د افغانستان په جوړښت او پایښت کې د پښتنو رول/۲

لیکوال: اکادمیسین م.ا. سیستاني - ژباړن: سیلانی

87

کله چې د وروستیو پنځو پېړیو تاریخ ته وګورو، نو وینو چې د چنګیز خان مغول او تیمور ګورګاني تر یرغلونو او د افغانستان د ټولنیزو او کلتوري اثارو تر ورانولو وروسته، د ګاونډیو نوي واک ته رسېدلي طامع حکومتونه لکه د فارس صفویان، د ماوراء النهر شیباني ازبکان او د هند مغولي پاچاهانو یرغلونو ته نوبت ورسید.

دغو ګاونډیانو د افغانستان سیمه د بزکشۍ خوڅکي په څېر د خپلو یرغلګرو بریدونو لاندې ټوټه ټوټه کړه. صفویانو پر هرات، سیستان او کندهار واک تر لاسه کړ، شیباني ازبکانو په بلخ او بدخشان واکمن شول او د هند مغولي پاچاهانو پر کابل، بامیان او تخارستان خپله واکمني ټینګه کړه. د دې لپاره چې دغو واکمنیو د افغانستان له پولو څخه د باندې خپل مرکزونه درلودل، نو د چنګیزي مغولانو د واکمنۍ په دوره کې د اوښتو زیانونو او ویجاړیو د بیا رغونې په فکر کې نه و.

هغه قومونه چې په افغانستان کې مېشت و، د دوه نیمو پېړیو لپاره له دریو خواوو د ملي فشار او ظلم لاندې و، خو په دې موده کې له پښتنو پرته له یادو مظلومو قومونو څخه هیڅ یوه، هېڅ ډول غبرګون ښکاره نکړ.

په ۱۵۵۶ کال کې د پښتنو غورځنګ د پیر روښان تر مشرۍ لاندې (له ۱۵۵۶ تر ۱۶۷۲) په ختیځ کې له ځنډونو سره تر درېیو نسلونو پورې دوام وکړ. په همدې دور کې آزادۍ غوښتونکي مشران لکه خوشحال خان خټک او ایمل خان مومند را څرګند شول چې د خپل ژوند په بیه یې مبارزه وکړه او په ۱۶۶۷-۱۶۷۲ کلونو کې یې څو ځلې د هند بابري چارواکي مات کړل او هغوی ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې.

د پښتنو په نومیالیو سیاسي او کلتوري شخصیتونو کې، خوشحال خان خټک (۱۶۱۳-۱۶۹۱م) هم د شعر او ادب له اړخه او هم د قلم او تورې له اړخه یو لوی رهبر، زړور او باتوره سیاستمدار و. هغه د خټک قوم سردار او مشر و او د اورنګزیب د واکمنۍ ضد پاڅون مخکښ ګڼل کېږي.

که څه هم د خوشحال خان خټک پاڅون د هند مغولي حکومت پر ضد ناکام او یا له ماتې سره مخامخ شو، خو په افغانانو کې یې د ملي او سیاسي شعور په بیدارۍ او رامنځته کولو کې  مهم رول ولوباوه او د هند مغولي دولت د زوال بهیر یې ګړندی کړ. په نوموړې دوره کې د خوشحال خان خټک لخوا د حماسي شعرونو ویل او د بیګانه واکمنۍ او د هند بابري شاهانو په وړاندې شدید نفرت د پښتو ادب له ځانګړتیاوو څخه شمېرل کيږي.

د خوشحال خان خټک له پاڅون وروسته، میرویس خان هوتک په کندهار کې لومړنی آزادي غوښتونکی پښتون شخصیت و چې په ۱۷۰۷ کال کې یې د ایران د صفوي واکمنۍ پر ضد پاڅون وکړ او د کندهار او شاوخوا ولایتونو دخلکو له غاړې څخه یې د پردیو د سلطې یوغ لرې کړ او د کندهار خپلواکي یې اعلان کړه. د هغه ځای ناستو تر ایرانه پورې پرمختګ وکړ او نږدې نهه کاله یې د ایران په یوه مهمه برخه واکمني وکړه.

له میرویس خان هوتک څخه وروسته، دویم ملي استقلال غوښتونکی پښتون شخصیت احمدشاه ابدالي و چې د یوه مستقل افغان دولت د جوړولو فکر یې وکړ او په ۱۷۴۷ کال کې یې په کندهار کې د یوه خپلواک افغانستان بنسټ کېښود، چې وروسته یې ختیځې پولې تر ډهلي، لویدیځ کې تر کسپین سمندر، شمال کې تر امو سیند او جنوب کې تر هند سمندر پورې ورسیدې.

د نولسمې پېړۍ له پیل څخه افغانستان ته د دوو لویو استعماري ځواکونو( انګلیس او روس) پام را واوښت او د استعمار ښکاره او پټې دسیسې او توطیې د هیواد په اداره کې د دراني ټبر د دوه لویو قبیلو ترمنځ یووالی ګډوډ کړ.

د ایراني شاه په غوښتنه د سردار پاینده خان بارکزي د زوی وزیر فتح خان له ړوندولو وروسته او بیا د شاه محمود سدوزایي له خوا د هغه ظالمانه وژنه، بارکزيان د شاه محمود پر ضد پاڅون ته وهڅول چې په پایله کې یې هیواد په څلورو برخو (کابل، کندهار، هرات او پېښور) باندې وویشل (۱۸۱۸-۱۸۶۳).

د افغانستان د کورنیو بحرانونو د کلونو په بهير کې د روسیې او انګلیس ترمنځ لویه لوبه روانه وه؛ انګلیسانو د خپل استعماري سیاست سره هڅه وکړه چې له روسانو مخکې د آمو سیند ته ځان ورسوي، له همدې امله یې په ۱۸۳۹ کال کې زموږ پر هیواد تیری پیل کړ او تر کابله را ورسېدل. سره له دې چې په ۱۸۴۱ م کال د کابل له ملي پاڅون سره مخامخ شول او زموږ له هېواد څخه په وتلو کې یې ۱۶ نیم زره عسکر له لاسه ورکړل، خو زموږ د خاورې په هغو برخو لکه کشمیر، پېښور، سند او ملتان چې مخکې د سیکانو لاس ته ورغلي و، تل پاتې واکمني ترلاسه کړه.

انګریزانو چې د روسانو تشبثات د خیوا د خانشینو او ترکمنستان په نیولو کې د هند پر وړاندې د برید لپاره د پيلامې په توګه ګڼل، نو د ۱۸۷۸ کال په نومبر کې یې خپل دویم برید په افغانستان باندې ترسره کړ. د افغانستان امیر، امیر شیر علي خان د روسانو څخه د مرستې د ترلاسه کولو په هيله کابل پرېښود او خپل زوی یعقوب خان یې د کابل د خلکو په غوښتنه خپل ځای ناستی و ټاکه، مګر هغه چې د استعمار سره د مقابلې توان نه درلوده، مجبور شو تر څو د خپل ژوند پر برخلیک لوبه وکړي او ګندمک ته وغوښتل شو. یعقوب خان چې د انګریزانو په لاس کې اسیر و، د خپل ژوند د ساتنې لپاره مجبور شو هغه معاهده لاسلیک کړي چې د آزادو قبایلو د سیمو د له لاسه ورکولو په بیه تمامه شوه او دا معاهده د ګندمک په نامه یادیږي.

په داسې حالاتو کې چې د انګریزانو د دویم یرغل له امله د دولت نظم ګډوډ شوی و او هیواد په شپږو یا اوو برخو ویشل شوی و او په هره برخه کې یو ځایي خان او بېګ واکمن و همدارنګه د مرکزي حکومت نښې نښانې نه تر سترګو کېدې، په هیواد کې د امیر عبدالرحمن خان راڅرګندیدل یو لوی نعمت و ترڅو افغانستان بیا را ژوندی شي، مرکزي حکومت جوړ شي او د ملوک الطوایفي خپل سريو مخه ونیول شي.

امیر عبدالرحمن خان د خپلو مخالفانو په وړاندې د بې‌دریغه تاوتریخوالي او استبداد په کارولو سره د هیواد بیا یووالي په تأمینولو کې بریالی شو. هغه د تورې په زور جلا شوې برخې سره یوځای کړې او له هغه څخه یې یو واحد او نه بېلېدونکی هیواد جوړ کړ.

کله چې روسانو ولیدل چې انګریزانو له هغوی څخه په افغانستان کې پرمختګ کړی دی او د ګندمک د معاهدې په تحمیل کولو سره یې د افغانستان ځینې برخې نیولي دي، نو هغوی هم په ۱۸۸۴ کال کې د خپلو نظامي ځواکونو په لیږلو سره مرو، سرخس، پل خاتون او قزل تیپه ونیول.

ځکه چې امیر عبدالرحمن خان لا هم په افغانستان دننه د مخالفینو، سرکښانو، میرانو او خانانو سره په جګړه کې بوخت و، روسانو یو ځل بیا د یرغل هڅه وکړه او په ۱۸۸۵ کال کې یې په پنجده، آق تیپه، چمن بید او چشمه سلیم بریدونه وکړل چې د یوې لنډې، مګر خونړۍ جګړې وروسته یې دا سیمې د افغان ځواکونو څخه ونیولې او د تزاري امپراتورۍ قلمرو ته یې ملحقې کړې.

د دویمې برخې پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.