غزل
مينې درته وتړلم ستا د درګاه سيوری شوم
تور راپورې ښهٔ شو اوس ايله د مطلب توری شوم
تېرو خاطرو کې دې مرموزې موسکا واخيستم
شوق مې وزر وټپول ما چې ويل ستوری شوم
دومره ژر دې مهٔ غواړه راکړی تصور ښکلې!
کور دې د اړتيا خراب شي ځکه خو…