راځی له طالب سره په ګډه دا خر له  خټو وباسو

غلام نبی ګل

202

تصمیم د بری لومړی شرط دی دا جمله د شهید داوود خان د لیکلی کتاب نوم ده .

د شهید داود خان خبره په خپل ځای خو زه د خپلو تجربو له مخی وایم چی سروی د بری لومړی شرط دی که یو څوک چیرته دوکان خلاصوی اول باید هغه ساحه سروی کړی , که یو څوک د شیدو یا چرګانو فارم جوړوی د هغی د پاره باید مارکیټ سروی کړی, که یو څوک چاته خور یا لور ورکوی هغه کورنی باید سروی کړی , لنډه دا چی هرچاته لازمه ده چی د سروی په اهمیت وپوهیږی او هغه د خپل ژوند به هره برخه کی عملی کړی.

د حکومتونو او دولتونو لپاره سروی د ملا د تیر حیثیت لری که په سروی ځان روږدی نه کړی راپریوزی , که په سروی ځان روږدی نکړی په دی نه پوهیږی چی زه وړاندی تللی یم که وروسته, که په سروی ځان روږدی نکړی  به دی نه پوهیږی چی د حکومت د محبوبیت کچه یی پورته شوی که ټیټه شوی , د بر حال حکومتونو څخه په لویو غونډو کی د سپین ګیرو ننګی همیشه وی خو دا سروی ده چی اصلی نتیجه راوباسی.

روسانو سروی نه وه کړی په افغانستان راننوتل پیله یی ټولو ته معلومه ده , امریکا خپل بیروتی ټیم نه وه سروی کړی پیله یی معلومه ده.

په هر حال دا چی زما ټولی لیکنی اسلامی امارت ته متوجه دی او باور می هم همدا ده چی طالب صاحب به حتمی یو ورځ واقعیتونه درک کړی او که یی درک نکړی لکه نورو چی نه وه درک کړی او لاړل دوی به هم ځی , هره ورځ د حکومتونو بی وخته تبدیلی راتبدیلی په هیڅ هیواد کی د چا په ګټه نه وی . زه وایم راځی ټول سره لاس ورکړو او دا خر له همدی طالب سره په ګډه له خټی راوباسو.

زما مشوره اسلامی امارت ته دا ده لکه یو ماڼو چی بی له قطب نما په بحر کی وړاندی نشی تللی اسلامی امارت بی له سروی وړاندی نشی تللی , ټول وزارتونه باید په خپل تشکیل کی د سروی دیپارتمنت او د سروی مسلکی کسان ولری .

ما د وزارت داخلی د یو افسر نه پوښتنه وکړه چی د اسلامی حکومت په راتګ سره د جمهوریت د وخت په پرتله په جرمونو کی کوم تغییر راغلی  هغه وویل چی هیڅ تغییر نه دی راغلی بلکی جرمونه زیات شوی اوس دا یو سروی غواړی ,باور خو دا ده چی په اسلامی حکومت کی باید د جرمونو کچه ټیټه وی دا چی ولی ټیټه شوی نه ده  نو اوس یی د لاملونو سروی په کار ده . دا چی په هیواد کی د بیکاری کچه لوړیدو زی دا سروی غواړی چی لاملونه یی پیدا شی .

 څو هفتی وړاندی می د یو نانوایي نه د صبح ناری لپاره  ډوډی اخیسته یو ځوان تن و من کس راغی له نانوایي نه یی غرض ډوډی غوښته نانوایي ورته وویل چی دسلاف می نه دی کړی که تا ته قرض ډوډی درکړم نو ټوله ورځ به رانه خلګ قرض وړی ( غلط باور ) هغه کس ورته وویل چی په پرون غرمه مو هم په دسترخوان ډوډی نه درلوده او بیګا هم نوره د خوښه , په هرحال د هغه کس مشکل په هغه ځای د یو چا له خوا حل شو خو دا یو بیلګه ده که حکومت د یو سروی په وسیله هغه کورنی (چی که له ولږی مړه هم شی سوال نه کوی او بازار ته نه وځی) پیدا نکړی چی په خپل دسترخوان د یو وخت یا دوه وخته ډوډی لری او نور وږی بیدیږی, په داسی یو حالت کی د جرمونو کچه لوړه زی له دولته د خلکو نارضایتی زیاتیږي په هره اندازه چی په هیواد کی له دولته د خلکو نارضایتی زیاتیږی د دولتونو عمر کمیږی دا په ټوله نړی کی منل شوی فرموله ده.

وما علینا اللبلاغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.