لوټ شوې دنيا

عبدالوکیل متین

135

وړه غوندې دنيا وه هغه هم ورانه ويجاړه
څه لوټ شوه څه د شومو هوسونو سره لاړه

بلبل د ګل له مخ نه ګل بېزار دی له بلبله
نه مينه شوله پاتې نه ياران غاړه په غاړه

د وخت سپېرو بادونو کړه ميره سمسور باغونه
کښېنې په وچو څانګو يا قارغه او يا خراړه

څوک ځان په زرو پلوري څوک ناموس ساتي په وينو
چا زار کړل له شاباس نه اخرت او دنيا دواړه

عظيم انسانيت شو بند په دام د سازشونو

فتنې د پردو خپلو چې يو ځای شوې سره واړه


حالات له غمه ډک دي نه جوړېږمه خندا ته
زړګی هم راته وايي ای متينه! ژاړه، ژاړه


—- جولآی – ۱۰ – ۲۰۰۶

منټيکا – کليفورنيا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.