غزل

سعدالله جان برق

192

فاصلې ډېرې دي، زما او د جانان تر منځه
لا خو ځوړند یمه، د ځمکې او اسمان تر منځه

ساقي، زما او د یار منځ کې رقیب مه کېنوه
مالګه څوک نه ږدي، د پرهر او درمان تر منځه

چې ورځ تر ورځه د نږدې نظر کمېږي زما
دُوند راخورېږي اوس، زما او د خپل ځان تر منځه

خاوره ګلونه ټوکوي او ترې ایره جوړوي
هم دغه فرق دی د ادم او د شیطان تر منځه

یو د ژوندون زېری راوړي او بل د مرګ ناره ده
دغه نسبت دی، د دیدن او هجران تر منځه

دواړه د زړه رنځ د پاره د شفا نسخې دي
څه تعلق خو شته، د شعر او قران تر منځه

د جلاتي پېروي برقه، دومره ګرانه نه ده
یو نری تار به غواړي ستا او د جانان تر منځه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.