علم او پوهه زوال نه لري

استاد ګلالی هوتک

120

د علم او پوهې خوشحالي دائمی یعنې تل پاتې ده او د تل لپاره یادیږي او پاتې کیږي ، همدا شان علم هیڅ زوال نه لري خو د مال دولت خوشحالي مؤقتی او عارضي ده او مال دولت زوال لري ، څوک چې علم لري نو له علم څخه یې راتلوونکي نسلونه په وړیا ډول استفاده کولای شي خو د مالدار له مال څخه راتلونکي نسلونه استفاده نه شي کولای ځکه چې مال له لاسه تلای شي او چې له لاسه لاړ شي نو آینده نسلونو ته پاتې کیدای نه شي ، یو سړی که عالم وي نو علم ورڅخه څوک اخیستلای نه شي بلکې استفاده ترینه کولای شي ، خو له مالدار سړي څخه که خدای پاک و غواړي نو کولای شي چې په هر وخت کې تریته مال او دولت واخلي ، یو تاجر چې په تجارت کې تاوان وکړي نو بیا غریب شي او چې غریب شي نو بیا د سوال کچکول غاړې ته اچوي خو د عالم سړي دولت دهغه علم دی او هغه داسې شی دی چې له عالم سره د تل لپاره پاتې کیږي او هیڅ زوال نه لري
علم او پوهه
د علم او پوهې لمر داسې لمر دی چې غروب نه لري او تل د عالمانو او پوهانو د ژوند په اسمان ځلیږي ، د علم او معرفت سپوږمۍ هم د علم او معرفت ذ خاوندانو د ژوند شپې روښانه ساتي . ښوونکي لکه شمعې دي ، خو دا داسې شمعې دي چې سوزیږي خو رڼا یې د شاګردانو په مغزو کې روښنايي راولي ، دا داسې رڼا ده چې نه خاموشه کیږي او د تل لپاره د جهل او ناپوهۍ تیرې ورکوي. نو اې زما د وطن ښوونکو ! زما د وطن د اولاذونو او بچیانو اینده ستاسې په لاس کې ده ، تاسې یاست چې ددوي په ماغزو کې له وطن سره د مینې محبت دارو پیچکاري کوئ ، تا سو یاست چې ددوي په ماغزو کې د حب الوطن احساس ژوندی کوئ ، تاسو یاست چې ددوي فکر او خیال له وطن سره د اخلاص په رڼا روښانه کوئ ، تاسو یاست چې دوي ته دا نصیحتونه کوئ چې پام له وطن سره خیانت ونکړئ ، پام چې په پردو باندې د وطن د خرڅولو سوج ونه کړئ ، وطن ستاسو ناموس دی ، وطن ستاسې عزت دی ، وطن ستاسې مور ده ، پام چې داسې څه ونکړئ چې ستاسې وطن ورباندې بدنام شي ، پام داسې څه ونه کړئ چې وطن مو د پردو په وړاندې خجالت شي ، د وطن خجالتي ستاسې خجالتي ده او ستاسې خجالتي د وطن خجالتي ده . په هغه هيواد کې چې په دولت کې فساد وي ، رشوت وي او خیانت وي، څوک ( چارواکی ) احساس د مسؤلیت نه کوي، يو لوی علت یې دا دی چې په ملک کې علم نه وي ، پوهه نه وي ، تعلیم نه وي ، که دا هرڅه وي نو بيا ملک ترقي کوي .
ښوونکو ته وايم چې ښه کوشش وکړئ ، ښه زیار وباسئ،  زمونږ د وطن اولادونه ښه وروزئ، ښه درس ورکړئ ، په واسطو یې مه کامیابوئ ، په رشوتونو یې مه کامیابوئ ، په تعلیم کې د هیڅ چا لحاظ مه کوئ، هیڅ شاګرد ته مفتې نمرې مه ورکوئ ، د لیاقت او اهلیت له مخې نمرې ورکړئ. ای زما د وطن ښوونکو ! ستاسې مسؤلیتونه ډیر درانه دي، ستاسې مسؤلیتونه ډیر ستر دي. تاسې د وطن راتلونکی نسل تربیه کوئ ، تاسې نوي نسلونه ټولنې ته وړاندې کوئ .تاسې ډیر کار کوئ ، تاسې ته به خدای ددې ټولو مشقتونو او تکلیفونو په خاطر اجرونه درکړي .
اسلامي امارت څخه غواړم چې زما د وطن نجونې له تعلیم څخه مه محرومه ، کوئ پريږذئ چې تعلیم وکړي ، پریږدئ چې یو څه زده کړي، پریږدئ چې زما د قام بچیان او بچياتې هم د نورو قامونو د بچیانو په شان ښونځي ته لاړ شي ، پوهنتون ته لاړ شي ، پریږدئ چې دوی هم ډاکټران شي، پریږدئ چې دوي هم انجنیران شي، پریږدئ چې دوي هم د علم او پوهې خاوندان شي ، پریږدئ چې دوي هم د کسب او کار خاوندان شي . که هر څه وژنې فکر او خیال مې مه وژنه – په دې کې مې وطن ته ډیر تاوان لیدلی دی .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.