!ګاونډيه
په خوښۍ نه وم درغلى ، مجبوري وه
کور مې سوى کلى وران وه ، بې کسي وه
د نفاق مرض وه تاسو ، رالېږلى
ورور د ورور وينو ته تږى تربوري وه
له ممبره دې راتللې فتواګانې
راسره دې د اسلام په نوم " وروري " وه
نه مې ورور نه مسلمان وې خطا کاره…