رنگارنگ جنډې

آصف بهاند

93

وباوې راغلې په نوبت سره او غلې، غلې

وباوې راغلې، موږ بېوسه ورته

نو خامخا به د هرڅه وي زنکدن همدلته

لکه چنگیز چې پر بامیانو وکړل:

نارینه بیا ورپسې ښځې، ماشومان او څاروي

ورپسې ونې او ولاړ دېوال هم

دوی په وروستۍ سا کې د خپلو اولادونو وروستۍ سا لیدله

وباوې راغلې په نوبت سره او غلې، غلې

وباوې راغلې، موږ بېوسه ورته

اول بدلون و له یو سرهٔ رنگ سره

جگړه هم غلې ورپسې وه راروانه شنه جنډه ورسره

سادگان لارو کې ولاړ وو او جگړې تې ښه راغلاست ویلې

هوښیارو چغې کړې ویل یې تباهي ده گورئ

د شنو چې څه له لاسه وشول

ویې نه سپمول

بیا کورونا را میلمنه شوه ښه خاموشه بلا

څومره یې وخوړل او خوري یې پسې

اوس وار د سپینې پگړۍ سپینې جنډې

نه د چا اوري، نه څه گوري

چې یې زړه غواړي هماغه کوي

خپله «تباره» تیزوي وړاندې ځي

په هرڅه ـ هرڅه یې لاس پښې وتړل

خولې سترگې بندې شولې

دا خو لا پرېـږده واوره:

یو نه لیدونکی ډار پر لارې دی زموږ کلي ته

بلا هماغه او قانون هماغه

توره جنډه غواړي د سپینې پرځای

هوښیاران ژاړي وايي نه دې راځي

سادگان خاندي وايي رادې شي، زموږ یې پرې څه

۰۲/۰۱/۲۰۲۳

هېدر سلیف

ډنمارک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.