پوتین: طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د روسیې متحدین دي

37
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر طالبان د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې خپل متحدین وبلل او همدارنګه یې له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړي کېدو لپاره د شانګهای د همکارۍ د سازمان د تماس ډلې د فعالیت پر بېرته پیلولو ټینګار وکړ.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وایي، طالبان د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې د روسیې متحدین دي.

پوتین دغه څرګندونې پرون پنجشنبې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډه کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

پوتین وویل: “موږ باید فرض کړو چې طالبان په هېواد کې واک په لاس کې لري او له دې پلوه طالبان د تروریزم پر وړاندې زموږ متحدین ځکه دي چې هر چارواکي چې هېواد اداره کوي، ثبات ته لېواله دي.”

هغه دغه راز وايي: “زه ډاډه یم چې طالبان هم لېواله دي چې په افغانستان کې هر څه ثبات ولري، آرام وي او د خاصو قوانینو تابع وي او موږ په کراتو کراتو د طالبانو له‌خوا داسې نښې ترلاسه کړې چې دوی له موږ سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې کار کولو ته چمتو دي.”

د روسیې ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبان له ۲۰۰۳م کال راهیسې د روسیې د تروریستي سازمانونو په لېست کې شامل دي.

خو د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې مسکو له دې سره سره په وروستیو کلونو کې هڅې کړي چې له طالبانو سره اړيکې ښې کړي.

پوتین همدارنګه تېره میاشت وویل چې مسکو ته په‌کار ده چې د طالبانو له حکومت سره اړیکي پیاوړې کړي.

دا چې طالبان تراوسه په روسیه کې یوه ترهګره ډله بلل کېږي او پوتین هغه د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې خپل متحدین بولي، دغه تناقض په څه کې دی؟ په دی اړه په مسکو کې د افغانستان د پخوانی ډیپلومات او د نړیوالو چارو د شنونکي غوث جانباز نظر وپوښتل شو.

نوموړی وایي، د روسیې ولسمشر په دا ډول څرګندونو سره چې ورته هغه یې مخکې په تاشکند کې هم کړې وي، غواړي د سیمې هېوادونو ته وښيي چې دریځ یې د طالبانو پر وړاندې روښانه دی.

جانباز وايي: د روسیې فدراسیون غواړي چې د سیمې استازیو ته، مشرانو ته دا ورسوي چې پالیسي یې د طالبانو په اړه بلکل څرګنده ده.

هغه وویل: “لیدل کېږي روسیې کومه هغه نوې ستراتیژي چې د طالبانو پر تړاو یې غوره کړې ده، هغې ته تطبیقي بڼه ورکوي. څو ورځې مخکې د دوې دایمي استازي په ملګرو ملتونو کې هم په زغرده وویل چې روسیه دې ته لېواله ده چې پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لیرې کړې. په دې ترتیب د روسیې فدراسیون غواړي چې د سیمې استازیو ته، مشرانو ته دا ورسوي چې پالیسي یې د طالبانو په اړه بلکل څرګنده ده. راتلونکې کې کېدای شي دوی له تور لېست څخه وباسي او نور هم خپله نفوذ په افغانستان کې د طالبانو په واسطه زیات کړي او په دې ترتیب په سیمه کې هم خپل نفوذ وغځوي.”

تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې مسکو پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو په لټه کې دی.

نبنزیا چې هېواد یې په جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره‌یي مشري په غاړه لري، همدارنګه ویلي وو چې طالبان اوس عملًا په افغانستان کې واک په لاس کې لري.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا

په عین حال کې له افغانستان سره د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړیو هېوادونو د اړیکو د پیاوړي کېدو لپاره د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف په دې ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د شانګهای د همکارۍ د سازمان د تماس ډلې فعالیت دې بېرته پیل شي.

پوتین وویل، د دوی په باور دا سمه ده چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د افغانستان په ستونزو کې ډېر ښکېل پاتې شوی او زیاته یې کړه چې د شانګهای او افغانستان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل ملاتړ ځکه کوي چې د دوی په باور دا به په دې هېواد کې د وضعیت له لا عادي کېدو سره مرسته وکړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف هم وویل، دی ډاډه دی چې له کابل سره ډیالوګ به د ټولې سیمې د امنیت او اقتصادي پراختیا مسئله ډاډمنه کړي.

د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د افغانستان څارونکي غړیتوب او له دې هېواد سره د دې سازمان د تماس ډلې فعالیت وروسته له هغې ځنډول شوي چې طالبان د ۲۰۰۱ کال په دوبي کې بیا پرافغانستان واکمن شول.

له هغې راهیسې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډو کې د افغانستان څوکۍ خالي ده.

دغه سازمان چې په ۲۰۰۱م کال کې د شپږو هېوادونو له خوا تاسیس شوی، اوس نهه غړي لري.

ایران په تېر ۲۰۲۳م کال کې د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ او له هغې مخکې پاکستان او هند په ۲۰۱۷م کال کې د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړی و.

په دې ترتیب د افغانستان پنځه ګاونډیان، پاکستان، ایران، ازبکستان، چین او تاجکستان چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان غړي دي، ځینې وختونه له افغانستانه د ترهګرۍ احمتالي ګواښونو ته اندېښنې ښکاره کړي، خو طالبانو په کراتو کراتو ډاډ ورکړی چې هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د دې هېواد له خاورې نورو ته ګواښ متوجه کړي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.