د باد لاسونه
د باد لاسونه
پرېږدﺉ
د باد لاسونه خلاص پرېږدﺉ
پرېږدﺉ چې وڅنډي د درد ګردونه
زموږ د کوڅې له مخ نه
پرېږدﺉ چې مینه په کې
هیڅ ډول احساس
د پردي توب ونه کړي
پرېږدﺉ
د باد لاسونه خلاص پرېږدﺉ
دلته د زړه اسمان کې ټولې هیلې
د غم د ګورو…