د کرکټ نړۍوال جام؛ سوېلي افریقا په نیمه پایلوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

82
هجرت الله کاکړ (پژواک) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شل ‌اووریز جام سیالیو په لړ کې نیمه پایلوبه سوېلي افریقا ته وبایلله.
د نننۍ سیالي پچه افغانستان وګټله او په خپله یې لومړی توپوهنه ترسره کړه.په دغه سیالي کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې په ۱۲م اوور کې یې ټول لوبغاړي په ۵۶ منډو وسوځېدل.

همدارنګه، نن د افغان لوبډلې د پیل توپوهونکي د سوېلي افریقا د توپ اچوونکو پر وړاندې پاتې راغلل او خپلې وېکټې یې ژر ژر له لاسه ورکړې.

په دغه سیالي کې رحمان‌الله ګربز په صفر، ابراهیم ځدراڼ په دوه منډو، ګلبدین نایب په نهه منډو، عظمت‌الله عمرزی په لسو منډو، ننګیالی خروټی په دوه، کریم جنت او راشد خان په اتو منډو، نوین‌الحق په دوو، محمد نبي او نور احمد بیا په صفر وسوځېدل.

په مقابل کې سوېلي افریقا د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف په نهم اوور کې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د نهو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

د یادونې ده، په شل اووریز نړۍوال جام کې به نن ماښام اووه بجې د هندوستان او انګلستان ترمنځ دویمه نیمه پایلوبه ترسره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.