هند ۱۷کاله وروسته شل اووره نړېوال جام وګاټه

69

د هند کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره سياليو نړيوال جام پایلوبه کې سوېلي افريقا ته ماته ورکړه او ۱۷ کاله وروسته يې د دويم ځل لپاره نړيوال جام وګاټه.

هند په پایلوبه کې سوېلي افريقا ته په ۷ منډو ماته ورکړه.

که څه هم دغه سيالي کې تر ۱۶ اووره سوېلي افريقا مخکښه وه، خو د هند توپ‌اچوونکو او ډګر ساتونکو ښکلې لوبه وکړه او بريا يې خپله کړه.

سوېلي افريقا کرېکټ ملي لوبډلې دا لومړی ځل و چې د نړېوال جام پایلوبې ته وتلې وه.

يادې لوبډلې ته په وروستي اوور کې د بريا لپاره ۱۶ منډې پاتې وې چې ۹ منډې يې په دې اوور کې جوړې کړې.

سوېلي افريقا د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۹ منډې وکړې. هند لوبډلې د ۱۷۷ منډو هدف ورکړی و.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې له‌خوا د شل اووره سیالیو نړیوال جام له ګتلو وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر نرېندرا مودي د خپلو لوبغاړو ستاینه کړې او د دې سترې بریا له امله یې مبارکې ورکړې.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه یوې ویډیو کې ویلي: «نن ټول هند ستاسو د بریا له امله خوښ دی. د لوبې په ډګر کې مو نړیوال جام وګاټه او د هند کلي او بانډو کې مو د خلکو زړونه خپل کړل. دومره هېوادونه او لوبډلې او تاسو یوه لوبه هم ونه‌بایلله، دا کوچنۍ خبره نه‌ده. زما له‌خوا دې تاسو ته مبارک وي.»

هند بېګاه د شل اووره سیالیو نړیوال جام پای‌لوبه کې سوېلي‌افریقا ته په اوو منډو ماته ورکړه او د دویم ځل لپاره یې ۱۷کاله وروسته، یاد جام په خپل نوم کړ.

سلام‌وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.