زه او زړه / ګلالۍ احد

0 719

نیمه شپه تپه تیاره ده
ګرد چاپيره خاموشي ده
د فضا ربابي ستړی
د شمال تارونه غلي
نه د ونو مستې پاڼې
په خندا دي په نڅا دي
نه د برې چینې څاڅکي
په شرنګا دې په ګډا دي
بس یو زه او یو مې زړه دی
دوه په دوه یې سره پالو
له اروا سره مو پرېښې
له خپل روحه بې پروا یوو
زما او ده یو مجبوري ده
د مطلب د سوال یاري ده
دا کرار راته درزیږي
زه په غلا ورته سا اخلم
دې نه سرې وینې څڅیږي
زه چې نوم ورته ستا اخلم
کله دې کې سره وران شو
یوه نیمه درزا پریږدي
زه هم ضد کې شم راګیره
یوه نیمه سا ترې نیسم
خو اخر مو مجبوري ده
د مطلب د سوال یاري ده
نه مو روح نه مو اروا شته
چې به موږ سره پخلا کړي
نه منطق او نه دلیل شته
چې به موږ دواړه اصلاح کړي
بس یو زه او یو مې زړه دی
چې په تا پسې کړیږو
په خاموشه خاموشۍ کې
غلي تا پسې ځوریږو

– ګلالۍ 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply