غلطې مشورې مو له ستونزو سره مخ کوي

ليکنه: محمد عاصم مايار

310

جرمني ته راغلي ډېر خلک په ځانګړي ډول تنکي ځوانان د نابلد چاپېریال او ژبې د نه پوهېدو له امله ډېر ځلې په غلطو اوازو او مالوماتو تېروځي چې ځینې وخت یې همدا تېروتنه ژوند ډېر تریخوي. دا ډول مالومات د اوازو او یا ټولنیزو شبکو له لارې دوی ترلاسه کوي چې سلسله یې تر افغانستان هم رسېږي. له بده مرغه په افغانستان کې د قاچاقبرو او د هغوی د شبکو له لوري تنکيو ځوانانو ته دومره تبلیغات کېږي چې د ځینې ډېر نورمال ژوند په دې هیله په قمار وهي چې اروپا کې به تر هغې د ښه ژوند څښتن شي. د غلطو مالوماتو دا سلسله د غیر قانوني مهاجرت په ټول مسیر کې هم دوی ځپي.
که څه هم مهاجرین جرمني ته تر رسېدو دا ستونزې پر ځان مني، خو هغه غلط مالومات چې هدف ته تر رسېدو وروسته دوی اغوا کوي ډېر زیانمنونکي دي. د بلکې په ډول زه داسې ځوانان پېژنم چې په ایټالیا کې د ماسټرۍ د زده کړو له بورسونو تښتي څو په جرمني کې پناه واخلي. دوی فکر کوي او یا هم ورته ویل شوي چې د اسناد ترلاسه کولو ورسته د زده کړو ډېر فرصتونه شته چې پکې خپل تحصیل مخ ته وړی شي خو دا صحیح نه ده.
دویم یې د پناه اخیستو پر مهال د سن غلط مالومات ورکول دي. تنکیو ځوانانو ته ویل شوي چې تر ۱۸ کلو ټيټ عمر لرونکي کسان زر اسناد اخلي. چې دا په ځینو شرایطو کې صحیح هم ده. خو داسې کسان هم شته چې د پوهنتون د زده کړو سربېره په جرمني کې خپل سن ټیټ ورکړی. دا کټګوري خلک بیا نشي کولای خپل تحصیلي اسناد په جرمني کې ښکاره کړي او یا ترې کار واخلي. او د دوهم ځل زده کړو حوصله هم نه لري. د دې برخې مهاجرو بله ستونزه دا ده چې دوی ته د ځینو کارونو پر مهال خپل تحصیل او د هغې له کبله غرور مخ ته درېږي چې دا کار یې د کار کړلو څخه د مخ اړولو لامل کېږي. دا تېروتنه کرار کرار د دوی وخت ضایع کوي او په ډېرو سختو رواني ناروغیو یې اخته کوي.
دریمه کټګورۍ غلط مالومات د کوربه هېواد د قوانینو په اړه دي. مهاجر ځوانان د دې پر ځای چې د رسمي ادرس څخه خپور شوی قانون یا کوم کتاب ولولي د نورو کسانو په غلطو مالوماتو باور کوي. ستونزه دا ده چې دوی ته سپارښتنه کوونکي کسان هم ډېره ټيټه سطحه لري او د قانون په اړه کره او اړین مالومات نه لري. هغوی هم د اوازو او نورو لارو چارو له کبله په دې مالوماتو تېر وتلي وي. دا ډول ډېر نور موارد هم شته چې د ځینو ځوانانو پاکې هیلې لکه په اروپا کې زده کړې او ښه ژوند جوړول ناممکن کوي.
له همدې کبله اړتیا ده چې په هر چا د باور کولو پر ځای د مالوماتو او قوانینو رسمي خپرونکو ته مراجعه وشي. له نیکه مرغه اوس په انلاین ډول ډېرې کره سرچینې شته چې د قوانینو، ژوند، چاپېریال او نورو اړینو مواردو په اړه مالومات خپروي. دا ادارې په فیسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو شبکو کې د لاسرسي وړ دي. د امکان تر حده باید خپل مالومات په خپله د لوستو او یا هم د رسمي خپروونکو ادارو د ویډیو ګانو په کتلو لوړ کړی. ځکه صحیح مالومات ستاسو توانایي لوړوي او مرسته درسره کوي څو چاپېریال ښه وپېژنئ او بیا د هغو له شرایطو سره ځان جوړ کړی. په قوانینو او ژبه پوهېدل ستاسو ژوند او نورې چارې اسانوي. که تاسو له دغو مرحلو تېر شوي یاست، بیا هم د کوربه هېواد د سیسټمونو سره د ځان عیارولو لپاره هره ورځ زده کړیز مواد وګورئ. ځکه ځینې قوانین او شرایط بدلېدونکي دي.
که مو مالومات رښتيني او کره وي، د نورو هغو هېوادوالو سره چې د غلطو مالوماتو له کبله په ستونزو کې دي مرسته وکړئ څو د هغوی ژوند وژغورل شي او یا له ستونزه خلاص شي. د قانوني مشورو لپاره حقوقي وکیلانو ته مراجعه وکړئ، هغوی درته، ستاسې د اسنادو د پروسس او ستونزو د راتلونکې په اړه تر فیس اخیستو دمخه، ویلی شي چې کوم ځای ته مو قضیه رسېږي او یا له څه ډول راتلونکي سره مخامخ کېږي. په دې توګه دا مالومات مرسته درسره کوي چې سم تصمیم ونیسئ.
په دې هیله چې د اوسني عصر له غلطو مالوماتو خوندي اوسئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.