پښتنو مشرانو ته د لطیف پدرام د سپکاوي پر وړاندې، یو اړین ځواب

لیکوال: اکادمیسین م.ا. سیستاني - ژباړن: سیلانی

121

لطیف پدرام چې د افغان او افغانستان له نوم سره دښمني لري او ځان ته حق ورکوي چې د افغانستان د برخلیک جوړوونکي قوم مشرانو ته سپکاوی وکړي او ټول پښتانه مشران خاینین وبولي او ووايي چې په ۲۰ ځمکنيو او سرحدي لاسلیکونو کې چې پښتنو شاهانو له انګلیسانو او روسانو سره لاسلیک کړي دي او په هغه کې د افغانستان ځمکې انګلیسانو یا روسانو ته ورکړل شوې دي، د هیڅ تاجک، اوزبیک، هزاره، بلوڅ او نورستاني لاسلیک نه ښکاري. د پدرام د خبرې معنا دا ده چې په افغانستان کې پښتانه وطن پلورونکي دي او غیر پښتانه د وطن خواخوږي او دوستان دي؟ دا ادعا د دې هېواد د یوه تاریخي قوم سپکاوی دی.

پدرام، دا بې هویته او بې ادبه انسان حتی د هېواد د خپلواکۍ تړون هم د وطن پلورنې تړون ګڼي او امان الله خان هم وطن پلورونکی بولي.

پدرام باید پوه شي چې لومړی د دې تړونونو پر مهال پرته له پښتنو بل هیڅوک په دې هېواد کې پاچا یا امیر نه و. دویم، د دغو شاهانو په منځ کې داسې یو شاه هم موجود و لکه شاه امان الله خان چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلیسانو تر لاسه کړه. هغه شاه چې په هېواد کې یې د غلامۍ دود ختم کړ، هغه شاه چې د ښوونځي دروازې یې د خلکو اولادونو ته په ټول هېواد کې پرانیستې، هغه شاه چې افغانستان یې د مدرنیزم په لور و خځاوه او د ملت جوړونې په برخه کې یې هڅې وکړې، د ښځو د نهضت اعلان یې وکړ او د ښځو د ودې، تعلیم او تربیې زمینه یې برابره کړه. پدرام هیڅ حق نلري چې شاه امان الله ته چې د دې وطن په حق کې یې حتی د پدرام د یو میلیوني برخې په اندازه خیانت نه دی کړی، توندې خبرې وکړي او هغه خاین وبولي.

زه نه وایم چې ټول پښتانه مشران د دې هېواد لپاره وړ او صادق شخصیتونه و، خو آیا ښاغلی پدرام کولی شي له خپلو همتبارو مشرانو څخه یوه داسې څېره موږ ته را وښيي چې د بدترینه پښتون مشر نه بهتره وي؟ نه، ځکه چې داسې شخصیت د هغه د همتبارو مشرانو په منځ کې نشته.

د تاریخ وروستیو پنځو لسیزو وښوده چې کله د افغانستان برخلیک د پاکستان په ملاتړ او دسیسو د لطیف پدرام همتبارانو (رباني او مسعود) لاسونو ته ولوېد، هغوی نه یوازې د پاکستان په امر ملي اردو منحل کړه، بلکې د هېواد دوه سوه کلن نظامي تجهیزات چې سلګونه میلیارده ډالره یې ارزښت درلود، هم پاکستان ته ورکړل او نږدې ۸۰ میلیارده ډالر د شوروي اتحاد د یرغل غرامت چې د افغان مجاهدینو د وینې بیه وه او باید د هغوی اولادونو او کونډو ښځو ته ورکړل شوي وی، رباني د خپلې واکمنۍ د ساتلو لپاره پخپله لومړنۍ لیدنه کې چې د روسیې فدراسیون د جمهور رئیس پوتین سره یې درلوده، روسیې ته ور وبښل.

رباني او مسعود د خپلې څلور کلنې واکمنۍ پر مهال پرته له دې چې د افشارو د خلکو عام وژنه وکړي او د کابل  ښار ۷۰ سلنه ودانۍ، د دارالامان ماڼۍ په ګډون ویجاړې کړي او په کابل کې د ۶۵ څخه تر ۷۰ زرو پورې اوسېدونکي د ګلبدین او نورو جهادي تنظیمونو سره په سیالۍ کې ووژني، نور هېڅ ګټور مدني او فرهنګي کارونه نه دي ترسره کړي. زه کولی شم ووایم چې حتی یو روغتیایي کلینیک، یو ښوونځی یا یو پل په ټول افغانستان کې دوی لخوا نه دی جوړ شوی.

مارک جیمز Mark Jems امریکايي خبریال پخپل کتاب «Gloden Yellow یا طلایی زرد» کې چې د نور اقا ولیزاده لخوا ژباړل شوی دی، د افغانستان د پوځ د له منځه وړلو څرنګوالی د مجاهدینو د حکومت د رئیس برهان الدین رباني او د پاکستان لوی درستیز جنرال وحید ترمنځ په رسمي پروتوکول او کود نمبر: (000458 – PLHC- 222/ 14000/PO) په اسلام آباد پاکستان کې د 1992 میلادي کال د جولای په 7 نېټه درج کړي او په لاندې برخې په کې شاملې دي:

۳- د پاکستان اسلامي جمهوریت ته د سکات راکټونو تسلیمول، کوم چې د شوروي اتحادیې لخوا د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت اردو ته ورکړل شوي و ترڅو د پاکستان خاوره په نښه کړي، ځکه چې شوروي نور چمتو نه دی چې د دې راکټونو لپاره سون او نور توکي افغانستان ته چمتو کړي. له بلې خوا، پاکستان نه غواړي چې دا راکټونه هغه تنظیمونو ته چې د ایران اسلامي جمهوریت لخوا یې په افغانستان کې ملاتړ کیږي لاس ته ورشي او د ایران هیواد ته وسپارل شي.

۴- د پاکستان اسلامي جمهوریت ته د ټولو فعالو او غیر فعالو جنګي جیټ الوتکو، ترانسپورتي الوتکو او چورلکو تسلیمول چې د شوروي اتحادیې لخوا د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت اردو ته ورکړل شوي دي.

۵- د پاکستان اسلامي جمهوریت ته هغه ټول فعال او غیر فعالو زرهي وسایطو تسلیمول چې پکې ټانکونه، زره پوشونه او درانه وسایل چې د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت اردو د شوروي اتحادیې لخوا ورکړل شوي دي.

۶- د افغانستان د اسلامي حکومت د اردو په نوي تشکیل کې د پاکستان پوځ نظامي مشاورین د دې پروتوکول یوه برخه ده تر څو د افغانستان اسلامي حکومت پوځ او پرسونل ته نظامي تعلیم، تربیه او روزنه ورکړي چې د دواړو خواوو له لاس لیک وروسته اعتبار لري.

۷- د پاکستان اسلامي حکومت له هندوستان سره هر ډول نظامي پروتوکول چې د افغانستان د اسلامي حکومت په ملتیا وي، د خپلو قوانینو خلاف بولي او اجازه نه ورکوي چې هندوستان چې د پاکستان دښمن دی، د افغانستان په مسلمان او ورور هېواد کې مداخله وکړي. [دا د انګلستان او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ د تړون په څېر شرایط دي].

۸- د پاکستان اسلامي حکومت همدارنګه اجازه نه ورکوي چې د ایران اسلامي جمهوریت د هند په څېر د افغانستان د اسلامي حکومت په سیاسي او نظامي مسایلو کې مداخله وکړي. [د پاکستان لخوا د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ کنټرول].

۹- د پاکستان د پوځ لوړ پوړي افسران ځان ته دا اجازه ورکوي چې هر وخت او هر ځای د افغانستان د اسلامي اردو د لوړ پوړو افسرانو په ټاکنه کې مهم رول ولوبوي او دا د خپلو صلاحیتونو یوه برخه ګڼي.

۱۰- دا پروتوکول به وروسته له دې چې د پاکستان د اسلامي جمهوریت لومړی وزیر جناب نواز شریف او د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس برهان الدین رباني لاسلیک کړي، د یوه رسمي سند په توګه اعتبار ولري او د دې پروتوکول په ۱۰ مادو کې شامل نکات به د دواړو خواوو د لوړ پوړو مقاماتو لخوا منل او تایید شي.

د لاس لیک ځای: نواز شریف د پاکستان د اسلامي جمهوریت لومړی وزیر.

د جولای ۷ نېټه، اسلام آباد پاکستان

د لاس لیک ځای: برهان الدین رباني د افغانستان د اسلامی جمهوریت ولسمشر.

د جولای ۷ نېټه، اسلام آباد پاکستان

د لومړۍ برخې پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.