لومړۍ بې ادبي

ژباړه : عابد لويال

86
چې پلار مې ټچ موبايل واخيست, د بټنو وال موبايل يې زما مور ته ورکړو,  کله چې به مې مور په موبايل کې پيسې جمعه کړې ما به پټه د ميسجونو پيکج ولګولو، زه په اتم ټولګې کې وم, هغه وخت بس دغه زما مشغله وه, چې چېرته به چا کوم شعر ووايه ما به سم د واره وليکل او د موبايل ټولو نمبرو ته مې ولېږلو, د ښوونځي پر دېوالونو ليکلې شعرونه مې خپلو خپلوانو ته لېږل, چې چا به په جواب کې شعر را ولېږل نو په ما به سم اختر و, ښه شعر به سم د ستې ما په خپله پټه کتابچه کښې ليکلی, یوه ورځ مې د پلار په موبايل کښې فېسبوک کتلی نو دغه شعر مې ولوست
دغه تعلق به اوس مزيد جوړېږي
دا ستا پير به نور ستا مريد جوړېږي
شعر ډېر ښه را ولګېد، د نور کله په څېر مې دا هم د بټنو وال موبايل کښې وليکلی او ټولو ته مې ولېږلی, له ميسج سره به ما خپل دستخط هم لېږلو,  د تره ښځې مې ماښام پلار ته زما شکايت وکړو چې ستا لور زما د مرشد (پير)  په حق کې سپک او ناوړه شعرونه لیږي, پېغلې لور ته دي موبايل په لاس کښې ورکړی که چېرته وتښتېدله نو له چا سره به په کوم مخ وينې ګورې, پلار مې غلی و, خو مور مې ښه کلکه ووهلم او سره له وهلو يې دا دړکه هم راکړه که دي بيا داسې بې ادبي وکړه نو د ژوند څکه به ونه کړې, بيا مې هيڅکله هم خپل موبايل ته لاس نه ور وړلی, د پلار ټچ موبايل به مې کله کله را اخيستلی خو ما له ميسجونو توبه ايستلې وه, کله به مې ګيم په کښې کولی او کله به مې د پي ډي ايف کتابونه د لوستلو شوق پوره کولی, څه وخت وروسته  ټچ موبايل او انټرنيټ عام شولو
زه په لېسه (کالج) کښې داخله وم, او خپل سمارټ موبايل مې هم درلود, په دغو ورځو کښې زما هغې د تره ښځې کومې چې زما مور ته شکايت کړی و هغې هم ټچ موبايل واخیستلی او ما ته يې راوړ چې په دې کښې د فېسبوک اکونټ راجوړ کړه
ما د هغې په موبايل کښې فېسبوک ايپ انسټال کړو، اکونټ مې  ورجوړ  کړو او هغې ته مې د کارولو طريقه هم ور وښووله
نه پوهېږم چې ولې څو مياشتې وروسته زما په زړه کښې دا خيال راغی ما خپل اکونټ لاګ اوټ کړو د تره د ښځې نمبر او پاسورډ مې په خپل موبايل کښې وليکل او د هغې اکونټ مې خلاص کړو
د هغې په انبکس چې مې نظر ولګېد نو په اول سر کې د هغې د مرشد نوم او عکس معلومېدل، د تره د ښځې کور زموږ د کور په خوا کښې و، د هغې پير صاحب  له هرو شپږو مياشتو وروسته په سپين موټر کښې د هغې کور ته راتللو ځکه خو ما هغه پېژندلو ما چې کله د دوی ميسجونه خلاص کړو نو تر پښو لاندې مې مځکه وتښتېده
د پير صاحب په غوښتنه زما د تره ښځې هغه ته خپل لڅ عکس لېږلی و
ما زر د هغې اکونټ بند کړو
په دغه وخت کښې ماته د تېر وخت  هغې ته د لېږلې د يوه سپک او ناوړه شعر مصرعه رایاده شوه
دا ستا پير به نور ستا مريد جوړېږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.