امن راغلی خو د پوهې رڼا ټپه تياره

هاجره حرکت

103

مـنـم چې امن دی جـګــړې تـوره لـمـن ټــولــه ده

خــو تـا د عـلـم د روڼــتـيــا پـلـوشــــه ونـغــاړلـه

زمـوږ راتـلـونـکې نـسـل څـرنګ پـه پــښـو دروئ

چـې د تـدبــیـر لـرونـکې مــور غــيـږه دې وتـړلـه

په خپل راتـګ سره دې کـړه ويرژلې ویره خـپـره

د جینکو پـر زړه دې هــره هــيــله ومـــروړلـه

اوس په لوی لاس کړي روڼ مشعل د کورنيو تـياره

هر تــن د جــهــل دا بـې ســارې کړنه وغـندلـه

نړۍ اسمان زړه کې نن سپينه سپوږمۍ لاس کې اخلې

درومې فـضـا تـه بـيا يـې نــوې سیاره ومــونــدلــه

 تـه د ولـس زړونـو کـې د هــيـلو هر پڅـرکې وژنــې

پـر شیـن چــمـن دې ګــوره تـانــده هـوسـۍ وزپـلـه

 زور چــلـول لامــل وي ټـول د نـاپــوهـۍ لـه وجــې

د جــبـر، کـبـر پـه دې کــړنــو کـې دې  وســپــړلـه

که نـه اسـلام موږ ته په زده کـړه دا فـرمان راکـړی

د پـوهـې نـاوې دې پـه تــورو جــامــو وپــســولله

په لـوي  لاس  وژنې چې عالمې  مور د سـترګو رڼـا

کږه پــښــه خو  تر دکنه  پــورې  وښــويــد لــه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.