سره په ذهن کې نه کښېني، عمل ته اړتیا لري،  له غوږونو، سترګو او اند نیولې بیا آن تر لاسونو او پښو پورې پکې زدکړیال بوختیږي.

هر استاد ځانته ځنې تدریسي اصطلاحګانې لري، د کیمیا استاد اصطلاح ˮکېښکلې‟ زده کړه وه، تل به یې وېل چې کله دې کیمیاوي فورمولونه په ذهن کې کېښکلی کښېناستل، هماغه دی چې په اسانۍ دې له ذهنه نه ځي، کیمیا ډېره وفاداره پوهه ده که دې کېښکلې زده کړه، بریالی انسان در څخه جوړوي. له همدې کبله استاد کوښښ کاوه چې تر خپلې وسې خپل لوست ته عملي بڼه ورکړي نو لومړی به یې له تورې دړې په ډېر احتیاط سره پېل کاو.

هغه ورځ یې د لوست یوه بل شانتې ورځ وه، په هغې ورځ یې د کیمیا په فورمولو کې نوی، نوی فورمولې کارولې چې اوس مې هم په ذهن کې یوې رڼا ته لاره باسي. په هغې ورځ یې د تورې دړې پر مخ کیڼ خواته د سودیم (Na) نښه ولیکله، زیاته یې کړه دا هغه فلز دی چې په خپلواکه هوا کې ژوند نه شي کولای، ځانله نه درېدای او نه کښېناستی شي، د ساتلو چارې یې هم اسانه نه دي مجبور دی چې په ځانګړو توکو  (تېلو)کې یې وساتئ، کنه وجود یې ګران دی چې بې داغه پاتې شي، بله داچې نور پياوړي عناصر یې ځانته کشوي او مادي هستي یې تروړي. وېل یې؛

د دې لپاره چې سودیم بازار ته راووځي، خلک یې وپېژني، خلکو ته یې خېر او ګټه ورسیږي باید نورو عناصرو سره یو ځای شي یانې د نورو عناصرو سره تعامل وکړي. کله یې چې نورو ته لاس ورکه بیا په خپلو پښو درېږي، بازار ته ځي، خلک یې ویني. اړیکي یې کلکیږي او د یو کارنده توکي په توګه یې بازار کې ارزښت پېدا کیږي.

بیا یې تباشیر د سودیم (Na) ښي څنګ ته کېښود،  د جمعې (+) نښه یې ورسره زیاته کړه  او ویې وېل چې د دې نښې په کارولو سره، سودیم یو بل عنصر ته د مرستې لاس غزوي چې ورسره یو ځای شي ګوندې پر خپلو پښو ودریږي او د تېلو له بويناک زندانه راووځي.

پوهېږئ!

دی خو ځانته، ګوښی او په تېلو کې پروت دی، مجبور دی چې د خپل پاېښت لپاره یو چا ته د یوون (یووالی) لاس ورکړي، دی باید په دې اړه په ډېره ځیرکتیا سره غور وکړي چې ژر تر ژره بل عنصر ځانته ومومي او ځان د خاورو له تېلو او نورو محلولونو له بنزیني کړېو وژغوري او خپلواک شي.

بیا یې د جمعې (+) نښې، ښۍ خواته د کلورین (Cl) نښه ولیکله، ویې وېل؛ دا غاز دی، دی هم په تشیال کې یوازې ګوزاره نه شي کولای، نور عناصر یې دښمنان دي په اسانۍ یې ترلاسه کوي، دا چې کمزوری دی نور پیاوړي عناصر یې د خپل ځان غنیمت بولي. دی هم مجبور دی چې داسې چاته تکیه وکړي چې په چاپېریال کې ارزښت ومومي، ولو که هغه کمزوری هم وي  او شتون یې ثابت شي نو د ده لپاره هم د سودېم په شان یو چاته اړتیا ده، کلورین په دې هم ډاډه دی چې که دوه کمزوري سره یو ځای شي نو د بل زورور عنصر وس په اسانۍ پرې نه رسیږي.

بیا یې د کلورین ښۍ خوا ته د تیر (   ⇒  ) نښه ولګوله، ویې وېل دا هغه نښه ده چې د دوي دواړو تر منځ تودوخه، همغږي کوي، تودوخه خو پرته له دې هم د ژوند بېخبنا ده، چې له کبله یې د دوو عناصرو یو او بل ته له ځان تېرېدنې روحیه پیاوړې کیږي. دا نښه د دوو عنصرونو د یو ځای کېدو او پاېښت لپاره یو ﹸپل او سالم خوځښت دی، نه یوازې دوي همغږي کوي، بلکه د دوي په منځ کې د یوون (یووالی) چاره چټکه وي، دوه عنصرونه سره نږدې کوي چې ډېر ژر یو نوښت ته لاره هواره کړي.

له دې غونډلې د بشپړېدو روسته استاد لاسونه ټک وهل، د تباشیر ګرد یې له لاسونو وڅانډه، موږ ته یې مخ راواړاو؛ تر دې ځای خو کومه پوښتنه نه لرئ؟

موږ ته چې د استاد دا خبرې لکه بازار، پېژندنه، اړیکې،ﹸپل، خوځښت، پاېښت، ارزښت او… نوی، ناهضمه او نابلده ښکارېدې، هره یوه په خپله یوه پوښتنه وه او ډېرې را باندې ښې هم نه لګېدې له ناچارۍ مو د تائید سرخوځاو. موږ د استاد پوښتنې ته په فکر کې ډوب تللي وو، سرونه مو له وېرې ځوړند اچولي وو چې ګوندې یو ځل پر موږ غږ و نه کړي چې ته ووایه، خو، چوپتیا هله ماته شوه چې په ټولګي کې د درجې له زده کړیالو یو پورته شو وې وېل؛

استاد تا ولې د سودیم لپاره کلورین غوره کړ او کوم بل عنصر نه و؟

استاد موسکی شو؛

  • ډېره مننه، پوهېږم چې په غور سره لوست ته پاملرنه لرئ، ښکلې او بې جوړې پوښتنه!

بیا یې ټولو ته مخ راواړاو، زیاته یې کړه چې؛

  • اوبو اخېستې، ځک ته هم لاس اچوې، چې بې وسې شوی، پرته د یو بل له لاسنیوي ژوند ګران شي، دوي دواړه هم مجبور دي چې یو بل سره غاړه غړۍ شي، که نه هغه عناصر چې پیاوړي مدارونه لري په خپل ځان کې به یې ویلي، دل او حل کړي. ‎

له دې روسته یې د تیر (  ⇒   ) مخ ته د دواړو عنصرونو (سودیم او کلورین) نومونه په ترکیبي ډول ولیکل، ویې ویل؛

  • دې ترکیب ته سودیم کلوراېډ (NaCl) یا مالګه وايي. ومو لیدل چې د دوي له جوړښته یوه نوې خوندوره ماده چې مالګه یې بولي لاسته راغله. مالګه داسې ترکیب دی چې د نړۍ هر تن، هره پخلنځۍ ورسره اشنا او هر دسترخوان ورباندې ښکلی او برکتي دی. له همدې امله مالګه بدلون او اوښتون دی، دې کې اوس په ځانګړې توګه د سودیم او کلورین خوند نه حس کیږي، پخوانی کمزوری کیفیت نلري د پخوانېو اجزاو خوند په کې نشته، اوس لوړ کیفیت لري او په هره کورنۍ کې یاد توکی دی، که کومه ورځ په پخلنځي کې نه وي په هغې ورځ څوک تاوده خواړه نه پځوي.

د کیمیا په ساعت کې د استاد خبرې ټولې کیمیاوي وې، خپله خبره یې وغزوله؛

  • مالګه د خپلو جوړونکو اجزاوو جلا ځانګړنې لري، که خوړو کې یې په برابره اندازه واچوې د هغوي خوند برابروي، بدن په توله (توازون) کې ساتي، که تازه سابه او مېوې پرې پرېولې، د هغوي جراثیم له منځه وړي او که په خاورین بام یې واچوې د اورښت پر مهال نه څڅیږي.

بیا یې تکرارې ووېل؛

  • دا هم له یاد مه باسئ چې اوس مالګې په بازار کې فزیکي حضور پېدا کړ د دواړو اجزاو شتون یې په خپلواکه فضا کې منځته راوړ. مالګه د ژوند خوند دی. د نړۍ ډېری پاخه خواړه بې مالګې بې مزه وي. مخکې د مالګې له جوړښته دوه عنصرونه ګوښی او ناپېژانده و، چې یو ځای شول یوه خونده وره ماده یانې مالګه یې جوړه کړه. مالګه هغه بنسټیز بدلون دی چې پخوا د مالګې په جوړوونکو اجزاو کې نه و، دې ته کیمیا پوهنه کې نوښت وايي، نوښت د ژوند لاره ده او همدا نوښتونه د پرمختګ او ودې پېلامه ده. که بدلون، نوښت او وده نه وي، ژوند درېږي. همدا بدلونونه دې چې په نوو علمي اوښتونونو اوړي چې ورته تړنګونه، تړاوونه، نوښتونونه او اوښتونونه هڅاند انسان د ژوند لوړو پوړېو ته رسوي.

هغه شپې هغه شېبې، هغه استاد، هغه ښوونځي. هسې له کلونو روسته مې د استاد کیمیاوي خوږې خبرې، د خوږو سابښونکو غونډلو سره لکه ستوري د ذهن په خوګلن تشیال کې وځلېدې.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.