چینه او کنډولونه
حکیم د خپلو شاگردانو په حلقه کې وویل چې د ښځو د مخ تر پردې د سړیو د سترگو پرده ډېره مهمه ده. سبا په ښار کې گونگوسه وه چې حکیم د ښځو له حجابه منکر دی او وایي چې ښځې دې پرده نه کوي. ملایانو د جمعې په خطبو کې حکیم تکفیر کړ او د هغه افکار یې د…