۱: روژه د دوزخ د اور لپاره سپر ده. (۳۵بخاري)
۲:څوک چې د روژې په مبارکه میاشت کې خپل ایمان او د ثواب د لاسته راوړلو په موخه روژه ونیسي تیر ګناهونه یې بښل کېږي.(۳۸بخاري)
۳:په هغه ذات مې دې قسم وي چې زموږ د نفسونو مالک دی. د روژه لرونکي د خولې بوی د الله ج په وړاندې د عنبرو نه هم خوشبویه دی. (۴۹۸۱بخاري)
۴:ریان د جنت هغه دروازه ده چې د قیامت په ورځ به یوازې روژه لرونکي په هغه جنت ته ننوځي.
۵:که څوک په روژه کې دروغ ویل او نورو ناوړو کړنو څخه ځان ونه ساتي نو خدای ج یوازې د هغه د خوړو او اوبو بندولو ته اړتیا نه لري. (۱۹۰۳بخاري)
۶:که څوک د قدر شپه د ثواب د لاسته راوړلو په نیت ټوله په عبادت تیره کړي نو الله ج به یې ټولې ګناوې وبښي. (۳۵بخاري)
۷:پیشلمی وکړئ ځکه د پیشلمي په خوړو او څښاکو کې خیر او برکت دی. (۱۹۲۳بخاري)
۸: الله ج فرمایي:هر عمل چې د ادم اولاد یې ترسره کوي د خپل ځان لپاره یې دي پرته له روژې نه چې زما لپاره ده او زه به خپله د هغه اجر ورکوم.
۹:کله چې د روژې مبارکه میاشت پیلیږي د جنت درازې خلاصېږي او د دوزخ دروازې بندېږي او شیطانان په ځنځیرونو تړل کېږي.(مسلم۱۰۷۹)
۱۰: خلک به تر هغه پورې په خیر کې وي تر هغه چې په روژه ماتي کې عجله کوي.(مسلم۱۰۹۸)
۱۱:روژه لرونکی باید بدې ویناوې ونه وایي او د ناپوهۍ کارونه ونکړي(بخاري۴۹۸۱)
۱۲:هر چا چې د رمضان میاشت روژه ونیوله او ورپسې د شوال د میاشتې شپږ روژې ونیسي د یو کال د روژو ثواب به ورته رسیږي(مسلم۱۱۶۹)
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.