د «فرهنګي ماښام» مشاعرې بشپړ راپور

عبدالوهاب مومند

128

بغلان ادبي بهیر د «فرهنګي ماښام» تر نوم لاندې خپله کلنۍ مشاعره ترسره کړه!
پنجشنبه، ۱۴۰۳/۴/۷

د بغلان ادبي بهیر «فرهنګي ماښام» په دغه مشاعره کې د مرکزي بغلان، پلخمري، ډنډغوري، دوشي او نهرین ولسوالیو څخه شاعرانو، لیکوالانو، دولتي مسوولینو او فرهنګي ځوانانو برخه اخیستې وه، دغه راز د بلخ ولایت شاعران هم په یاده غونډه کې ګډونوال وو.
د ماښام له لمانځه وروسته د بغلان ادبي بهیر «فرهنګي ماښام» مشاعره د نورګل اندړوال او جاوید حکیمي په پښتو/دري انانسرۍ پیل شوه. د مشاعرې لا ښکلا لپاره انانسر قاري صاحب احمدالله ته بلنه ورکړه چې د څو قرآن عظیم الشان آیاتونو باندې غونډه لا رنګینه کړي. د لومړي ویناوال په توګه د مشاعرې پرانیستې لپاره د بغلان ادبي بهیر په استازیتوب محمد وسیم مومند را وغوښتل شو، تر څو ګډونوالو او مېلمنو ته ښه راغلاست وايي او د غونډې په آجنډا هم رڼایي واچوي. د بغلان ټولنیز او فرهنګي فعال مؤمن خان صافی دویم ویناوال و، چې د ادبي او کلتوري فعالیتونو په برخه کې د بغلان ادبي بهیر هڅې یې وستایلې او هیله یې دا وه، څو دغه فعالیتونه باید د بغلان ګوټ ګوټ ته وغزول شي. شاعر او خبریال راز محمد راز درېیم ویناوال و، چې د بغلان ادبي بهیر د یوې نیمې لسیزې فعالیت یادوونه یې وکړه او د یاد بهیر پر هڅو وغږېده.
د ښاغلي راز صاحب له وینا وروسته د خبرو پړاو پای ته ورسېده او د مشاعرې برخه پیل شوه، د لومړي شاعر په توګه د مرکزي بغلان غښتلی دري ژبی شاعر عبدالرؤف وافي را وغوښتل شو او خپل شعرونه یې ګډونوالو ته واورول او په همدې ترتیب د مشاعرې برخو کې دغو شاعرانو خپل شعرونه وویل: ۱ـ ضیا ضمیر ۲ـ غفران سیال ۳ـ استاد جمعه خان توخی ۴ـ محمد الله درد ۵ـ ضیاء الحق نګهت (دري ژبی شاعر) ۶ـ احسان الله احساس (ترنم) ۷ـ کډوال صافی ۸ـ محمد طاهر قلمدوست (پښتو او دري ژبی شاعر) ۹ـ عمیر ځاځی ۱۰ـ محمد حسن عمري ۱۱ـ خالد صافی ۱۲ـ نعمت لیونی ۱۳ـ سلیم طوفان ۱۴ـ ناصر سروري ۱۵ـ نهضتیار حقیار (ترنم) ۱۶ـ فهیم وردک ۱۷ـ جاوید فروغ (دري ژبی شاعر) ۱۸ـ تاج محمد جاهد ۱۹ـ اشرف درویش ۲۰ـ عبدالمبین صافی ۲۱ـ عبدالوهاب مومند…
هېره دې نه وي چې تر ډېره د نوموړو شاعرانو په شعرونو کې مینه، محبت، وطنپالنه، پرمختګ، د ورورولۍ او د وطن د آبادۍ انځورونه منعکس کېدل چې د یادې مشاعرې ګډونوالو ته یې د ښه ذهنیت جوړونې پیغامونه رسول.
په وروستۍ برخه د مشاعرې ارزونه د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وکړه او د غونډې دعایه هم هاشمي صاحب په ښکلو الفاظو پای ته ورسوله. د مشاعرې له پای ته رسېدو سره جوخت ګډونوال د شپې طعام خوړلو ځای ته بدرګه شول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.