غزل
فاصلې ډېرې دي، زما او د جانان تر منځه
لا خو ځوړند یمه، د ځمکې او اسمان تر منځه
ساقي، زما او د یار منځ کې رقیب مه کېنوه
مالګه څوک نه ږدي، د پرهر او درمان تر منځه
چې ورځ تر ورځه د نږدې نظر کمېږي زما
دُوند راخورېږي اوس، زما او د خپل ځان…