مشتاق کاملاني د سوالګر جامه کې

ژباړه: سمسور ودان

82
دا د کوم عام سوالګر انځور نه دی. بلکې د (سند) ایالت د (ټټه) ولسوالۍ مشهور کیسه لیکوونکی او ناول نګار (مشتاق کاملانی) دی.
کاملانی د سند پوهنتون ذهین محصل و. انګلیسي یې د طوطي په څير ویلی شوه. فارسي، پنجابي او اردو خو به یې داسې ویلې، ته وا مورنۍ ژبې یې دي.
د ده لیکلې کیسې په (ال انډیا رادیو) هم ویل کېدلې.
کله یې چې (گونگی بارش) او (چپٹا لہو) افسانې ولیکلې؛ په سندهي ادب کې یې ځانګړی نوم پیدا کړ؛ تر دې چې د وخت په تېرېدلو یې نوم په اول درجه لیکوالانو کې شامل شو.
د پوهنتون د ازموینو پر مهال یې (رولو) نومي ناول ولیکه او د جنرال ضیاء الحق د مارشل لاء پر مهال یې د (گھٹی ہوئی فضا) کیسه دومره مشهوره شوه چې د هر دویم اردو ژبي په خوله به وه.
د دې مشهور ادیب کوچنی کور غصب شو او کلونو کلونه د ورځې مهال په کوڅو کې او د شپې د بسونو په تمځای کې خیرات ټولولو ته اړ شو. چې دا کیسه تر ۲۰۱۹ کال پورې وغځېده او وروسته یې په اړه بیخي خبرونه ورک شول، چې مړ دی که ژوندی.
وای چې وروستیو کې د کاملاني خوار په څيره یو وخت کې دوه مخالف کیفیتونه لیدل کېدل؛ په سترګو کې اوښکې او شونډو کې په تمام انسانیت طنزیه خندا…
کاملاني چې اوس له هر در و دېواله ستړی شوی؛ بې حسه ادبپالو ته یې کلونه وړاندې په خپله یوه کیسه کې ویلي و: «که خدای ستاسې په خوله کې ژبه ایښې وي او بیا یې هم د رښتیا ویلو له پاره نه استعمالوئ؛ نو یو احسان وکړئ! دا ژبه پرې کړئ!
او هو رښتیا!
دومره خواري چې کوئ، نو یوه بل بېګار هم وکړئ! دا خپله پوزه هم پرې کړئ!
کم له کمه انسانیت خو به درباندې نه شرمیږي.»
یادونه: تمه ده چې پښتانه ترې یو څه سبق واخلي او خپل ادیبان دومره ذلالت ته پرېنږدي. زما د عمر دراز مروت صیب مرګونې ناروغي او په خیراتونو علاج تر اوسه نه هیریږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.