نړیوال جام کې د افغان لوبډلې سفر؛ لاسته راوړنې او نیمګړتیاوې

55
امید دیدار/ دویچه ویله

۱۴۰۳ تیر ۷, پنجشنبه

د ۲۰۲۴ کال د کریکټ شل اوریز جام کې افغان لوبډلې په خپلې پیاوړې توپ اچونې سره هېښوونکې لوبې وکړې او آن تر نیمه پایلوبې یې ځان ورساوه؛ خو دغې سفر کې د افغان لوبډلې پیاوړې او کمزورې نقطې کومې وې، په دې رپوټ کې یې لوستلی شئ:

د ۲۰۲۴ کال د کریکټ شل اوریز نړیوال جام کې افغانستان خپل تاریخي سفر سویلي افریقا ته د لوبې پر بایللو پای ته ورساوه.

دغه لوبه چې د جون میاشتې پر ۲۷ نېټه د افغانستان پر وخت د سهار پر پنځو بجو وشوه، افغانستان پکې سیالې لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ایله ۵۶ منډې وکړې، چې مقابلې لوبډلې په ډېرې اسانۍ د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړې.

چټک پرمختګ

افغان لوبډله په خپل څه باندې شل کلن تاریخ کې په لومړي ځل نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبې ورسېده، چې لوبو یې د کریکټ نړۍ هېښه کړې ده.

د کریکټ په دنیا کې د افغان لوبډلې تر ټولو پیاوړې نقطه د دغې لوبډلې توپ اچونه او په ځانګړې توګه ورو توپ اچونه ده، چې د کریکټ ماهرین او سینیر لوبغاړي یې د چټک پرمختګ لامل بولي.

د کریکټ نړیوال جام کې د افغانستان او بنګله دېش لوبډلې د لوبې صحنه
د کریکټ نړیوال جام کې د افغانستان او بنګله دېش لوبډلې د لوبې صحنهانځور: RANDY BROOKS/AFP

د نړیوال جام په پیل کې ځینو مشهورو پخوانیو نړیوالو لوبغاړو نیمه پایلوبې ته د رسېدونکو لوبډلو په اړه وړاندویېنه کې هم افغان لوبډله شامله وه. افغان لوبډلې په خپل شل کلن تاریخ کې له دریېمې درجې څخه دویېمې او بیا تر بشپړ غړیتوب چټک پرمختګ کړی.

قوت او کمزوري

د کریکټ ماهرین او مبصرین د افغان لوبډلې توپ اچونه بېسارې بولي او دا د افغان لوبډلې د قوت او پیاوړتیا ټکی یادوي، خو د توپ وهنې یا بیټینګ په برخه کې شته ستونزې هم د پام وړ یادېږي.

د کریکټ د برخې کارپوه احمد فرهاد فدايي دویچه ویله ته وویل، افغان لوبډلې که څه هم د کریکټ شل اوریز نړیوال جام کې بریالی سفر درلود او د نړۍ پیاوړو لوبډلو ته یې د خپل قوي بالینګ پر مټ ماتې ورکړې؛ خو دغه لوبډله لا هم په توپ وهنه کې ډېرې ستونزې لري. دی وايي، نړیوال جام کې د ورو توپ اچووونکو تر څنګ دا وار تېزو بالرانو هم ښه توپ اچونه کړې ده.

هغه وویل: «موږ په پیل کې هم دا خبره کړې وه، چې افغانستان په میډل ارډر بیټینګ کې ستونزې لري. راتلونکي کې د میډل ارډر له پاره ضرور ده، چې پیاوړي بیتسمینان ولرو. لکه څرنګه چې په یو ورځینو سیالیو کې رحمت شاه زموږ له پاره د ملا تیر دی، دغسې د میډل ارډر په برخه کې بیټسمینانو ته اړتیا ده.»

د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او توپ وهونکی کریم صادق هم د افغان توپ اچووونکو کار ستايي، خو لکه نورو منتقدین دی هم د توپ وهنې په برخه کې ستونزې د پام وړ بولي.

نوموړی وايي: «په ټول نړیوال جام کې زموږ میډل ارډر بیټسمینان ونه چلېدل. د دوی پوزېشن معلوم نه و. کله به یو مخکې راغی، کله بل، همدا وجهه وه، چې کله به ابراهیم ځدران او ګربز خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، نورو به هغسې لوبه نه شوای کولی.»

د ملي لوبډلې روزونکي سویلي افریقا سره له لوبې وروسته وویل، په دې نړیوال جام کې یې ډېر څه زده کړي او په راتلونکي کې به د توپ وهنې برخې پام ورزیات کړي. هغه ویلي، د توپ وهنې برخه به پیاوړې کړي.

د افغان لوبغاړو غبرګون

د کریکټ شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې وروستۍ لوبې ته یو شمېر لوبغاړو هم غبرګون ښودلې او پر سویلي افریقا د لوبې د بایللو له امله یې پر بښنې سربېره دغه نړیوال جام نه هېرېدونکی یاد کړی.

افغان لوبډلمشر راشدخان، پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي: «دا نړیوال جام به تل زموږ په یاد وي. د لوبډلې د هر غړي مقابله د ستاینې وړ ده او زه پرې ویاړم. موږ به له دې ځایه اصلاحاتو ته دوام ورکړو او بل ځل به پیاوړي راوګرځو.»

اضافي محطویات ښکاره شي؟
دا محطویات د هغه متن برخه ده چې تاسو یې اوس لولئ. چمتو کوونکی Twitter دا محطویات چمتو کوي او پر \”محطویات وښایاست\” په کليک سره کيدای شي ستاسو د کارونې ډیټا یا معلومات په مستقیم ډول راټول کړي.
د محطویاتو ښودل
د نړۍ لومړۍ درجه الرونډر او د افغان لوبډلې مشر لوبغاړي محمد نبي بیا د وروستۍ خرابې لوبې له امله له خپلو مینه والو بښنه غوښتې او زیاته کړې یې ده، چې نننۍ پایله د دوی د تمې خلاف وه.

هغه لیکلي: «نننۍ پایله د هغه څه خلاف وه، چې موږ یې تمه لرله. موږ په رښتیا سره بخښنه غواړو. مګر باوري اوسئ، چې موږ به بیا پیاوړي راستانه شو. زموږ هیلې نه دي ختمې شوي، دا یې پیل و.»

اضافي محطویات ښکاره شي؟
دا محطویات د هغه متن برخه ده چې تاسو یې اوس لولئ. چمتو کوونکی Twitter دا محطویات چمتو کوي او پر \”محطویات وښایاست\” په کليک سره کيدای شي ستاسو د کارونې ډیټا یا معلومات په مستقیم ډول راټول کړي.

له نړیوال جام وروسته پلان

د افغانستان کریکټ بورډ وايي، له نړیوال جام وروسته یې له ځینو هېوادونو سره سیالۍ پلان کړي او په پام کې ده، چې دغه لوبې به په راروان ۲۰۲۵ کال کې وشي.

د کریکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات، دویچه ویله ته وویل، په دغې پلان کې له نیوزیلنډ، بنګله دېش، زېمبابوې او ویسټ اینډیز سره مختلفو فورمټونو کې سیالۍ شاملې دي.

هغه وویل: «موږ په ۲۰۲۵ کال کې چمپینزټرافي لرو. په هغې کې له نیوزیلنډ سره سیالۍ دي، چې له پخوا پلان شوي. د بنګله دېش سیالیو نېټې لا تر اوسه کنفرم نه دي. دواړه بورډونه به یې نېټې ژر مالومې کړي. دغو سیالیو کې ټسټ، یو ورځینۍ او شل اوریزې لوبې شاملې دي. له زېمبابوې او ویسټ انډیز سره هم د لوبو پلان شته.»

سید نسیم سادات وايي، پر نړیوالو سیالیو سربېره افغان کریکټ بورډ د کورني کریکټ د ودې له پاره یو شمېر سیالۍ په پام کې لري او دغه راز د شپږیزې لیګ پلان هم شته دی.

مینه، هڅونه او نیوکې

افغانان وايي، اوس مهال یواځې کرکیټ دی، چې دوی خوښ ساتي، نو ځکه هر ډول حالاتو کې د خپلې لوبډلې ملاتړ کوي.

د کرکیټ د نړیوال جام پر مهال زرګونه خلک د افغانستان په پلازمېنې او ولایتونو کې واټونو ته وتل او د هرې لوبې له ګتنې وروسته یې ډله‌ ایزه خوښي کوله.

پر خواله رسنیو د افغان لوبډلې په ملاتړ پراخې لیکنې، عکسونه، ویډیوګانې او د نیکو هیلو پیغامونه خپرېږي. افغان لوبډلې ته پخوا یو شمېر سندرغاړو سندرې هم ویلي، خو تازه د افغانستان وتلې سندرغاړې اریانا سعید نړیوال جام کې د افغان لوبډلې پر ستاینې سندره خپره کړې ده، چې پر خواله رسنیو خلکو لاس په لاس کړې ده.

یو شمېرطالب او د پخواني حکومت چارواکو هم نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لوبې ستایلي دي.

اضافي محطویات ښکاره شي؟
دا محطویات د هغه متن برخه ده چې تاسو یې اوس لولئ. چمتو کوونکی Twitter دا محطویات چمتو کوي او پر \”محطویات وښایاست\” په کليک سره کيدای شي ستاسو د کارونې ډیټا یا معلومات په مستقیم ډول راټول کړي.
پر ملاتړ، ستاینې او هڅونې سربېره ګڼ شمېر کسان د افغان لوبډلې پر جوړښت نیوکې لري او وايي، لوبډلې کې ډېر شمېر لوبغاړي د اړیکو پر اساس ټاکل کېږي، چې بیا یې پایله هم منفي راوځي. دغه راز، پر یو شمېر پخوانیو لوبغاړو هم نیوکه کېږي، چې ولې نویو او ځوانو لوبغاړو ته ځای نه پرېږدي.

نړیوال جام کې افغان لوبډلې له چا سره لوبې لرلې؟

د کریکټ شل اوریز نړیوال جام کې افغان لوبډلې ټولې اته لوبې لرلې. د نړیوال جام په لومړي پړاو کې افغان لوبډلې په خپل ګروپ کې لومړۍ لوبه د جون پر څلورمه نېټه لرله، چې افغان لوبډلې د ۱۲۵ منډو په توپیر ګټلې وه.

دغه راز، د جون پر شلمه له نیوزیلنډ سره لوبه وشوه، چې هغه هم د ښې توپ اچونې او ډګرساتنې په پایله کې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د ۸۴ منډو په توپیر وګټله.

ورپسې دریمه لوبه د جون میاشتې پر څوارلسمه نېټه له پاپا نیوګیني سره وه او هغه هم افغان لوبډلې وګټله. خو د جون پر ۱۸ او ۲۰ نېټو له ویسټ انډیز او هندوستان سره افغان لوبډلې لوبلي بايلودې، خو افغانستان لا وختي اتو غوره لوبډلو ته وتلی و.

افغان لوبډلمشر راشدخان او اسحاق خروټی بنګله دېش سره د سیالۍ په یوې شېبه کې
افغان لوبډلمشر راشدخان او اسحاق خروټی بنګله دېش سره د سیالۍ په یوې شېبه کېانځور: RANDY BROOKS/AFP

په سوپر ایټ کې افغان لوبډله په خپل ګروپ کې له پیاوړو لوبډلو سره مخ شوه، خو په دغې ګروپ کې پایله تر اتو غورو لا هېښوونکې وه او هغه دا، چې افغان لوبډلې پکې د استرالیا په څېر پیاوړې کریکټ لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

ورپسې د جون میاشتې ۲۵ نېټه افغان لوبډلې بنګله دېشۍ کریکټ لوبډلې ته حیرانوونکې ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله. افغان لوبډلې بنګله دېش ته ۱۱۵ منډې هدف ورکړ. بنګله دېش لوبډلې ښه لوبه پیل کړه او ګومان کېده، چې ژر به یې وګټي؛ خو د افغان توپ اچووونکو د پرلپسې ویکټو اخستلو سره يې د بنګله دېشۍ کرکیټ لوبډله حیرانوونکې ماته کړه او په دې سره افغان لوبډله د ۲۰۲۴ کال د کریکټ شل اوریز جام نیمه پایلوبې ته ووتله.

په نیمه پایلوبې کې افغان لوبډله د جون پر ۲۷ له سویلي افریقا سره د لوبې ډګر ته ښکته شوه او تمه وه، چې افغان لوبډله به له دغې لوبډلې سره نسبتآ ښه لوبه وکړي، خو د سویلي افریقا بریدګرو توپ اچووونکو په پرلپسې توګه افغان لوبغاړي وسوځول او ټوله لوبډله په ۵۶ منډو له میدانه بهر شوه او ورپسې سویلي افریقا په خپلې پاڼۍ کې د افغان لوبډلې هدف په نهم اور کې د یوه لوبغاړي په سوځيدو سره پوره کړ او په همدې لوبې سره د کریکټ نړیوال جام کې د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېد.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.