د دوحې ناسته؛ زموږ لوړ توقعات او ناوړه قضاوتونه

عبدالوحید وحيد

302

افغانستان له تيرو پنځو لسيزو راهيسې د خپلو او پرديو لخوا په ورانوونکو جګړو او شخړو کې لتاړ هېواد دى. جګړه که هر څومره سپيڅلتيا ولري يا هم د يوه اړخ مجبوريت او مکلفيت هم وي خو دَ يويشتمې پيړۍ د پرمختګونو په ډګر د وياړ ارزښت نه لري. هېواد ته ويجاړي راوړي، باورونه له منځه وړي، کلتوري ځانګړتیاوې اغيزمنوي، د ولس ترمنځ درزونه رامنځته کوي، ټولنيز جوړښت ته زيانونه رسوي او ملي ارزښتونه ويروسي کوي. موږ وليدل چې د پرديو يرغلونو په وړاندې زموږ سوچه او نګه جهاد هم له پرديو څخه د ملاتړ د ترلاسه کولو له امله ټکنى شو.

د پرديو په نوښت او لګښت سياسي تړونونه هم که هر څومره د بې پرې اړخونو په منځګړیتوب او د ډيرو نزدې بهرنیو دوستانو په هڅو او هاند لاسلیک شي بيا هم نيمګړتياوې لري. پردئ ګټې پکې خوندي شوې وي او پردي زموږ په سياسي، کلتوري، ټولنيزو او نورو ځانګړتياو باندې دومره نه پوهيږي لکه موږ  چې خپل کورني نزاکتونه او حساسيتونه سنجولاى شو. د پرديو په نوښت زموږ د ستونځو د حل لپاره د پرديو په منځګړيتوب تر ټولو مهمه نيمګړتيا داده چې موږ په خپله د خپلو تشو ډکولو، په خپلمنځي ناستو کې د خپلو ستونځو هوارولو وړتیا او په دغه تړاو په خپل ولس باندي د شخړو د هوارولو باور له لاسه ورکوو. البته د پرديو لخوا د اسانتیاو په برابرولو باندې مې د نيوکو ګراف ښکته دى.

د جګړو او شخړو له امله نه يوازې دا چې افغانستان د ساينس او ټيکنالوژي په برخه کې خورا وروسته پاتې هېواد دى، د نشه يي توکو په توليد او په پرديو مرستو باندي متکي اقتصاد لري، بلکې متأسفانه د سياسي بدلونونو لپاره نوښتونه او ميکانيزمونه رامنځته کول مو هم په پرديو پورې تړلي دي او اوس په سياست کې هم په پرديو باندي متکي ولس يو. په پرديو کوڅو کې ګرزو او په اصطلاح د بين المللي ملاتړ کچکول ګرزوو. فکر کوو چې بيا به بن په شان يوه د واک او دالرو د وېش غونډه جوړه او  به بيا واکمن شو. زموږ په سياسي ناستو کې ډيرى وخت داخبره تکراريږي چې زموږ پرونۍ نيمګړتياوې، کمزورې حکومتولي او همدغه شان زموږ نننى ناورين هم د پرديو لخوا د طرح شوي پلان برخه ده. يعنې موږ د شطرنج مهرې يو چې پردي لوبغاړي مو له يوه ځايه بل ځاى کې ږدي.

دغه ذهنيت چې  ولس او سياسي زعامت مو د خپل سرنوشت ټاکلو او په خپله له خپل کور څخه د ټولنيز ويښتابه او ناخوالو ته د غبرګون ښودلو وړتیا نه لري يو خوا او دا چې موږ د پرديو له رامنځته کېدو او د هغوى له لاسنيوي پرته هيڅ نشو کولاى، بل داسې اروائي (نفسياتي) رنځ دى چې زموږ ټولنيز بدن يې فلج ګرزولى دى.

په دوحه کې طالب چارواکي او نړيواله ټولنه نن خپله غونډه پيلوي، خو داسې ښکاري چې زموږ حکومتي اړخ ته له نړيوالې ټولنې څخه يوازې د خپلو فرمايشاتو منلو دنده سپارل شوې ده او د ااا  مخالفين ځينې له ناستې څخه د ااا د نسکورولو ګواښ اوريدو ته په تمه دي، يا هم اقلاً په ااا باندي د لانورو سختو بنديزونو لګول او د فشار زياتولو توقعات لري، خو څرګنده خبره ده چې اقلاً د اوس لپاره د داوړو اړخونو غوښتنو ته د تحقق ورکولو لپاره مساعد شرایط نه دي رامنځته شوي او نړيواله ټولنه تير تاريخ او د طالب مشرتابه لخوا د ژمنو باندي د عمل نه کولو نيمګړتيا ته په کتو لاهم په هغه موقعيت کې قرار نه لري چې د کوم لوري فرمايشات ومني.

که په هېواد کې روانې ناخوالې ختمول او افغانستان بيرته د سيالانو په کتار کې درول غواړو، نو له نورو څخه به يوازې د خپلو خبرو د منلو غوښتنه پريږدو، د ځان ډلې او انډيوالانو لپاره د امتيازاتو ترلاسه کولو سياست ته به  لکه د اوس په شان اقلاً لومړيتوب نه ورکوو؛ د ناستو په تړاو د ښه او بد قضاوت به د خپل ګډون او نه ګډون پربنسټ نه کوو او په سياسي ناستو کې به خپلو ډلو ته د ګډون د فرصت غوښتلو پرځاى د هيواد بنسټيزې ستونځې په اجنډا کې د شاملولو لپاره مبارزه کوو. په نورو باندې د سمون او بدلون لپاره د نيوکو له کولو ورهاخوا به په خپلو نيمګړتياو باندي هم فکر کوو له هېواد څخه بهر د ناستو پرځاى په هېواد کې د ننه له ستونځو او ناخوالو سره مبارزه په مراتبو ښه ده. که زموږ ځوانان د وطن لپاره د قرباني ورکولو اصل ته ژمن ګڼو، نو سياستوال ولې همدغه قرباني نشي ورکولاى؟

که د دوحې په ناسته کې مو د ګډون فرصت له لاسه ووت، نو پړه نه ياست او ستاسو د ګډون او يا هم د نه ګډون له امله کومه  څرګنده ستونځه هم نه رامنځته کېږي. ډاډه اوسئ چې د دوحې ناسته د بن له ناستې سره توپير لري. په دوحه کې د امتيازاتو د وېش پروسه نشته. د سياستوالو لخوا باید  له ولس سره د ناستو کولو، د هغوى غوښتنو ته د غوږ نيولو د هغوى اعتماد تر لاسه کولو په برخه کې د ګامونو پورته کولو جرئت او همت کولو ته ارجحيت ورکړى شي.  راځئ د ولس په عادي ناستو کې ګډون وکړئ. د هغوى غوښتنې هيلې اړتياوې او لومړيتوبونه  واورئ او له هغه وروسته خپله سياسي تګلاره وټاکئ.

په کور د ننه د اساسي قانون جوړولو، د نظام جوړولو، د ملت جوړولو، د سياست سمولو او د علم ساينس او ټيکنالوژي په اوسني عصر ځوان نسل ته د زده کړو فرصتونو برابرولو لپاره خو مو چيغې وکړې، بغارې مو ووهلې او عذرونه مو وړاندې کړل، خو متأسفانه په حاکمه ډله کې د سمون او بدلون لپاره د اړتیا د احساس کچه لاهم ښکته ده. هغوى لاهم متأسفانه خپلو انډيوالانو ته امتيازات ورکول او په واک باندي د خپلو منګولو ټينګول لومړيتوب ګڼي او د افغانستان په مسائلو او وسائلو کې د نورو افغانانو  د حق سلبولو په مبارزه کې لتاړ ښکاري. البته موږ باید د تل لپاره سوله ييزې مبارزې ته ژمن واوسو او په سياسي ترمينالوژي کې د خپلو کورنیو شخړو د هوارولو لپاره د توپک کارولو ذهنيت ته د پاى ټکى کېږدو.

د دوحې ناسته د ااا ته په خپلو مټکورو تګلارو کې د سمون او انډول رامنځته کولو او د تقابل په سياستونو کې د اعتدال راوستلو لپاره په زړه پورې فرصت وړاندې کوي چې ممکن په تيزي سره له لاسه د وتلو په درشل کې وي. په يقين سره وايم چې تيرو ناخوالو او د نسکوريدو بدو پايلو ته په لکه د پروني نظام د نړيدو د مخالفت په څير د اوسني حکومت  نسکوريدل هم د هېواد او ولس په زيان ګڼم خو له هر ډول شک او شبهې پرته وايم چې د طالبانو د مشرتابه اوسنى دريز چې څومره هم دوام مومي په همهغه کچه يې هېواد ولس او حاکمې ډلې ته د زيانونو ګراف لوړيږي.

په نړيواله او سيمه ييزه کچه د سوداګريزو نوښتونو رقابتونو او د انرژي له پراخو سرچینو څخه  انرژي ته د اړتیا درلودونکو هېوادونو ته د انرژي د لېږد لپاره د افغانستان د جيوستراتیژیک اهميت کچه لاهم لوړه ده. نړيواله ټولنه تيرو اشتباهاتو ته په کتو په عمومي ډول له ااا سره د تعامل پلوي کوي، خو داسې نه ده چې له نړيوالې ټولنې سره نورې لارې نشته بلکې د سوداګريزو رقابتونو او په ممکنه توګه دزياتو لګښتونو څخه د مخنيوى له امله افغانستان په پرتله ييز ډول په ښه موقعیت کې قرار لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.