بیرغ
ما په اوږو مه اچوئ
ما په سینو مه ټومبئ
زما په تور سره زرغونه وجود کې
د حماسو سیندونه
د نمایش په تورو ولې وژنئ؟
ستاسې له دغې مینې
یو نه
یو زر ځلې مننه کوم
مګر د خدای ظالمو!
نو مینه داسې کیږي؟
د چا عظمت ساتل همدغسې وي؟
ویاړونه…