دلته په ژوند کې هغه شور نه شته/ ګلالۍ احد
دا رانه مه پوښته چې کله راغلې؟
شمار د شیبو زما نه هیر دی دلته
ته به حساب یې لا په ګوتو کوې
زما خو له ستورو نه هم تیر دی دلته
پردۍ زانګو کې لا زنګیږمه زه
د خپل وطن هسې خوبونه وینم
کله خیبر ، کله سپینغر یادوم
لکه ښامار هسې سیندونه وینم…