ډاکتر محمد اشرف غني د اوولسم پودکاست مهم ټکی-ډیجټلي حکو متوالي

ډاکتر محمد اشرف غني

85
ډیجټلي حکو متوالي!
ــ پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وایي که سیاسي حالات اوښتي نه وای، د طالبانو تر واک نیونې دوې اوونۍ وروسته افغانستان د ډیجټلي حکومتولۍ هغه برخې راپیلولې چې د هېواد راتلونکي ثبات او پرمختګ یې آسانولی شو.
‏ــ هغه د مثال په ډول، په مالي تادیاتو کې د بدلانه خبره وکړه چې ورسره سم په معاملاتو کې د فزیکي پیسو استعمال له منځه ته او موبایل ټیلیفونونه، د وګړو په بانکي حسابونو بدلېدل چې پیل یې د ۲۰۲۱ کال د سپمټر له لومړۍ نه ټاکل شوی و.
‏ــ ښاغلي غني دغه څرګندونې په یوه تازه مرکه کې کړي چې پر خواله رسنۍ د هغه پر پاڼو خپره شوې ده. په دې مرکه کې په افغانستان کې د ډیجټلي حکومتولۍ ګټې او مخې ته یې د بهرنیو او کورنیو لوبغاړو خنډ جوړونې په تفصیل یادې شوې دي.
‏ــ پخواني ولسمشر غني امریکایي پوځ، نا دولتي موسسې او تر ټولو مهم ملګري ملتونه په هغو بهرنیو اړخونو کې وبلل چې د افغانستان د ډیجیټلي حکومتولۍ مخه یې ونیوله او افغانان یې پرېنښودل چې د یوویشتمې پېړۍ له تکنالوژیکي انقلاب نه خپله برخه یوسي.
‏ــ هغه وویل، په دې برخه کې د ملګرو ملتو مخنیوونکو او کار ماتوونکو اقداماتو، هغو سیاسي کړکېچونو ته لار جوړه کړه چې له ۲۰۰۹ کال را وروسته د انتخاباتو د نتایجو پر سر رامنځ ته شول.
ــ ښاغلي غني ملګري ملتونه تورن کړل چې دده خلاف یې بېساري تبلیغات وکړل او کله چې له افغانستانه د شړنې له خطر سره مخامخ شول، په واک کې شریکې کړۍ یې هڅولې چې دی د خارجیانو مخالف وبولي او په دې ډول یې د کارونو مخه ونیسي.
‏ــ ډاکټر غني د خپلو پودکاستونو په دې اوولسمه برخه کې وویل، له بلې خوا د امریکا پوځ هم، د تکنالوژۍ په مرسته د شفافیت او عدالت رامنځ کېدل پرېنښودل. هغه په دې تړاو د افغان پوځ او پولیسو د ډیجټلي معلوماتو یادونه وکړه چې دده له حکومت سره شریک نه شول او ځکه تر پایه دا معلومه نه شوه چې د افغانستان په وسله‌وال ځواک کې چې سمبالښت یې د بهرنیانو په غاړه و، څومره کسان دي او څوک دي.
ــ دې کار، د ښاغلي غني په باور په پوځ او پولیسو کې فساد ‌پوخ کړ، ځینو یې څو ځایه تنخواوې اخیستې او د نورو امتیازونه، سره له دې چې هېواد کې نه وو، ورکول کېدل.
‏ــ ولسمشر غني دغه راز د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر چې د ډیجیټلي حکومت بنسټ یې جوړولی شو، له ننګونو او ګواښونو ډک وباله چې جنګسالارانو په کې خلک مجبورول خپل قوم د هغوی په خوښه انتخاب کړي. په دې برخه کې سیاسي ناندرۍ، د هغه په ټکو له سپکې ژبې او بې ادبیو ډکې وې.
ــ ښاغلي غني په ګډ حکومت کې د نا اهلو کسانو شته‌والی د ډیجټلي حکومتولۍ د پراختیا په لار کې چې د هغوی اصلي ماهیت په کې افشا کېده، یو بل خنډ باله. هغه په دې برخه کې د ډاکټر، انجنیر او جنرال په نومونو د جعلي اسنادو او القابو شته‌والي ته چې ځینو له سمو زده کړو پرته تر لاسه کړي او څوکۍ ته رسېدلي وو، په اشارې وویل: «له بده مرغه، د موجود ایتلاف له امله مجبور وئ چې دا هرڅه د ثبات د ساتنې په نامه چې پرله پسې په کې د وسله‌والې مخامختیا خطر موجود و، وزغمئ».
ــ ښاغلي غني په همدې ارتباط، د مفسدو چارواکو له خوا د هغو مرستو د ضایع کېدو خبره وکړه چې هندوستان یې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې له افغانستان سره وړیا ژمنه کړې وه. د هغه په وینا، مسوولو کسانو چې لیدل دې برخه کې نغدې پیسې نه شته او اختلاس نا ممکن دی، خنډونه یې جوړ کړل چې ورسره مرسته له لاسه ووتله.
ــ پخواني ولسمشر غني ډیجټلي کېدل د هېواد د چټک، ارزان او ضروري پرمختګ یواځينۍ لاره وبلله او غوښتنه یې وکړه چې افغانان د مصنوعي ځیرکتیا په ګډون ددې برخې له ټولو نویتوبونو سره ځانونه بلد او دا زده کړي چې څنګه کمپیوټر د معلوماتي سیستم د یوې برخې په توګه وکاروي.
ــ هغه د افغانانو د خپلو مهارتونو د ګټې یو عملي مثال د دارالامان ماڼۍ او ځینو جوماتونو په ترمیم او دغه راز د قوشتېپې کانال په راپیلولو وښود چې که دا کارونه د افغانانو پرځای نورو ترسره کړي وای، «سل ځله ګران پرېوتل».
‏ــ د هغه په وینا، که په ډیجټلي برخه کې بشري پانګه را جوړه شي، د زده کړو او ښوونې دودیز سیستم ته هم چې ډېر ګران او کله کله له لاسرسي بهر دی اړتیا نه پاتې کېږي او هر جومات، هره هوجره، یا بل ځای چې ماشومان په کې را ټولېدلی شي په ښوونځی اوړي او د هېواد او نړۍ له ګوټ ګوټ نه لایق ښوونکي له لرې واټنه لوست ورکولی شي.
ــ محمد اشرف غني ددې مرکې په پای کې د معاصر افغانستان د جوړېدو درې سومې کالیزې ته چې په ۲۰۴۷ کال کې رارسېږي اشاره وکړه او له هېوادوالو یې وغوښتل چې دغې کالیزې ته چمتووالی، له نوې ټکنالوژۍ سره چې څلورم صنعتي انقلاب یې بولي، په سمې بلدتیا وکړي: «لومړي صنعتي انقلاب نه محروم وو، دویم صنعتي انقلاب نه محروم وو، درېیم صنعتي انقلاب نه محروم وو، که غواړئ چې د ۲۰۰ کالو جبیره وکړو، باید څلورم صنعتي انقلاب باندې پانگونه وکړو، ورباندې پوه شوو او د خپل خیر او د خدای رضا لپاره یې استعمال کړو. معنی دا ده چې وخت ضایع نه کړو، لومړیتوبونه باید واضح وي چې یو هوسا، ژوندی، خپلواک، متحد او یو افغانستان [ولرو].»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.