د امریتا پریتم وروستی خط چې خپل مئین (ساحر لدهیانوي) ته یې د هغه له مرګ وروسته لیکلی و. د امریتا دا خط اوس هم ادبي معراج بلل کیږي، چیرې چې یوازې بختور خلک رسېدلی شي.
«زما محبوبه! هر کله چې کومه سندره لیکم؛ نو داسې احساس کوم لکه تا ته چې خط لیکم. د ولسي سندرو ساز کله له کارغانو قاصدان جوړ کړي او کله د کوترو په پښو کې پیغام تړي.
هغه زمانه تېره شوې چې هجرزده نجونو به د کوڅۍ له تړونکې وړې رسۍ نه تار را کش کړ او د تلونکي لاروي په څادر پسې به یې نښلوه.
هغه خلک نېکمرغه دي، چې پست خانې والا د قدمونو ښکالو اوري؛ خو کله چې یو چا ته خط لېږل ممکن نه وي؛ هغه مهال یوازې هواګانې پاتې شي، چې یو څوک یې پلو پسې پیغام وتړي.
څوک د وریځې په څير زموږ قاصد شو
او زما هره سندره زما یو خط شو
”زما یاد شي چې په لومړي ځل مې ته ولیدلې نو یو پردی کلی و؛ خو زما زړه کې تېرېدل چې کلی پردی دی؛ مګر ته ولې پردی نه یې؟“
یوه ورځ زما د کور دهلیز ستا قدمونو ښکل کړ. چې ستا غږ مې واورېده؛ نو محسوس مې کړه چې کومې هوا کې ستا ساه ګډه شوې، له هغې نه یوه خوشبو خپریږي.
یوه ورځ ته راغلې، په لاس کې دې کاغذ و، ما وویل: را اوروې یې؟ تا خپله نغمه وویله. ما محسوس کړه لکه ستا په څير مې چې کوم غږ او ستا د نغمې په څير کومه نغمه هیڅکله نه وي اورېدلې.
(زه به بیا راځم!) دا تا په خپل ژوند کې لومړۍ ژمنه راکړه.
ما په خپل ژوند کې ستا لومړی لیک ترلاسه کړ، چې لیکلي دې و: زه به ۳۰م تاریخ باندې درځم… ما ته داسې ښکارېده لکه زما په انتظار کې چې ستا همدې یوې کرښې رنګیني شیندلې وي.
خو بیا کله هم ستا خط رانغی!
زما ګرانه! نن درته وروستی خط لیکم. له دې وروسته به یې هیڅکله و نه لیکم. او کله چې زما ځنګلي سندرې ولولې؛ نو دا فکر مه کوه چې تا ته خط لیکل مې هېر کړي. زه به په همدغو لاسونو یوازې وحشي سندرې لیکم او د هغه نوي سهار انتظار به کوم، چې دا تور نظام بدل کړي، د دنیا هغه نظام بدل کړي چې ښکاریان او شوکماران پیدا کوي.
نو که زما په ژوند کې همدا روښانه سهار راغی؛ زه به تا ته د خپلې مینې زرین خط لیکم!
«نن چې ساحر په نړۍ کې نشته او د هغه د کتاب (تلخیان) نوې ګڼه چاپیږي؛ نو خپرونکو یې را نه وغوښتل چې یوه سریزه پرې ولیکم. زه یې د نظمونو په اړه څه نه وایم، ځکه د ساحر شاعري د خلکو په روحونو او د تاریخ په رګونو کې ده. پر ما د ساحر پور و، له هغې ورځې چې د خپلو شعرونو پر مجموعې یې د سریزې غوښتنه را څخه وکړه او له ما و نه لیکل شوه. نن هماغه پور پرې کوم، د هغه له تګ وروسته.
خو ناوخته شو،
خدایه بیخي ناوخته شو!
امریتا پریتم»
Comments are closed.