یا لویه خدایه ایمان ته مو خیر کړې

ډاکټر نذیر نعیمي

133
پخوانیو مشرانو ته به چی کله یو کار سم ښکاره نه شوه نو ویل به یی چی؛ یا لویه خدایه ایمان ته مو خیر کړې، څه وخت ته پاتې شوو؛.
پرون می د ناروی د ډاکترانو د ټولنې د ژورنال د جون د میاشتې ګڼه لوستله او په هغې کې مې د ناروی د پوهنتونونو د طب د برخی د تیرې میاشتې د دوکتورا (PhD) د دفاع احصایه تر نظره شوه. د ٢٥ دوکتوراو د جملې نه ١٥ یې ښځینه ډاکټرانو تر سره کړې وې.
له دی سره می د خپل ګران افغانستان تناقضات ذهن ته راغلل او هغه دا چی له یوی خوا د وطن د پرمختګ، ترقۍ او د سیالانو سره د سیال کېدو خبره کوو او بل طرف ته خپل خور او لور ناقص العقله بولو او د اسلام په چوکاټ کې د ورکړل شوې حق، تعلیم او کار څخه یی محروموو. دا څنګه کیدای شی چی دلته دی د نیمایی نه زیات علم او تحقیق د ښځو د لاس او ذهن محصول وي او زما د وطن خور او لور دی ناقص العقله وګڼل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.